سيد احسان الله الهام

ستاسو عادت دى - الهام

لیکوال: سيد احسان الله الهام 

ستاسوعادت  دى خوزموږ مو راته زړونه مات كړل
چي په بولدك كي مو  غوټۍ غوټۍ ګلونه مات كړل

مه غره كيږه غماز ګيه  سپك  خصلت  دي  مل  دى
څه فرهاد نه  يې چي په  مينه كي  دي غرونه مات كړل

بس  لكه خړسېلاب چي راغلې زموږ دچم په لوري
هم دي كورنه مات كړل هم دي جوماتونه ماته كړل

چي دا آسمان  څنګه  را پرې نه ووت غليمه هلته
چي په وحشت مو دقرآن پاك آياتونه مات كړل 

ولې  دسر سترګې  مو   ووزه   آخرت   نه  لرئ
چي څو ډالروته مو روغ روغ  ايمانونه مات كړل
جنګ مو دځمكي پرسر نه دى چي مو روغه وشي
تادپتمنو ښاايستونه  حجابونه  مات كړل

شكر بې شميره پياوړي سنګرو كي اوسي
يو څو بزدلو آزار يانو ضميرونه  مات كړل

شهيده ! يو ستا انتقام نه دى چي اخلو يې ترې
دوى موحريم مات كړى دوى مو صندقونه مات كړل

موږ به  دي  باسوله ريښو سره  دخداى  په  فضل
خير دى كه  تاسو دوطن  دنګ  چنارونه  مات كړل

رب   دي   حساب  كه  دخيبر دقربانيانو صف كي 
بيادي الهامه ! دمظلوم  د زړه  دردونه  مات كړل
https://www.blogger.com/%3Cdiv%20class=%22facebook-share%22%3E%20%3Ca%20expr:share_url='data:post.url'%20name='fb_share'%20rel='nofollow'%20type='BUTTON-TYPE'/%3E%20%3Cscript%20src='http://static.ak.fbcdn.net/connect.php/js/FB.Share'%20type='text/javascript'/%3E%20%3C/div%3E


خوږې لحظې - سيد احسان الله الهام


لیکوال: احسان الله الهام 

ستا دراتلو لارته مي جانانه ډير كتلي دي
تړمې تړمې اوښكي مي له سترګو بهېدلي دي
وربه کړم دسرپګړۍ مي زېرى زندانـي آشنـا
ستادخلاصـون زيري مـي رويبار نه اورېدلي دي
پرې مي ږده اې ګرانه! چي په ځير ځير درته ګورمه
دې خـوږې لـظې ته مي ترخـې لحظـې ګاللي دي
لـري کـړه دزړه زنګ مي نګاره پـه خنـداشه نور
بس دى چي غمـازراته ټول عـمرغاښ چيـچلي دي
راکـړه غـاړه راکـړه چي بې سېک يمه اولوېـږمه
ستـړې ستـړې ساوې مي په تـاپسي وهـلي دي
کلـه دي پـرېږدم چي رانه بيـابه په بل لوري ځې
لاس دي ولمن ته ما الهام دراچـولي دي


با ايمان يم ځلېدلى - الهام


لیکوال: احسان الله الهام 

شكر دا چي مسلمان يم ځلېدلى
لكه لمر په  ټول جهان يم ځلېدلى
وياړم تل دهرظالم دسترګوخاريم
دمظلوم دزړه درمان يم ځلېدلى

نه مي روح نه مي جسد پخپل اختياردى
دقادر خداى په احسان يم ځلېدلى

 داچي تل يې د در خاورې رانجه بولم
زه په روى  دهغه  ګران  يم ځلېدلى
له هغې ورځي مي فتحې په نصيب دي
چي افغان اوبا ايمان  يم ځليدلى

بس هغو مي دى په   مينه  قدر كړى
چي وچاته  طالب جان  يم ځلېدلى

ته مي مل شې دصابرې  ټولۍ مله
ستادعشق په امتحان يم ځلېدلى

له الهام سره الهام تر آسمان لاندي
د ادب پر سپين ميدان يم ځلېدلى



نعت شريف - سيد الهام

لیکوال: احسان الله الهام 

زما زړه چي  په  جانان  پسې ژړېږي
لكه  درد چي  په  درمان پسې ژړېږي
زه د داسي چا  په مينه ګرفتار يم
چي هر يو پاك مسلمان  پسې  ژړېږي
شبنمي اوښكي دحورو پسې څاڅي
باران ، واورې   هم   آسمان  پسې ژړېږي
پتنګان  ، شمعې ، ډېوي  او رڼه ستوري
لمرسپوږمى،درياب،ماهيان پسې ژړېږي
دګلشن بلبلان درست يې اخلاق ستايي
ګلان  څه  چي ګلستان  پسې  ژړېږي
دا دلو ځمكې داستر ستر بيابانونه
لو درې  لوى كهكشان پسې  ژړېږي
شرافت او مظلوميت  ته چي يې ځير شم
خاص يو سف دى او كنعان پسې ژړيږي
چبرائيل  يې  دهجرا ن طاقت رانه ووړ
په صوتو تر لامكان  پسې  ژړيږي
تا هم  ګران ستايلى دى  عبدالرحمانه !
چي الهام  دي  په  دېوان  پسې  ژړېږي


سپين لښکر - احسان الله الهام


لیکوال: احسان الله الهام 

سپين لښكر كوي يون پـه نامه د خـيــبــر سپين لښكر
ذوالفقار دحيدر سپين لښكرسپين لښكر
دتكبير زمزمې،بريالى ګارنامې
فولادي ارادې،ختموي توري شپې
لراو بر لكه لمر سپين لښكر سپين لښكر
سترتدريب استشهادكوي وارپه الحاد
وركوي قرباني څو غليم كړي برباد
زړور شملور سپين لښكر سپين لښكر
دښاغلو برلاس،پريشان دى خناس
دظالم يرغلګر تښتېدلي حواس
هر بدخواته خنجر سپين لښكر سپين لښكر
دى سپېڅلى اقدام ،دمظلوم انتقام
نكړي خوب نه آرام احترام احترام
تل بيدار په سنګر سپين لښكر سپين لښكر
په سنګر اوممبردخوښيو اختر
بريالي عمليات پيل شوي خيبر
دالهام دزړه سر سپين لښكر سپين لښكر
دالهام دزړه سر سپين لښكر سپين لښكر


سره زخمونه - سيد احسان الله الهام

لیکوال: احسان الله الهام 
لا ور كوي   ورته  په   څه   زخمونه
جوړ يې لا نه  دي  ها زاړه  زخمونه
زخم  دپاسه  په  زړه  زخم  ايږدي
دفلسطين  دماشوم   سره  زخمونه
رسوي  آه   دپاك  الله  تر  دره
كله  خاموش كښېني  دزړه  زخمونه
زيانمن  قاتله  !  مقتول  ګټه  وكړه
بل   ورته  قبر كي  رڼه   زخمونه
چي  د ايمان  پر سر هرڅو پرې لګي  
والله   خواږه  لګي  ترخه  زخمونه
چي  پرې  دخداى  رضا راځي  او راځي
راته منظور دي په  باڼه  زخمونه  
را كوي  ستا را كړى  زخم   الهام !
ظالمه ! ته  به  وړې   پاخه   زخمونه 


سړى څه ووايي ؟- سيد الهام

لیکوال: احسان الله الهام 
زما پر خوا راځي  اشر دي  سړى  څه  ووايي ؟
دګران  غمونه  مي لښكر دي  سړى  څه  ووايي ؟
چي بيا به  ووينو كنه حيران  يم  څه  فرض كړم
مسافرى  مو  د سنګر  دي  سړى  څه  ووايي ؟
سپوږى  لوېدلې  ده نارې  وهي  چي توره  شپه  ده
بې شمېره  ستوري  يې  پر سر دي  سړى  څه  ووايي ؟
دي  مسلمان  خو خپلې  پرېكړي  په كفارو كوي
دا  اوس  بې آب  كه  معتبر  دي  سړى  څه  ووايي ؟
چور يې ګډ كړى  ځورول كړي  قتلول كړي  درګرد
دا اربكيان  كه  يرغلګر  دي  سړى  څه  ووايي ؟
دغه لاسپوڅي  درباري  او سيكولر  ليكوالانو
ډير  ژبور كه   ښكرور  دي  سړى  څه  ووايي ؟
په كابل جان  او په غزه كي  سيهوني خونخواره
سرې ويني زبېښي لا ډنګر دي سړى  څه  ووايي ؟
ذكر  او فكر  له  رو ژو  سره  يوځاى  كډه  شو
اوس  بې  باكيانې  د اختر  دي  سړى  څه  ووايي ؟
تر كومه  حده  به يې  سوال  د رب په  در قبول شي
يو مسافر  او  بل  لڅ  سر  دي  سړى  څه  ووايي ؟
الهامه ! نيت  يې الهي  دى  هم  غورځنګ  الهي
 وار  په  غليم  كړي  لر او بر  دي  سړى  څه  ووايي ؟


ملغلره غوندي - سيد الهام

لیکوال: احسان الله الهام 
اوښكه دي بيا ده ملغلره غوندي

قيمت بهاده ملغلره غوندي
اې د غزې مظلوم معصوم زړګيه!

شهادت ستاده ملغلره غوندي
دقرباني دپاكو وينو قطره

سم په رښتياده ملغلره غوندي
مظلومه ! هر ګړى الله ننګوه

دغه دعا ده ملغلره غوندي
كوي زلمى يې د سنګر بازاركي

د سر سو داده ملغلره غوندي
په ټول جهان كي اسلامي دنياګى

تكي تنها ده ملغلره غوندي
ته يې دهر مؤمن نصيب كړې ربه !

حقه وينا ده ملغلره غوندي
الهام لټون پسې كوم تر عمره

دخداى رضا ده ملغلره غوندي


وطن ډک دى - الهام

لیکوال: سيد احسان الله الهام 
موږ  پوره  يو بې  لتانه  وطن  ډک  دى
پښې  دي  سپکې کړه  ناځوانه  وطن  ډک  دى

دبې ننګو تل  بارشوي  دي  ترې  کډې
په  ننګيالو مو پرېمانه  وطن  ډک  دى

يو  دوه   نه  يو چي  تا وچيچل نو خلاص  شول
ډير يو ډير يو له  پخوانه  وطن  ډک  دى

دا  ټاټوبى حاجت   نلري   پردو ته
يرغلګر  ناورين   مهمانه  وطن  ډک  دى

څوك  قربان شول څوک بنديان شول  انقلاب دى
بيا هم كم  نه  يوله  چانه  وطن   ډک  دى

سپيني شناختې خړقبرونه  دي  وي  نخښې
پوره  کيږې   به   ارمانه  وطن  ډک  دى

كور په كور مو ستا يادونه  تكراريږي  
د الهام   اسير جانانه  وطن   ډک  دى



بې نوره مازديګر

شاعر: سید احسان الله الهام
اخ رانغى د زړه سر مي ماز ديګر دى
څه بې نوره مازديګر مي مازديګر دى
درته نه كوم زارى چي و دريږه
لمر ه نن چي بې دلبر مي ماز ديګر دى

دا را تلونكې شپه به څرنګه سبا شي
چي تر شپې راته بد تر مي ماز ديګر دى
بې ديدنه داختر طلب هم نكړم
چي ديدن وي بس اخترمي ماز ديګر دى
لا ترڅوبه خدايه داسي سرګردان يم
كله لر او كله بر مي ماز ديګر دى
نه چنارشته نه كتار دمنګوټيو
دبې مينو په ګودر مي ماز ديګر دى

استوګنه كړ كيچنه ده الهامه !
مهاجر يم در په در مي ماز ديګر دى



درنه ځم دي نه هيڅكله – شعر

شاعر: سید احسان الله الهام
داسي توان راكړې خالقه چي پرېږدم دي نه ترهيڅكله
ستاپه دردي سوالګر پروت يم درنه ځم دي نه هيڅكله

تل دي ستاپه مينه پايم تل دي ستا نومونه ستايم
هېرول مي رانه هېركړې،هېروم دي نه هيڅكله

ترتامخكي زه ټيټيږم پاك الله ته چي ټيټېږې
اوچت سره غيرالله ته ټيټوم دي نه هيڅكله
.
څومي بو نه زې په ژوند كي دشنكي مزارجانان ته
زما نصيبه زما قسمته ښكلوم دي نه هيڅكله

زه هم ستاپه څېر زړګيه نا قرار اوهم بيدارخوښ يم
ماويده نكړې ترعمره ويدوم دي نه هيڅكله

دا دى لاس مي پوري كړى په جهاد آزاد به شمه
دغليم ناورين ستمه تيروم دي نه هيڅكله

اې په دين مينه اولسه اې حسين سمسور وطنه
زما الهام دغه وعده ده خرڅوم دي نه هيڅكله



كه وليكل شي

شاعر: سید احسان الله الهام
دا تير ژوندون دى خاطره غوندي كه  وليكل  شي
ورپكي هيڅ نشته دمه غوندي كه  وليكل  شي

ستاپه مسير بيا تګ آسان دى چي سپېڅلى قران
سم ولوستل شي او نقشه غوندي  كه  وليكل  شي

هغه غزل به نو بيا څنګه زړه توان  نه بخښي
دچا د ناز او كرشمه غوندي  كه  وليكل  شي

سترګي دي جارشم انځورګره كه مي خيال ووينې
كټ مټ به وي انځور هغه غوندي  كه  وليكل  شي

الهامه ! څه  شوه  هغه ستاد سپيني ميني قيصه
خوږه به لګي پتاسه غوندي  كه  وليكل  شي



څه دپاره زندګى

شاعر: سید احسان الله الهام
تيروو  د مرګ له  ډاره  زندګي
په نصيب مو ده څه خواره زندګي

راشي څه خو پدې اړه فكر وكړو
خداى راكړې څه دپاره زندګي

چي دياره په مينه سرولمبوته دانګي
دهم هغوده  دلداره  زندګي

په رښتيا نوبيا افسوس باندي په كار دى
چي كميږي  بې كرداره زندګي

دا ديار د سر دعاكړي چي خلوت دى
اوكه  اخلي له اغياره زندګي

امبارونه ګناهونه  يې كميږي
پرې تيريږي چي بيماره زندګي

ليري مه سه زوى له موره مورله زويه
ليري  مه  سه  له  دياره  زندګي

ترې نه ليري ليري ګرزه ګران الهامه !
خوښوي چي څوك داغداره زندګي



يرغلګر وغورځېده

شاعر: سید احسان الله الهام
له  سلګۍ سره  چي  پورته   ورنه   سر  وغورځېده
زماپه سترګوتوره شپه سوه ماوې لمر وغورځېده

زما خپل دماشومتوب او يتمتوب سختې په زړه شوې
د ماشوم  ښاغلى پلار چي  په  ډګر  وغورځېده

چي خبر شومه چنار غوندي زلميان بمبار مات كړي
لكه  ټكه  چي  راولوېده  او غر وغورځېده

چي په نازبه يې كړې پټي  په غمزو غمزو چشمانې
تابه وېل  دا بانوګان دي كه لښكر وغورځېده

جادوګر او پاړو ګر يې دي ژوندي ژوند تير كړي
لوى ښامار دى دغازيانو په سنګر وغورځېده

خوب مي ليد له خندا شين وم  په كالو كي مي ځاى نه وو
دشكست كندې ته ګوډ مات ير غلګر وغورځېده

د زړګى دنيا مي درسته پرې آباده  ده الهامه !
خداى دي نكړي چي به اورم څڼېور وغورځېده


د كيري افغانستان په لور – الهام

سيد احسان الله الهام

دبلواكي افغانستان په لور سفر پيل شو
كه دغني افغانستان په لور سفر پيل شو
شعار يې  دا وو  داحمد افغانستان ته به ځو
ترې د كيري  افغانستان په لور سفر پيل شو
اخ  د زندان  ملګرو  تاسو به خبر ياست كنه
دغلامي افغانستان په لور سفر پيل شو
نور ابدى دښمن يهود ورپكى دوست باله شي
نور د كفري افغانستان په لور سفر پيل شو
اې خداى دپاره داسي مه كوى څه فكر وكړى
خپل كه پردي افغانستان په لور سفر پيل شو
اختره مه راځه منې كه دي څوك قدر وكړي
دبې آبي افغانستان په لور سفر پيل شو
دبې دينى ټيكدار ان  د قافلې  بدوانان
د شرابي افغانستان په لور سفر پيل شو
اوس به له دينه په ښكاره وبې دينى ته تګ وي
اوس د غربي افغانستان په لور سفر پيل شو
اې د سړيو دكتار د سر سړ يه پا څه !
د نه  سړي  افغانستان په  لور سفر پيل  شو
الهامه ورسه ! په ښاغلو  زلمو غږ وكوه
كه دغازي افغانستان په لور سفر پيل شو
    



سلګۍ چيري ځي ؟ – سید الهام

شاعر: سید احسان الله الهام
دغه  ويرونه  ،فريادونه  او سلګۍ  چيري ځي  ؟
دا دشليدلي ګرېوانه  ماتي  تڼۍ  چيري  ځي  ؟

نا پامه راشي خلي راوړي او چنار هم ړنګ كړي
له وراني وروسته  آزاري  وحشي سېلۍ چيري ځي

چي نه غرقيږي نه يې باد وړي زه  هم ځم  ور سره
داد شهيدو قافلو ډكه كشتۍ چيري ځي

هغه ځوانان چي دنجلۍ په څېر پيكى ګرزوي
دخداى دپاره  ورنه  دا  د سر پګړۍ  چيري ځي

ځمه  روان  يم  ګوندي  بيا  يې  له  نږدې  ووينم
څنګه تياره ده اف چي دا سپينه سپوږمۍ چيري ځي

زړګى مي چووي ډير سوالونه مي  جواب نلري
اختر چي تېرسي دا دزړونو خوشحالۍ  چيري  ځي

چي په شېبه كي دلوځمكې كناروته رسي
الهامه ! دا دفكر باز دى كه كبلۍ چيري ځي

No comments:

Post a Comment