اسلامي مسائل



exploringvisa-to.jpgپوښتنه :  ډيرخلګ دوېزو کاروبار کوي ، مثلا په سعودي کي دځينومشخصو کارونو ویزي اخلي بيايې په نورو پلوري ،نو دغه کارو بار دشریعت له نظره څرنګه ده ؟ احمد
جواب :ډير ملکونه داسې دي چې دخپل قانون له مخي دبل وطن خلګوته دویزي پرته دداخلیدو اجازه نه ورکوي،بلکه دایوقانوني جرم ګڼي ، بله خوا ویزه په خپل ذات کې يومقصودي څېز نه دی ، بلکه  دايوه ملک ته دداخلیدو یوه اجازه نامه ده ، اوداديوي وظیفي ملکیت دی ،نوکه له غدره پرته دغه خواري يوڅوک وکاږي اوبیاخپل دغه حق یاوظیفه په نورو پلوري  نوکوم شرعي جرم نه ګڼل کيږي ،
کمافي شرح المجلة للاتاسي المادة ۲۱۶  اقول وعلی ماذکروه  من جواز الاعتیاض عن الحقوق المجردة بمال ینبغي ان یجوز الاعتیاز عن التعلی وعن حق الشرب  وعن حق المسیل ... کماجاز النزول عن الوظائف ونحوها .
وفي ردالمحتار ۴\۵۱۸  وعلیه فیفتی  بجواز النزول عن  الوظائف بمال . الخ
وفي مثله في فقهي مقالات ۱\۱۹۸
ومثله في الفتاوی الحقانیة ۶\۶۵
والله تعالی اعلم  .
doload.jpgپوښتنه :  دانټرنیټ  کیفي   Net Cafe   کاروبار څنګه دی ؟  په داسي حال کې چې د مالک  له طرفه یواځي کمپیوټر او دانټرنټ سهولت وړاندي کیږي  چې  په هغه کې  دفحش اوغلطو موادو  دکنترول اهتمام هم کول کیږي ؟ اودفحش او غلطو موادو  دنه کنترول په صورت کې یې څه حکم دی ؟ که دمهرباني له  مخې دواړه صورتونه ښه واضح کړئ .
جواب :  څرنګه چې  دانټرنیټ اصل وضع د تخریبي اوفحش مقاصدو لپاره نه ده ، بلکه دمعلوماتو اونورو مهمو امورو لپاره ده ، ځکه نو دانټرنټ کیفي کاروبار کول صحیح دي  خو چلونکي ته په کاردي چې حتی الامکان  دفحش ویب سایټونو بلاکولو اهتمام وکړي  چې ددې لپاره مختلف پروګرامونو اوطریقي شته ، په  دې سربېره په کار دي چې په هره غرفه  کې  یو یو اعلان ولیکي چې فحش  شیان کتل  دشریعت له نظره سخت حرام اوګناه ده  نوځکه یې کتل منع  دي  ، خوله دې سره سره که بیاهم یوڅوک فحش شیان استعمال کړي  نو هغه استعمالونکی خویې ګنهګاردی  خو په کاروبارباندي هیڅ اثر نه اچوي ، هو ! که دکوم چاپه باره کې یې یقین راشي چې  دغه  تن  فحش شیان ګوري اویایې هم غالب ګمان وي  نو هغه ته  داسهولت ورکول او په دې باندي اجرت اخستل له کراهیت  څخه خالي نه دی
والله تعالی اعلم

computer.jpgپوښتنه  : په اوسني عصرکې ډېرخلک  دکمپیوټري پروګرامونو،پوستکالیو  ، آپریټینګ سیسټمونو  او سي ډي په  کافي رایټ  باندي  اخته دي  اوپه دې توګه خپل معاش لاس ته راوړي ، نوپوښتنه مي داده چې ایا دکافي رایټ  کاروبار صحیح دی که نه ؟که یې ښه واضح  جواب راکړئ !
جواب :  که  د پروګرام جوړونکي شرکت  اجازه وي  یا له هغه څخه باقاعده پېرل شوی  وي  نو بیایې  کافي رایټ  بلکل صحیح دي اوپه دې توګه  پیسي ګټل جائزدي ، خوکه  کوم  پوستکالی  (سافټویر)  یا کوم آپریټینګ سیسټم دجوړونکي شرکت له لوري له اجازې یا رانیولو پرته  کاپي رایټ شي نو جواز نه لري
لمافي المشکاة : عن ابي حرة الرقاشي  عن عمه  قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ، الا  لا تظلموا  الا لایحل مال امرأ الا  بطیب نفس منه ( مشکوة ۲۵۵)
وفی الهندیة :۵/۳۶۴ كُلُّ عَيْنٍ قَائِمَةٍ يَغْلِبُ عَلَى ظَنِّهِ أَنَّهُمْ أَخَذُوهَا مِنْ الْغَيْرِ بِالظُّلْمِ وَبَاعُوهَا فِي السُّوقِ فَإِنَّهُ لَا يَنْبَغِي أَنْ يَشْتَرِيَ ذَلِكَ وَإِنْ تَدَاوَلَتْهَا الْأَيْدِي
وفي الدر: الحرمة  تتعدی  مع العلم بها الا فی حق الوارث ، ۵/۹۸
والله تعالی اعلم

Easy_loads_1.jpgپوښتنه : علماء کرام  ددې مسئلې په اړه څه فرمایې چې : ایزي لوډ  کول  جائز دي  اوکنه ؟  دلته ځیني کسان وایې چې : دا سود دی  ځکه چې موږ دکاندارته  سل  روپۍ ورکړو چې دهغه په بدله کې  دوکاندار زموږ په نمبرباندي  کمي  پیسي رالیږي  آیاد داخبره صحیح  ده ؟ که ښه قناعت کونکی جواب راکړئ منندوی به مویم
جواب : باید وویل شي چې  دسود  د متحقق کیدلو لپاره  د بدلینو  متحدالجنس  والقدر کیدل   یا دواړه لوري نغدکیدل ضروري دي ، که چیرته  دبدلینو جنس اوقدر مختلف  وي  یا نغدي نه  وي  نو په  دې صورت کې  له یوه لوري  زیاتوب اوله بل لوري  کمتوب جائز دی ،  کله چې مو دا اصول ځان  ته معلوم کړل  نو موږ  وینو چې  موبایل کمپنۍ  دنغدو پیسوپه  بدل کې  منفعت  ( ایئرټایم ) ورکوي  ، که هغه دکارت په صورت کې وي اوکه  دایزي لوډ په صورت کې  په  دواړوکې  کمپنۍ  دمقرره ټېکس له  جلاکولو وروسته  دپاتي پیسوپه مقابل کې  صارف ( استعمالونکي )  ته  منفعت ورکوي ، یواځي دافرق یې شته چې  دکارت په صورت کې  صارف  په مستقیمه توګه   له کمپنۍ څخه منفعت ترلاسه کوي  او دایزي لوډ په صورت کې  دوکاندار له وړاندي  اخستل شوی منفعت  دخپل کمیشن په اخستلو سره  دصارف  طرف ته  لیږدوي  ،څرنګه چې په دواړو- کارت  او ایزي لوډ-  په صورتونوکې  دنغدو په بدل کې نغدي  نه وي بلکه  منفعت ورکول کیږي  نوځکه  دواړه  صورتونه جائز دي .      والله  تعالی اعلم

WIN_20150326_090538.JPG پوښتنه : نن  سبا  دالکترونیکي میډیا په مټ   په ډېرو هیوادونوکې  خلکوته   ددې ترغیب ورکول کیږي چې  ترمرګ وړاندي  باید وصیت وکړي چې دخپل بدن  رئیسه  اعضاء  یعني مهم غړي  (لکه زړه ، دماغ ، ځګر اوداسي نور)  دانسانیت دفلاح   لپاره  وقف کړي   اوله  وفات کیدلو وروسته  دهغوی دکښلو بشپړه اجازت ورکړي  چې  دې کارته   دوی    د  ( آرګن  ډونیشن   organ donation)   په نامه   شهرت ورکوي  نو آیا  دشریعت له  رویه  داسي  وصیت کول   او نافذول  جائز دي  اوکنه ؟
جواب  : دیادوني ده چې  دمیډیا په مټ  ددې خبري (چې  ترمرګ وړاندي  باید هرڅوک  ددې وصیت وکړي چې  زما دبدن غړي  دانسانیت  دفلاح  اوښېګڼې لپاره وقف دي  اوله  وفات کیدلو وروسته  یې  دایستلو بشپړه  اجازه  ده  )  ترغیب   ورکول  اوتشهیرکول  جائز نه دي ، اونه  هم  ددې خبري وصیت کول جائز دي ، که کوم چا  وصیت  هم وکړ نو وصیت یې  نه  دی نافذ ، اوکه یې چا  وصیت نافذ کړ  اودهغه  دبدن غړي یې کوم بل چاته  ولګول   نو وصیت نافذونکی   د یوې ستري ګناه  مرتکب  شو
ځکه چې  دانسان له  اندامونو  ګټه  اخستل  حرام دي ، انسان  دخپل  بدن   یا دبدن  دکومي   حصي  مالک  نه دی  او نه   ورته   د الهي منشأ خلاف   دهغه  استعمالول  ورته  جائز دي  ، نوځکه  انسان  ته  دخپل  یو غړي  هلاکولو  یا یوچاته  د عطیه کولو  یا خرڅولو   یادهغه  د وصیت  کولو په  اسلامي  شریعت  کې  قطعا اجازت نشته
والله تعالي اعلم

-online-Quran-teaching.jpgپوښتنه : نن سبا  ډېري  داسي ادارې شته چې په  آن لاین  ډول دقرآن کریم  تدریس ورکوي چې  آنلاین قرآن ټیچنګ  online quran teaching ورته  ویل کیږي ، اکثره خلک چې په غربي یا اروپایي هیوادونوکې دي غواړي په خپلو اولادونو باندي دقرآن کریم زده کړه وکړي نو یوه اسانه لاره یې  په انلاین ډول دقرآن ټیچنګ پاڼو په مټ کیږي  چې  دادارې چلونکي په دې  تعلیم باندي  فیس ترلاسه کوي
نواوس پوښتنه داده چې آیا په انلاین توګه  دقرآن کریم په تدریس فیس اخستل جائز دي اوکنه ؟
جواب  :  دقرآن کریم  تعلیم  یوسترخیر دی چې  په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي :  خیرکم  من تعلم القرآن وعلمه  ، یعني په تاسو کې هغه څوک ډېرغوره دی چې  قرآن زده کړي اوبیایې  نورو ته  ور زده کړي ، نو په  آنلاین توګه  دقرآن کریم په تدریس  یا online quran teaching باندي  دفیس اخستلو کې هیڅ حرج نشته  ، خوپه دې شرط  چې اصل مقصودیې  دقرآن  کریم  تعلیم عامول  اونورو مسلمانانو ته ورزده کول وي  نه یواځي پيسي ترلاسه کول
ویفتی الیوم بصحتها لتعلیم القرآن  والفقه  والامامة  والاذان  ، الدرالمختار۶/۵۵
وفي الشامي :۶/۵۱:قال في الهداية: وبعض مشايخنا - رحمهم الله تعالى - استحسنوا الاستئجار على تعليم القرآن اليوم لظهور التواني في الأمور الدينية، ففي الامتناع تضييع حفظ القرآن وعليه الفتوى اهـ الي قوله ... أقول المفتى به جواز الأخذ استحسانا على تعليم القرآن لا على القراءة المجردة كما صرح به في التتارخانية
والله تعالي اعلم






https://images-blogger-opensocial.googleusercontent.com/gadgets/proxy?url=http%3A%2F%2Feslahonline.net%2Fwp-content%2Fuploads%2F2010%2F08%2Fwedding-300x207.jpg&container=blogger&gadget=a&rewriteMime=image%2F*
پوښتنه:
السلام علیکم و رحمة الله
ځينې خلک وایي چې د دوو اخترنو په مینځ کښې نکاح رواه نه ده. آيا دا خبره سمه ده، كه سمه وي مطلب يې كوم اخترونه دي، هيله ده چې ځواب راكړئ
ځواب
ګرانه وروره
عليكم السلام و رحمه الله و بركاته
الله دې د ژوند په ټولو چارو كې بريالى لره او الله دې د ايمان په ګاڼه سمبال لره.
ستاسې د پوښتنې په ځواب كې بايد وويل شي چې نکاح د زمان په لحاظ په هر وخت کې جواز لري، د دې لپاره کوم محدوديت نه دى وضع شوى، د دواړو اخترونو په منځ کې هم نکاح کول درست او جائز کار دى او په دې کې هيڅ ممانعت نه دى راغلى.

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhL2rswqCYnPl5jogwgwxSw7UJm5YagGLuBOXfE1bsnz2nHmgLzz1P7VwYAlV3sxVYxjFHYsp6H9trGHxuQVqh8vsuU2gVX8XT2Z1ajWB4CdDgIAagE0sY2yioB1S5hz5KtKgYo9AzDnoU/s1600/1_hadees.jpg
د یوه حدیث شرحه (لومړۍ برخه) – ليكوال: حامد افغان
دپیل خبرې
خپلې خبرې د خیر غوښتنې (الدین النصیحة) په مبارک حدیث سره پیل کوم، هر مومن مکلف ده چې مسلمانانو او عامو انسانانو ته به دخیر غوښتنه کوي، او انسانیت ته به د ګټې او خیر کارونه تر سره کوي، او دا خبره په دې حدیث کې روښانه شوې ده : عن تميم بن أوس رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : الدين النصيحة ، قلنا : لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ، ولأئمة المسلمين وعامتهم . رواه البخاري ومسلم .
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : دین نصیحت او خیر غوښتنه ده ، موږ ورته وویل : دین دچا له پاره نصیحت او خیر غوښتنه ده ؟ هغه وویل : د الله له پاره، د هغه د کتاب له پاره ، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره ، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د عامو مسلمانانو له پاره .
تشریح : په عربي ژبه کې د (الدین النصیحه) جمله په داسي توګه راغلې ده چې انحصار پیدا کوي یعني دین یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده لکه دا ډول جمله په یوه بل روایت کې راغلې ده : (الحج عرفة) یعني حج یواځې عرفات دی دا معنا چې عرفات یې مهم رکن دی ، دلته له دي جملې نه دا معنا ځکه په دې ډول اخیستل کیږې چې مبتدا او خبر دواړه معرفه راغلې او د دواړو معرفه والی انحصار پیدا کوې . مطلب داشو چې په دین کې نصیحت او دیوه بل خیر غوښتنه ډیر لوی مقام لرې او ډیر مهم ده .
لله : دا نصیحت او خیر غوښتنه په څو دوله ښوول شوی ده یو د الله له پاره یعني له هغه سره اخلاص او هغه واحد او لا شریک بلل ، او د هغه یاد او ذکر کول ، دا راز د هغه د دین دفاع کول او دباطل له پلویانو یې ساتل .
ولکتابه : دین د قران له پاره نصیحت دی دامعنا چې دهغه په ښه توګه تلا وت وکړل شي د هغه په لویو معناو کې تدبر اوفکر وکړل شي ، په هغه عمل وکړل شي او خلکو ته ور زده کړل شي .
ولرسوله : دین د رسول له پاره نصیحت دا معنا چې هغه څه راوړې دي په هغه کې یې تصدیق وکړل شي ، که څه هم په هغه کې داسې شی راشي چې زموږ عقلونه نه پرې رسیږي . دا راز دهغه پیروي او دهغه سنت عملي کول د هغه له پاره نصیحت ده .
ولأئمة المسلمين : دین د مسلمانانو د امامانو له پاره نصیحت دی ، له امامانو نه مراد علماء او واکمن دي علماء د دین امامان دي او واکمن د دنیا امامان دي ، او د دوی دواړو له پاره خیر غوښتنه هم رسول الله صلي الله علیه وسلم په دین کې مهمه بللي ده ، دعلماو له پاره خیر غوښتنه داسې چې له هغوی نه باید علم زده کړل شي ، له هغوی سره ناسته ولاړه وکړل شي ، دهغوی نیک خویونه او صفات خلکو ته ورسول شي ، چې دخلکو مینه ورسره پیدا شي ، دهغوی تیروتني او خطاوی باید نشر نشي او دا له هغوی سره دظلم په معنا ده . او د واکمنو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې له هغوی سره مرسته وکړل شي او په روا چارو کې یې پیروي وکړل شي .
وعامتهم : دعامو مسلمانانو له پاره خیر غوښتل دا معنا چې دهغوی له پاره هغه څه خوښ کړې چې ځان ته یې خوښوې ، هغوی ته داسې لار وښودل شي چې د دین او دنیا خیر یې وې پکې ، حقه لاره ورته بیان او روښانه کړل شي ، له هغوی سره نرم چلند او غوره اخلاق غوره کړل شې ، د هغوی د یووالي او اتحاد کوښښ وکړل شي .
نيت مي کړی چې په دې لیکنه کې زه یو نبوي حدیث په پورره تفصیلي توګه تشریح کړم او په دې حدیث کې چې کوم ستر مفاهیم او مطالب بیان شوې دي هغه د قرانکریم، نبوي حدیثو او مختلفو دلایلو په رڼا کې راوسپړم، په دې سره مې موخه یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده، ( إن اريد إلا الإصلاح ما استطعت) د دې مبارک نبوي حدیث لنډې جملې له ډیرو لویو مفاهیمو ډکې دي اودا مبارک حدیث له (جوامع الکلم) نه دی یعني له هغو حدیثو څخه دی چې جملې یې کمې او معناوې یې زیاتي وي ، دا راز په دې حدیث مبارک کې د موجوده وخت ډیرو هغو موضوعاتو ته اشاره شوې ده چې نن سبا په مسلمانانو کې شتون لري او مسلمانان یې په تفصیل خبرول خورا مهم او لوی کار ده، په دې حدیث کې څلور ډوله دری ګونې عملونه او کړنې یادې شوې دي :
دری هلا کوونکي،

دری نجات ورکوونکي،
دری ګناهونه تویوونکي،
دری درجې لوړوونکي .
د خدای عزوجل سپیڅلې پیغمبر صلي الله علیه وسلم خپل امت ته د ژوند په هر اړخ او هر پړاو کې خیر اوښه غوښتې دي، او دهغوی له پاره یې هر وخت دعا ګانې کړې دي . په دې حدیث کې څلور دری ګونې عملونه په ډیر اختصار او لنډون سره بیان شوې دي چې هریو یې پوره تفصیل ته اړتیا لري . د حدیثو ډیرو شارحینو په دې حدیث باندې اوږدې لیکنې کړې دي، زه غواړم په دې حدیث اوږد بحث وکړم، او کوم مفاهیم او تفصیلات چې په دې حدیث مبارک کې راغلې دي هغه درسره شریک کړم . الله دي وکړي په دې مبارک حدیث کې راغلي خبرې عملي کړو.
ليكوال: حامد افغان
پاتې لري




https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEiE9IhuyCKUVTlPxSNcY1oo5Prm-5eWaPKwc6LBh1j1iqQyyzRZcu4RpcifjKjEiPUqXJC2B5m-bcWwWia7YSmlmB9OmfbTZvtN-9Pv1Azsx6rbM0pb9SYeSnh43i9HUmqEAmgosRSoXx8/s1600/Allah+(1).jpg

مسلمانانو د الله ج له عذابه ځان وژغوری!
له حضرت علي کرم الله وجهه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل.کله چې زما په اومت کې پنځلس خویونه څرګند شي نو د الله ج عذاب به ورباندې راشي.ترې وپوښتل شول:یا رسول الله ص هغه کوم خویونه دي؟
رسول الله ص وفرمایل:

۱/ چې بیت المال خپل مال وګڼل شي.
۲/ چې امانت غنیمت وګڼل شي.
۳/چې زکات دمال تا وان وګڼل شي.
۴/چې میړه د خپلې ښځې اطاعت وکړي.
۵/ چې اولاد دمور نافرماني وکړي.
۶/ چې له ملګرو سره ښه رویه نه کوي.
۷/ چې په پلار ظلم شورو کړي.
۸/ چې په جوماتونو کې د دنیا یي خبرو شور پورته شي.
۹/ چې دقوم مشر ترټولوو رذیل انسان شي.
۱۰/ چې د یو چا عزت له هغه نه د ویرې په اثر وشي.
۱۱/ چې نشه یي شیان عام رواج شي.
۱۲/ چې نا رینه وریښمینې جامې واغوندي.
۱۳/ چې دساز اوسرود آلات زیات شي.
۱۴/ چې سند غاړي زیات شي.
۱۵/ او چې په خپلو پخوانیو مشرانو پسې بد رد ویل شورو ګړي.

ورونو! تاسې دا هره نښه نن تطبيقولای شي، و ګورئ چې د عامو بيچاره، يتيمانو او مسيکينانو اموال څنګه چور سول، پردي امانتونه څومره غصب شوی، خلکو د ښځو لپاره خپل مور او پلار پرېښول، و ګورئ څومره اولادونو خپل مور او پلار عاق او يواځې يې پرښودل، څومره پلرونو سره بده رويه کيږي او د هغوی احسانونه هيريږي، د تيلفونو له لارې مساجدو ته څومره اوازونه ننوتل، او د مشرانو رذالتونه وګورئ د خپلو دولتونو او ملتونو سرمايې او ارزښتونه يې خرڅ کړه او د پرديو د پښو لاندې يې کړه. نشيې توکي، وريښمين لباسونه ساز، سرود او الات يې څومره عام شوي؟
https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEh3Ugi2vdMuEz7Ja47Kda2_mNf1H7YpHJbwIzBHcQRDZKvcV5Nc_YO8oZy0ZeazJW1RtKIxKdMfX8OrUwR1-cOgWqkMwv72u4V_NsTFAcR8YXqmXswdbGWGTpqAtFRvKOXQZTOwTuktDvxT/s1600/a+Facebook+share+button.png


https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEgoC-a8YJm2_5cDQDBFKTlcG2F7c7jYJ6Zjd57ItAlzEwhc_qMMOzGHmDSGvfgnOSnEFPU0wqAfCR-3f8Nvoyh-FUQRUCmaOkVG1lU3b2oC1oCjo8Lz9nvTwCRVyhyphenhyphen4JYu4AFU2SZTBdE0/s1600/bukhari.jpg
https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEgoC-a8YJm2_5cDQDBFKTlcG2F7c7jYJ6Zjd57ItAlzEwhc_qMMOzGHmDSGvfgnOSnEFPU0wqAfCR-3f8Nvoyh-FUQRUCmaOkVG1lU3b2oC1oCjo8Lz9nvTwCRVyhyphenhyphen4JYu4AFU2SZTBdE0/s1600/bukhari.jpg
د امام بخاري غوسه
عبد الله بن محمد الصیادفي رحمه الله وایې: زه یوه ورځ له امام البخاري رحمه الله سره ناست وم، د هغه له کورنه یوه مینځه راووتله هغه یوڅه تیزه روانه وه، په لاره کې یې تیندک وواهه او امام بخاري ته بله ډیوه یې واړوله. امام یوڅه په غوسه ورته وویل: په داڅنګه تګ کوې لیږ سمه ځه، هغې هم په غوسه ورته وویل چې لاره نه وي نو څه وکړم . امام بخاري رحمه په ډیر ارام هغې ته وویل: ځه ازاده مي یې!.
صیادفي وایې: ما امام ته وویل: هغې تاته سخته خبر وکړه او تا هغه ازاده کړه ؟! امام بخاري رحمه الله ورته وویل: ما دغوسې پر زغملو ځان روږدی کړی . رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: الله جل جلاله وایې ای بنیادمه! که دغوسې پرمهال ما یاد ولري یعني زما حکم ومنې او غوسه وزغمې، نو زه به هم زما دغوسې پر مهال تایادلرم، یعني ستاد هلاکت په وخت به تا له هلاکت نه وژغورم. (تفسیر ابن کثیر) .
غوسه طبعي ده او هر انسان غوسه کیږي، خو نر هغه ده چې غوسه وزغمي، او که څوک غوسه ونه زغمي هغه به یې بدې پایلې ویني، دغوسې زغمل که څه هم سخت دي خو که دې ته وګورو چې د غوسې وخت په ټولیزه توګه ډیر لنډ وي نوله ډیرو بدو پایلو دژغورلو او له الله نه داجر ترلاسه کولو په نیت مومن باید دا سخت غوړپ وکړي، او د غوسې ژر زغملو یوبل اهمیت داده چې د غوسې په حالت کې دانسان دمخ حالت بیخي خراب وي، دمخ رنګ بدل وي، سپوږمې پړسیدلې، په قهرلړلې توګه یوه بل لورته سترګې اړول بیخي دلیوني په څیر وي؛ نو له دې ناخوښه حالت نه د وتلو له پاره باید انسان ژر غوسه وزغمي، پاته شو د غوسې په مهال مبارکي ژبې چلند … هغه خو دغوسې په حالت کې بیخي دیادولو نه وي… دا حالت دهغه چا ده چې یوڅه نارمل انسان وي او دغوسې په مهال ناست وي، او هغه سره لمبه انسان چې دغوسې په حالت کې ولاړشي، نه تم کیږي، خلکو نیولی وي، دواسکټ، کمیس او نور لباس … ګیندې یې هم سپخولې وي … ستمی کوي او… رښتیا هم یو عاقل انسان په ډیرو پیسو هم دڅو ثانیو له پاره داسي حالت نه خوښوي.
د امام بخاري کیسه زموږ له پاره ښایسته درس ده ، هغه وایې ماد غوسې په زغم ځان عادت کړی ده، که غوسه طبیعي ده وي دي انسان ته الله دخپلو طبیعتونو د کنترول وړتیا ورکړې ده، د غوسې دکنترول وړتیا خپلول په اسلام کې د لوی اجر او ثواب کار ده.
حامد افغان

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhx7N-7M05mQPsNpZ6WZMFihhh1Dv4cf-tG02dUysfoL_8ZFfpgA40b2YjR_G0gUpFhrPUCoYy3Aif9q55XUJHMghX6xPZ9aYnj5wAL53SCT7VNVEUBuv5Ze4e2U0ARvkt-V9jeSz-CxRA/s1600/Umar.png
د عمر رضي الله عنه د اسلام منلو اصلي کیسه
د عمر بن الخطاب د اسلام منلو کیسه هغه یادیږي چې د خپلې خور کره ورغی هلته یې قرانکریم واوریدی، خور او اوښی یې ووهل وروسته یې قران ولوست او له قران نه د اغیز په پایله کې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورغی او اسلام یې ومانه، دا کیسه مشهوره ده او د عمر رضي الله عنه په اسلام د مشرف کیدلو په ترڅ کې بیانیږې، خو له دې مخکي یوه بله اصلي کیسه هم شتون لري،
او هغه کیسه راښيې چې دی اصلا د هغې کیسې په مهال له رسول الله صلي الله علیه وسلم نه اغیز من شوی دی او دا اغیز یې د خور په کور کې تر قران اوریدلو پوري غځیدلی ده او اخیر مسلمان شوی دی، راځو اصلي کیسې ته.

عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایې زه د اسلام له منلو مخکي رسول الله صلي الله علیه وسلم ته ورغلم هغه مې ولیدی چې مسجد حرم ته روان و، زه هم په هغه پسي له شا روان شوم هغه چې جومات ته ورسیدی په لمانځه ودریدی او زه یې شاته ودریدلم، ده په لمانځه کې د الحاقه سورت پیل کړ، زه د دې سورت ښایسته الفاظو او فصاحت ته حیران ولاړ وم، او په ذهن کې مي راتیره کړه چې د قریشو خبره سمه ده چې هغوی وایې دی شاعر دی، زما په ذهن کې همدا خبره اوښتله چې دی دسورت حاقه دې ایتونو ته ورسیدی: إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ 40 وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلاً مَا تُؤْمِنُونَ 41 . يعني بې شکه دا د عزتمن رسول ویناده او د شاعر خبره نده که تاسو لیږ ایمان لرئ.
عمر رضي الله عنه وایې د دې ایتونو د اوریدلو په وخت مي ذهن ته سمدستي دا خبره راغله چې که شاعر نه وي نو کاهن خو دی، زه په دې سوچ کې وم چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ورپسې ایت تلاوت کړ: وَلاَ بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ . یعني او نه د کاهن خبره ده که تاسو لیږ پند احیستونکي وی، دی وايې چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ټول سورت ختم کړ او دا لومړی ځل و چې زما په زړه کې اسلام ځای ونیو او د اسلام په رښتینولي مي باور پیدا شو، او دا خبره د ده د اسلام منلو اصلي سبب بلی شو. تفسیر ابن کثیر : 425/5.
لیکوال: حامد افغان

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEgGf55GyaZbfIOUsg10Xx1fP2PCM5BcB8Cl0RABI1WIr7vp-Za6Rvjk3y2l0DqRtRbJit_U1V7Ob-CYvOv9QuXPsraQjoQMx_6z3RfcHnuAyVedawJIiiTbtIutenqziFYtwye5jFriQXk/s1600/Emani-Zhwand-1-620x330.jpg
د ایماني ژوند ځلانده بېلګې
اســــــلام تـه بـــلنــه
به څنګه داسلام له بلنې سره تر هرڅه زياته مينه لرله؟ څنګه به ديته ليوال وو چې ټول خلک په سمه لار روان او د خداى پاک درحمت ترسيوري لاندې راشي او په دې لاره کې يې هڅې څه ډول وې چې بندګان له خپل خداى سره يوځاى کړي؟@ او صحابه ووrپيغمبر
دا اوډېرنور په دې باب کې لوستلاى شو .

۱- له بـلنـې سـره مـيـنـه
يوازنۍ هيله :rدټولو خلکو مسلمانېدل دپيغمبر
به دې ته ډېر ليوال و چې ټول خلک ايمان راوړي او په سمه لار يې لاسنيوى وکړي؛ نو خداى پاک خبر ورکړ چې يوازې هغه خلک به د ايمان نيکمرغي تر لاسه کوي چې په اذل کې يې ايمان په برخه وي  او يواځې هغه به بې لارې کيږي چې په اذل کې بدبختي ورته ليکل شوې وي بيا يې ورته وفرمايل:r د (فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ) (نو بيا څوک بد مرغه وي څوک نيکمرغه) او ځينې نورو اياتونو په اړه وايي: پيغمبرtابن عباس
لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ أَلاَّ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ . إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّن السَّمَاء آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ   (الشعراء ٣-٤)
ژباړه: ښايي ته (په دې ) خپل ځان تباه کونکى يې چې هغوى نه مؤمنان کيږي .که موږ وغواړو له اسمانه به يوه داسې نښانه ورباندې را کوزه کړو چې د هغوى ورميږونه به (حتماً) ورښکته شي( )
وفرمايل: دوى دې دا کلمه ووايي : لا اله الا الله.r وويل: کاکا ! زه له دې خلکو څخه يواځې يوه خبره غواړم، که دوى زما دا يوه خبره ومني ټول عرب به ددوى پيروان شي او عجم (کافران) به ماليه (جزيه) ورکوي، هغوى چې دا خبره واوريده ټول څک شول، يوه خبره؟! يوه نه! لس خبرې دې هم منو ته يې يواځې راپه ګوته کړه! ابوطالب هم وويل: کومه خبره ده؟ ورته ويې وايه! پيغمبرr چې را ننوت د کاکا تر څنګ يې ځاى ونه موند؛ نو له دروازې سره کښيناست، ابو طالب ورته وويل: اى زما وراره! دا خلک ولې له تانه سر ټکوي؟ وايي ته د دوى خدايانو ته بد وايې او داسې داسې خبرې کوې! په دې خبره ټول لګيا شول او شور يې جوړ کړ، پيغمبرr د ابو طالب څنګ ته کښيني ښايي دابوطالب په زړه کې نرمي ورته راشي؛ نو ور ټوپ يې کړل هلته کښېناست، هغهr راغى، دلته په کوټه کې د ابوطالب ترڅنګ د يو کس د ناستې ځاى و لعين ابوجهل فکر وکړ چې که پيغمبرr وايي: ابو طالب چې ناروغ شو دابوجهل په ګډون دقريشوټول مشران راغلل او ورته ويې ويل: اى ابو طالب! ستا وراره زمونږ خدايانو ته بد-رد وايي او داسې داسې کوي؛ نو که ته يې را وغواړې او له دې کاره يې منع کړې! ابو طالب سړى وليږه او پيغمبرtابن عباس
وايي: ددوى په ځواب کې خداى پاک دا اياتونه را نازل کړل:tپه دې خبره ټول پريشانه شول جامې يې څنډ وهلې او پاڅيدل ويل: ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، ابن عباس
وَعَجِبُوا أَن جَاءهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ. أَجَعَلَ الآلِهَةَ إِلَهًا وَاحِدًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ . وَانطَلَقَ الْمَلأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ. مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي الْمِلَّةِ الآخِرَةِ إِنْ هَذَا إِلاَّ اخْتِلاَقٌ . أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي بَلْ لَمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ  [ص ٤-٨] ژباړه: او دوى په دې حيران دي چې څنګه د دوى (له قوم) نه ويرونکى ورته راغى؟ او کافرانو وويل چې دا خويو ډير دروغجن کوډ ګر دى، ايا له ټولو خدايانو يې يو خداى جوړ کړى؟ دا خو يقيني ډير عجيبه شى دى، او سرداران يې په دې خبره ولاړل چې ځئ په خپلو خدايانو (ټينګ) صبر وکړئ، يقيناً دا يو شى دى چې (څه غرض  پکې) غوښتل کيږي، ايا زمونږ له منځه ايله په ده باندې دغه ذکر (قراٰن) را نازل شو؟ بلکې دوى زما له ذکر (وحى) نه په شک کې دي، خو په اصل کې دوى لا زما عذاب نه دى څکلى ( ).

آبوطالب ته بلنه :
ورته وفرمايل: ټول وواياست چې له الله نه پرته بل خداى نشته او له هغه پرته موچې کوم خدايان نيولي دي، ټول پريږدئ!r ورته وفرمايل : سمه ده! دوى دې زما يواځې يوه خبره ومني نو د ټولو عربو واکمنان به شي او ټول عجم به يې پيروان شي! ابوجهل وويل: سمه ده!يوه نه، لس خبرې به دې هم ومنو، پيغمبرr يې را وغوښت او ورته ويې ويل: اى وراره! داستا دقوم ملکان راغلي  غواړي تاسره په خولا شي او له ځينو خبرو ته تير شې، له ځينو به دوى تير شي، پيغمبرr وايي: د قريشو لوى-لوى ملکان، عتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اميه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور ډير، ابو طالب ته راغلل  ورته ويې ويل: اى ابو طالب! پوهيږې چې ته په مونږ کې کوم ځاى لرې؟ او کومه ناروغي چې تاته در پيښه ده هغه هم وينې، مونږ په تا ډاريږو ، ته خبر يې چې ستا له وراره سره زمونږ څه حال دى؟ ته هغه را وغواړه او ترمنځ مو سوله وکړه، له ځينو خبرو به مونږ تير شو او له ځينو دې دى تير شي، هغه دې زمونږ له دين سره کار نه لري او مونږ به د ده له دين سره کار نه لرو، ابو طالب سړى واستاوه پيغمبرtابن عباس
) ته غواړې چې مونږ له ډيرو خدايانو نه يو خداى جوړکړو؟ دا خو ډيره عجيبه خبره ده!rپه دې خبره ټولو لاسونه ومروړل او ويې ويل: اى محمده!(
بيا يې يو بل ته وکتل او ويې ويل: په خداى چې دا سړى ستاسو هيڅ غوښتنه نه مني، ځئ ترڅو مو چې خداى ترمنځ پريکړه كوي دخپل پلار- نيکه دين کلک کړئ او ټول ووتل.
په زړه کې هيله پيدا شوه نو ورته ويې ويل: کاکا جانه! نو ته خو دا کلمه ووايه چې بيا دې د قيامت په ورځ زه شفاعت وکړم! ابو طالب ورته وويل: کاکا دې جارشي! که زه  له دې خبرې څخه نه ويريدلاى چې زما له مرګه وروسته به قريش تا او ستا کورنۍ ته بد وايي او وايي به چې ابو طالب د مرګ له ډاره مسلمان شو؛ نو هرو مرو به مېr ته وويل: قسم دى تا خو له دوى نه هيڅ کومه بده غوښتنه ونه کړه، په دې خبره د پيغمبرr وايي: هغوى چې ووتل ابوطالب پيغمبر tابن عباس ستا د خوښۍ له پاره ويلې وه ( ).
ته شاهدي ووايم، هغه ورته وويل: که د قريشو دا پيغور نه واى چې: د مرګ له ډاره مسلمان شو، نو ما به دې هرو مرو سترګې يخې کړي وې او دا کار به مې يواځې ستا د خوښۍ له پاره کړى و، خداى پاک دا ايات را نازل کړ: إِنَّكَ لاَ تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاء وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ [القصص ٥٦] ژباړه: ته هغه چا ته هدايت نشې کولاى چې ستا خوښ وي خو چاته چې الله وغواړي هدايت ورته کوي او هماغه په لار موندونکو ښه عالم دى( ).Y د اسلام بلنه ورکړه او ورته ويې ويل: کاکا! لا اله الا الله ووايه چې زه دې د قيامت په ورځ خداىr وايي: د ابو طالب چې ځنکدن و پيغمبرtابوهريره

د بلنې له پريښوولو انکار :
اسمان ته وکتل او ويې وفرمايل: څنګه چې تاسو د دې وس نه لرئ چې له لمرڅخه د اور يوبڅرکى راوړئ همداسې زه نشم کولاى چې د کوم کار له پاره را ليږل شوى يم، هغه پريږدم ( ).r  ته وويل: اى زماوراره! ته پوهيږې چې زه هر وخت ستا ناز وړم؛ خو نن ستا د قوم خلک په جرګه راغلي او وايي چې ته کعبې ته ورځې او دوى ته په مجلسونو کې داسې خبرې کوې چې په دوى ښه نه لګيږي او پرې خپه کيږي؛ نو که له دې خبرو لاس واخلې!! پيغمبرr په هکله ګيله وکړه، ابوطالب پيغمبرr وايي: ځينې قريشو ابوطالب ته  دپيغمبرtعقيل بن ابي طالب
) سره به خبره خلاصه کړې چې دى څه غواړي؟r وايي: يوه ورځ قريش را جمع شول او په دې هکله يې مشوره وکړه ويل يو داسې سړى وګورئ چې ترهرچاکلک کوډګر، ستور پوه او شاعر وي، چې ورشي او هغه چا سره پاکه خبره وکړي چې زمونږ ترمنځ يې پريکون راوستی، مونږ يې په ډلو ويشلي يو او زمونږ په دين کې عيبونه لټوي، ټولو خلکو وويل چې ددې کار له پاره له عتبه بن ربيعه پرته بل مناسب سړى نشته، عتبه ته يې دنده ورکړه چې ته به ورشې او محمد(tجابر بن عبدالله

ګواښنه:rقريشوته  دپيغمبر
ورته وفرمايل: مونږ جنګ ته نه؛ بلکې عمرې ته راغلي يو او جنګونو خو قريش ډير ستړي کړي او ډير تاوانونه يې ور اړولي دي که دوى غواړي زه ورسره ترڅه وخته پورې سولې ته تيار يم، دوى به په دې موده کې زما او نورو خلکو تر منځ لاس وهنه نه کوي، زه به له دوى پرته نور خلک خپل دين ته را بولم؛ نو که په خپله بلنه کې بريالى شوم بيا د قريشو خوښه ده چې -د نورو خلکو غوندې- زما دين مني او که څنګه، او که زه بريالى نه شوم بيا به نو دوى هم ارام ژوند کوي؛ خو دا واورئ ! که بيا په دوى کې هرڅوک زما له دين نه انکار وکړي؛ نو په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما ژوند يې په لاس کې دى! زه به ترهغو ورسره جنګيږم چې سر مې له تنه جلاشي او د خداى پاک دين به هرو مرو تلپاته دين وي ( )r ته يې وويل: زه کعب بن لوى او عامر بن لوى را ليږلى يم ترڅو تاسو په دې خبرکړم چې هغوى د حديبيه د چينو په خواو شا کې پراته دي او د جنګ له پاره يې هر ډول تيارى کړى دى او تاسو نه پريږدي چې بيت الله ته داخل شئ، پيغمبر r سره يې دتهامه سيمې د نورو قبيلو په نسبت ډيره خواخوږي لرله- يومشر “بُدَيل بن ورقاء” له څو كسانو سره راغى  پيغمبر r له ګڼ شمير صحابه وو سره په حديبيه کې پړاو وکړ چې مشرکانو سره خبرې وکړي، د بنو خزاعه قبيلې -چې له پيغمبر r له مدينې نه مکې ته د عمرې په موخه راراوان و؛ خو چې “حديبيه” سيمې ته را ورسيد مشرکانو يې مخه ډب کړه او پرې يې نه ښود چې مکې ته داخل شي، پيغمبر r وايي: پيغمبرEمسور بن مخرمه او مروان
ته دبلنې لارښوونه :tپه خيبر غزاکې حضرت علي
ورته وفرمايل: ښه ډاډمن ورځه او چې ور ميدان ته شوې لومړى د اسلام بلنه ورکړه او د خداى پاک حقوق ورته وړاندې کړه؛ نو که خداى پاک ستا په لاس يو تن هم په سمه لار روان کړ په خداى قسم چې دا ستا له پاره تر سرو اوښانو هم غور دى ( ).r پوښتنه وکړه! يارسول الله! ايا زه له دې خلکو سره په دې موخه وجنګيږم چې دوى هم زمونږ په ډول شي؟ پيغمبر t د سترګو درد داسې ورک شو تا به ويل له سره نا روغ نه و بيا يې جنډه په لاس ورکړه، حضرت عليt يې سترګې ور دم کړې او د روغتيا دعا يې ورته وکړه؛ نو د حضرت عليr يې راوست پيغمبر t وفرمايل: تاسو يې تر ماپورې راولئ! يو صحابي ورغى حضرت عليr پوښتنه وکړه چې علي بن ابي طالب چيرته دى؟ صحابه وو ورته وويل: هغه ناروغه دى سترګې يې خوږيږي، پيغمبر r ته راغونډ شول او هر يوه يې هيله لرله چې د مسلمانانو جنډه ورکړل شي؛ خو پيغمبرr اعلان وکړ چې سبا به دا جنډه داسې چاته ورکوم چې په خداى او رسول مين وي او د خداى او رسول هم ورسره مينه وي او د همدغه کس په لاس به خداى پاک خيبر فتح کوي، شپه چې تيره شوه سهار ټول صحابه پيغمبرr وايي: د خيبر غزا نه يوه ورځ وړاندې پيغمبرtسهل بن سعد
حکم بن کيسان ته داسلام راوړلو له پاره موکه ورکول :
له نوموړي نه ډير خوښ و ( ).r په لاره کې يې جهاد پيل کړ تر دې چې د “بئرمعونه” په غزا کې شهيد شو او جنت ته ولاړ، پيغمبرY تر ماښه پرې پوهيږي؟ خو بيا مې فکر وکړ چې خيرده دا خبره خو مې د خداى او رسول له پاره کړې وه، دى وايي: حکم يو ډير کلک مسلمان شو او د خداى r وايي: ما چې حکم مسلمان وليد پخواني او اوسني فکرونه را په زړه شول؛ نو ځان سره مې وويل: زه ولې دهغه کار په اړه خبره وکړم چې پيغمبرt خبرو ته غوږ ونه نيو او خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ تردې چې حکم مسلمان شو، په يو روايت کې حضرت عمر t د حضرت عمرr وويل: يارسول الله! په کومه هيله  تاسو ده ته دومره ډيرې خبرې کوئ؟ چې نه مسلمانيږي ماته اجازه راکړئ چې سر يې ووهم او جهنم ته يې واستوم، خو پيغمبرt له ځان سره کښيناوه او تر ډيره وخته يې دمسلمانيدا په اړه خبرې ورته کولې، حضرت عمرr ته را وست هغه r ته به يې ورولو هغوى چې بيا هرڅه پرېکړه کوله، حکم مې پيغمبرr وايي: په يوه غزا کې ما حکم بن کيسان کلابند کړ او ژوندى مې ونيو، زمونږ قوماندان غوښتل چې نوموړى ووژني؛ خو ما ورته وويل: پيغمبرtمقداد بن عمرو
وحشي بن حرب داسلام راوړلو کيسه :
د حضرت حمزه قاتل (وحشي بن حرب) ته پيغام واستاوه او د اسلام بلنه يې ورکړه، وحشي په ځواب کې وويل: تاسو واياست چې قاتل، مشرک او زناکار به دوزخ ته ځي او د قيامت په ورځ به په سخت عذاب کې وي او ما دغه ټولې ګناوې کړي دي؛ نو څنګه زه کولاى شم چې مسلمان شم؟ ايا بيا به زما ګناوې وبخښل شي؟ خداى پاک دا ايت را نازل کړ :r وايي: پيغمبرtابن عباس
إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا   رَّحِيمًا [الفرقان ۷۰] ژباړه:پرته له هغه چې توبه وباسي ، ايمان راوړي اوعمل وکړي،نېک عمل ؛نوداخلک چې دي الله به يې بدۍ په نېکيوبدلې کړي اوالله بخښونکى مهربان دى .
وحشي چې دا ايات واوريد ويې ويل: په دې كې خو د توبې، ايمان او نيکۍ شرطونه دي او دا شرطونه ګران دي ښايي زه يې پوره نشم کړاى؛ نو خداى پاک دا ايت نازل کړ:
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا   عَظِيمًا [النساء ٤٨] ژباړه:يقيناً الله شرک نه بخښي اوله دې پرته (نورګناهونه) چاته چې وغواړي بخښي يې اوڅوک چې الله سره شرک کوي نوبې شکه چې هغه لوى دروغ پورې کړل .
وحشي وويل: په دې کې خو بخښنه د خداى پاک په خوښې پورې تړلې ده او دا معلومه نه ده چې خداى پاک به ما وبخښي او که نه، ايا له دې پرته نور ځاى نشته؟ خداى پاک دا ايت نازل کړ:
قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ   [الزمر ٥٣] ژباړه:ورته وايه! اې زماهغوبندګانوچې پرخپلوځانويې ظلم کړى دالله له رحمته مه ناهيلي کيږئ ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بې شکه هماغه ډېربخښونکى مهربان دى .
وفرمايل:  هو!  دا  ايات د ټولو مسلمانانو  له پاره دى ( )r ته يې عرض وکړ:  يارسول الله! مونږ هم پخوا د وحشي په ډول ګناوې کړي دي نو ايا دا ايت زمونږ له پاره هم دى؟ پيغمبر rوحشي چې دا واوريدل ويل همدا سهي ده او مسلمان شو، ځيني صحابه چې له دې پيښې خبر شول پيغمبر
ژړا :B اوښتي رنګ ته په کتلو دفاطمېrدپيغمبر
ورته وفرمايل: فاطمې! مه ژاړه! ستا پلار ته خداى پاک داسې دين ورکړى چې دځمکې پر مخ هر پوخ او خام کور او د وړيو هرې خيمې ته به رسيږي، که څوک اسلام ته راشي د عزت ژوند به بيامومي او که څوک يې ونه مني هغه به ذليل وي او دا دين به د ځمکې ترهغې برخې پورې خپريږي تر کوم ځايه چې شپه خپريږي ( ).r ورته  کړل: لورې! ولې ژاړې؟ هغې وويل: ګرانه پلاره! ستا شکيدلى رنګ او زړې جامې مې ژړوي، پيغمبرr مخ او سترګې يې ښکل کړل او په ژړا شوه، پيغمبرr کورته ورغى هغه يې په دروازه کې هرکلي ته ولاړ وه د پيغمبرB کورته ورغى پوښتنه به يې پرې وکړه او بيا به خپلو بيبيانو ته ورغى، يو ځل له يوې غزا نه را ستون شو او له خپل عادت سره سم لومړى جومات ته ولاړ دوه رکعته لمونځ يې وکړ بيا چې دحضرت فاطمېB عادت و چې له سفر نه به را ستون شو لومړى به جومات ته ولاړ دوه رکعته لمونځ به يې وکړ بيا به د حضرت فاطمې r وايي: د پيغمبرtابوثعلبه خشني



https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEguBVXJ6NQt031cVI04_-jXinbDWOgtyr66xlRT9qszOyHCLOxszpaNm5Lsxwp00uhROYKvwmQGyMGWUMvP-EMdNgnDHv7_05KdinBjAMa_jIWAhCFhOFqlw1RE7N1Hd6V6sNbWu0HO3_Q/s1600/zalim.jpg
د ظالم مرسته مکوئ
قران کریم وایې : {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون} (هود:113). تاسو ظالمانو ته د زړه میلان مه کوﺉ کنه اور ته به ولویږﺉ ، او تاسو به له الله پرته نور دوستان نه لرﺉ ، اوبیا به څوک مرسته نه درسره کوي .
د دې ایت په اړه د تفسیر له کتابونو څو خبرې را خلاصه کوم او په لاندې ډول یې له درنو لوستوالو سره شریکوم :
لومړۍ خبره : په ایت کې د ( الرکون) توری راغلی ده او (الرکون) یوه شي ته میلان , په یوه شي رضا کیدلو او دیوه شي خوښولو ته وایې . دلته له (رکون )نه مراد څه شی ده ، له عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه دوه روایتونه راغلې دي : یودا چې دلته مشرکینو ته له میلان نه منعه راغلې ده او دویم دا چې له ظالمانو سره مداهنه او د هغوی په کړنو رضا کیدل او دهغوی ملګرتیا حرامه ګرځول شوې ده . آن تردې جې د هغوی په کړنو او ظلمونو رد نه کول هم په (رکون) کې داخلیدلی شي .

امام احمد بن حنبل ته یو کس راغی او ورته ویې ویل : زه ظالمانو واکمنو ته جامې ګنډم ، د دې ایت تر وعید لاندې به راځم او که نه ؟ امام احمد ورته وویل : ته د ځان خبره مه کوه تاته چې د جامو ګنډلو له پاره څوک تار او نور لوازم برابروي هغوی هم د دې ایت له وعید لاندې راځي .
له ابو العالیه نه یو روایت راغلی دی هغه وایې : {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا}، یعني د دوی کارونه مه خوښوي . داراز نور روایات هم شته او د ټولو مطلب سره نږدې ده او غورچاڼ یې داده چې د ظالمانو او کافرانو کارونه مه خوښوي ، او مه یې منئ .
په ایت کې له ظالم سره د هرډول اړیکو منعه راغلې ده د ظالم ملګرتیا له هغه سره مرسته خو پریږده ځکه ( الرکون) د ظالم په کړنو رضا ، دزړه میلان او دهغو خوښول دي . زموږ ځیني خلک د وخت د واکمنو پلوې په داسې تعبیر سره کوي چې هغه به ظالم و داسې به او … خو دایوکار یې ښه و . یعني د هغه په ډیرو ظلمونو سترګې پټوي او د یو څو نسبة ښو کارونو له پاره یې ملاتړ کوي. د قران پریکړه خو داده جې یوڅوک یو انسان بې ګناه ووژنې ظالم شو, په یوه بې ګناه انسان تیری وکړي ظالم شو او ظالم ته د زړه میلان مه کوﺉ . زموږ په هیوا د کې ډیر قاتلان او ډیر ظالمان شته چې خلک یې د ځینې مصلحتونو او ګټو په نیت ترشا ولاړ وي ، داراز په مړو واکمنو کې داسې قاتلان تیرشوې دي چې په زرهاو بې ګناه مسلمانان یې وژلې دي خو اوس یې هم ډیر خلک د سیاست پلوي کوي او آن د ملې اتل القاب ورکوي . دا بلکل د ظالم ملګرتیا او جهنم ته د اخلوونکي ګناه ده .
دویمه : د {الذين ظلموا} په جمله کې د مفسرینو دوه مشهور قوله راغلې دي : یو دا چې له ظالمانو نه مراد مشرکین دي ، او دویم قول داده چې له ظالمانو نه مراد ظالمان او مشرکان ټول دي ظالم که مومن او مسلمان وي هم په کې داخل دی ، امام القرطبي وایې دا وروستی قول غوره او عام ده ، امام الشوکاني هم دا قول غوره بللی ده او وایې چې ایت عام ده او د خصوص لامل یې نشته نو باید په عموم پرېښودل شي .
دا فکر دي څوک نه کوې چې له (ظلموا) نه یواځي ظالم واکمن مراد دي ، په ظالمانو کې هرډول ظالم شمار ده که هغه په لوړه سطحه ظالم وي او که کم ظالم وي ، که په دولتي سطحه وي او که په ټولنیز ژوند کې وي ځکه موږ وویل له ظلم نه عام ظلم مراد ده . که یو څوک خپلې لور ته د هغې د ولور حق ورن کړي یا کوم ورور د خپلې خور ولور وخوري، دا دواړه ظالمان او غاصبین دي او د پره دي حق تلف کوونکي دي، داراز که یو زوی له خپل مور او پلار سره ښه چلند نه کوي د هغو احترام نه لري او نه یې حق ادا کوي دا هم ظالم دی او د لور ایت له حکم لاندي راځي.
دریمه : په ایت شریف کې ظالم ته د میلان کوونکي دوه پایلې بیان شوې دي یو ه یې دنیوي ده او هغه د الله له لورې د مرستې بندیدل او بل اورته لویدل دي ، اودا دوه پايلې داسې بیان شوې دي : {فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون}، خدای جل جلاله وایې : که تاسو ظالمان ىوستان نیولې وو ، دهغوی کړنې مو خوښې وې ، په مرسته کې یې بوخت وی ، په ظلم کې مو په خوله اولاس دهغو مرسته کوله نو په اخرت کې به مو د جهنم اور ونیسي ، او په دنیا کې به مو مرستندوی څوک نه وي ، همدا ظالمان به درباندې مسلط وي ، او نن دا ستونزه روانه ده ، په مسلمانانو ډارن ظالمان مسلط دي ځکه دا ظالمان دوی رامنځته کړې دي او د همدې خپلو ظالمانو له لاسه د دنیا دسترو ظالمانو له قهر او غوسې لاندې هم راغلې دي .
ځلرمه : ابن عاشور وایې : دا ایت د حقیقي او ګوماني فساد دذریعو د مخنیوي په لاره کې یو لو ی اصل دی سد الذرائع یاد ذریعومخنیوی شرعي معتبر دلیل دی چې ډیر احکام پرې ولاړ دي ، هر کار چې د شرعي فریضي د درولو او معطل کولو لامل ګرځي هغه ته نږدې کیدل ناروا دي ، هر کار چې د شرعي حلال شي حرمت راولې د هغه کول منعه دي او دهر حرام شي حلالوونکی عمل ته نږدې کیدل ناروادي .
په اخر کې د دې ایت په اړه د امام حسن البصري رحمه الله وینا را اخلو هغه وایې : جعل الله الدين بين الاَئين: {ولا تطغوا}، {ولا تركنوا}. یعني الله جل جلاله دین د دوو لاو(لا لا) په منځ کې ایښی ده جې هغه تاسو سرکشي مه کوﺉ ، تاسو ظالمانو ته میلان مه کوﺉ دي .

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEj5UY0fJBgddQKKDat9AZaKlVr6IUivhXH25HPCW9fcAQSx_eiT3QqMngyS-AM_Knw8tbmtVm8ZAkKh46tlujj-ratRYaY4o4fUV-piIq0q8SIzxlilPWNTj-Ktj2jtS8arr8bKOmlHo28/s1600/bndi.jpg

بندي به په زندان کې قبله څنګه پیدا کوي؟
په زندان کې د بندی د قبلې په اړه پوښتنې دا راولاړېږی، چې هغه بندی چې په زندان کې د قبلې لوری نه پېژنی، نو په کوم لور لمونځ وکړی؟ که چېرې یې له قبلې پرته بل لوری ته لمونځ کړی وی، وروسته په دې پوه شی، چې بل لوری ته یې لمونځ کړی و، نو ایا لمونځ بیا وکړی؟د لمانځه لپاره د قبلې لوری پېژندل له بنسټیزو واجباتو څخه دی، چې واجبوالی یې په قران، سنت او اجماع سره ثابت شوی.څښتن تعالی(ج) فرمایلی:
{ قد نری تقلب وجهک فی السماء فلنولینک قبلة ترضاها فول وجهک شطرالمسجدالحرام و حیث ما کنتم فولوا وجوهکم شطره وإن الذین أوتوا الكتاب لیعلمون أنه الحق من ربهم وما الله بغافل عما یعلمون} 1.
(په تحقیق سره وینو مونږ (بیا، بیا) ګرځول د مخ ستا په (طرف د) اسمان نو مونږ به وګرځوو هرو مرو (خامخا) تا (هغې) قبلې ته چې ته یې خوښوې، نو وګرځوه مخ خپل په لوری د مسجدالحرام (کعبې ته په لمانځه کې) او په هر ځای کې چې اوسئ نو وګرځوئ (تاسې) مخونه خپل (په لمانځه کې) په لوری د هغې (کعبې) او بېشکه هغه کسان چې دوی ته ورکړل شوی دی کتاب خامخا پوهېږی دوی، چې بېشکه دا (استقبال الکعبه) حق دی له لوری د رب د دوی او نه دی الله غافل له هغو کارو ځنې چې کوی یې دوی).
قبلې ته په ټولو لمونځونو کې د پیغمبر (ص) او د ملګرو یې مخ کول په قولی او عملی متواترو سنتو سره ثابته شوې. په هره دوره كې د امت د اجماع همدا کړنه هم په دې دلالت کوی.له همدې امله که مسلمان هرکله د لمونځ کول وغواړی، نو باید د قبلې پلټنه وکړی. که ورته څرګنده شوه، نو په هغې لوری دې لمونځ وکړی او که ورته څرګنده نشوه، نو که یې څوک هلته ولید، له هغه دې د قبلې د لوری پوښتنه وکړی. یا دې د قبله نما له الې څخه چې په اوس وخت کې معمول ده، ګټه واخلی، ترڅو پرې د قبلې لوری پیدا کړی. که دا هم نه وه، نو بیا دې خپله لمونځ کوونکی په خپل اجتهاد پلټنه وکړی او د قبلې د لوری د پیدا کولو لپاره دې لټون وکړی. د بېلګې په ډول په ځانګړو نښو او علامو لکه د ورځې د لمر له موقعیت څخه یا په شپه كې د سپوږمۍ او ستورو له ځانګړتیاو (لکه د سبا ستوری یا قطبی ستوری) څخه دې د قبلې د لوری لټون وکړی. که بیا هم لمونځ کوونکی کومه نښه یا داسې دلیل چې له ده سره د قبلې د لوری په پیدا کولو کې مرسته وكړی پیدا نکړ، تر دې چې یقین یې هم په کوم لوری نه و، نو په هر لوری یې چې غوښتل لمونځ دې وکړی.په دې اړه دا ایت نازل شوی:
{ ولله المشرق والمغرب فأینما تولوا فثم وجه الله إن الله واسع علیم} 2
(او خاص الله لره دی مشرق او مغرب نو هر لوری ته چې مخ وګرځوئ (په لمانځه کې) نو همدغه لوری د طاعت د الله دی بېشکه چې الله پراخ دی (رحمت دده) ښه عالم دی).
له دیني معلوماتو څخه ده، چې د واجباتو له ډلې شرطونه او ارکان هغه وخت د واجبوالی د حکم پرځای كول غواړی، چې لمونځ کوونکی د هغو د پرځای راوړلو وس ولری، خو که کله بې وسی یو له دوی یا ټول ساقطوی، نو الله(ج) فرمایلی:
{ فاتقوا الله ما استطعتم واسمعوا وأطیعوا وأنفقوا خیرا لانفسكم ومن یوق شح نفسه فأولئک هم المفلحون} 3
(نو ووېریږئ تاسې له الله څومره چې توانېږئ تاسې واورئ (خبرې د الله په سماع د قبول سره) او اطاعت کوئ (د احکام الله) او نفقه کوئ لګوئ ښه شیان لپاره (د نفعې) د ځانونو خپلو او هغه چې وساتلی شو له حرص بخیلۍ د نفس خپل څخه، نو دا کسان همدوی دی بریالیان (کامیاب) په مراد رسېدلی (له عذابه په دواړو دارینو کې).
د څښتن (ج) استازي (ص) ویلی:
(إذا أمرتکم بأمر فأتوا منه ما استطعتم) 4
(کله مې چې تاسو ته په یو څه امر وکړ، تر هغې چې مو توان وی، هغه ترسره کړئ).
کله چې وروسته له لمونځ کولو لمونځ کوونکی د قبلې لوری وپېژاند، بیا کول یې پرې واجب نه دی، ځکه خپل مکلفیت یې په ځای کړی او لمونځ یې سم دی. د بیا کولو لپاره بله هیڅ توجه نشته. (څښتن (ج) ښه پوهېږی).

https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhaX6uZ1agVTsfH0XGI6E9vmuR05-0UvN6rkZ889EgS8wwfyV4lp6emvBRH9ToGX5kuzYMzvUqFkbqm28Tki2P7-H-Q7cD6qtkZ1gtW4uEVnH440wuJlsxVTVFj8uCWj4I2MR8QCdbu8zc/s1600/esit.jpeg
عيسويت وپيژنئ
د عيسائيت تاريخ
عيسايت چې په کوم شکل کې نن مشهور ( معروف) دی، د هغه ابتداء څه وه؟ د دغې پوښتنې تفصيلي ځواب په ډيره تاريکی کې دی، اما کوم مواد چې له مونږه سره شته دي، د هغوی په رڼا کې دومره خبر معلومه شوې چې آسمان ته دحضرت عيسی u له پورته کيدو وروسته د هغه حواريينو د مخالفتونو له طوفان سره مقابله کوله او پوره د عيسوي دين په تبليغ کې مصروف ول او د همدغو ستونزو او خنډونو با وجود هغوی يو شمير ځانګړې کاميابۍ تر لاسه کړی، اما په دغه دوران کې يوه واقعه مخته راغله کومې چې حالات په بله واړول، واقعه دا وه چې يوه مشهور يهودي عالم ساؤل کوم چې تر دا مهاله د عيسوي دين په پيروانو سخت شديد ظلم او ستم کړی ؤ يو دم يې په عيسوي دين باندې ايمان راوړ، هغه داسې دعوه وکړه چې د دمشق په لار کې ماته  يو نور ښکاره شو او له آسمان څخه مې د حضرت مسيح u آواز واوريد، زه له دغې واقعې متاثره شوم او زړه مې په دغه دين مطمئن شو.
ساؤل چې کله د حواريونو مينځ ته ورغی او د خپل دغه انقلاب اعلان يې وکړ نو اکثر حواريين يې د تصديق لپاره تيار نشول، ليکن له ټولو اول برناباس حواري د هغه تصديق وکړ، د ده له تصديق څخه ټول مطمئن شول او ټولو حواريينو هغه په خپله ورور ولۍ کې شامل کړ، ساؤل خپل نوم بدل کړ او د پولس نوم يې کيښود، له دغې واقعې وروسته پولس له حواريينو سره د عيسوي دين په تبليغ کې مشغول شو، تر دې چې د ده په کوشش سره هغه خلک هم په عيسوي دين کې داخل شول کوم چې يهوديان نه ؤ، د همدغو خدمتونو له امله د عيسوي دين په پيروانو کې د پولس اثر او رسوخ پورته شو، تر دې چې ده کرار کرار په هغو خلکو کې د مسيح د خدايي، د کفاره او د حلول فی الجسم عقيدو تبليغ په آزادانه توګه شروع کړ ([1] ).
تبصره
د ( روز اليوسف) په ورځپاڼه كې هغه څيړنه خپره شوېده کومه چې د ازهر پوهنتون د تربيت د ځانګې استاد ډاكټر سيد مرعي له خوا تر سره شوې، دې څيړنې دا ښوولې ده چې له لسو زرو څخه زيات انټرنيټي سايټونه د اسلام او مسلمانانو په ضد د تبليغاتو په کولو بوخت دي، د د دغو سايټونو كلنۍ پانګه له يوه ميليارد ډالرو نه زياته ارزول شويده، دا پداسې حال كې ده چې د راپورونو له مخې د اسلامي اټرنيټي سايټونو لپاره چې شمير يې له ۲۰۰ څخه پورته ندی يوازې يو ميليون ډالر پانګه ورته ځانګړې شوې ده، په څيړنه کې دا هم ويل شوي دي چې د اسلام ضد انټرنيټي سايټونو د كار پيل له ۱۹۸۰ كال ته ورګرځي چې د صهيونيستي سازمانونو لومړنۍ ادارې وې چې له اسلام سره د مبارزې په لار كې د انټرنټ په ارزښت پوه شول او پدې لاره كې يې كار پيل كړ، د ځينو دغو سايټونو اصلي تګلاره د پيغمبر r په شان كې بې حرمتي او په قرآن كريم باندې تيرى کول دي او ځينې نور يې بيا قرآني آيتونو ته ورته جملې او عباراتونه خپروي چې له ډيرو تحريفونو څخه ډك دي، ځينې سايټونه مشهور قرآني عبارات او كلمات په عربي خط د خنزير، سپي او د يو شمير نورو حيواناتو په شکل ليکي، د دې تر څنګ ځينې غير اخلاقي سايټونه د ناوړه انځورونو تر څنګ د قرآن كريم آيتونه ليكي او بالاخره ځينې نور بيا مسلمانان په تروريستي كړنو، وينې تويولو او په نژاد پرستۍ تورنوي، دغه ټول ويب سايټونه د اسلام په وړاندې د جګړې د نويو لارو چارو لويه برخه ده چې غواړي د غير مسلمانانو په مينځ كې د اسلام ناوړه او غلط انځور خپور كړي تر څو اسلامي علومو ته د غير مسلمانانو د لاس رسي په لار كې خنډ شي، ډاکټر سيد مرعي د خپلی څيړنې په پاى كې غوښتنه کوي چې له دغه اسلوب څخه د دښمنانو د بې كچې ګټې اخيستلو په مقابل كې بايد له انټرنت څخه د اسلام د صحيح پوهاوي، تبليغ او دعوت په لار كې ډيره زياته استفاده وشي او دې كار ته ډيره پانګه ځانګړې شي


https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEi5doNOBZTKSzUB21yFdkvhOxUqiKRoj7eSCJ7RvXm-hHaWsJwZQyG4519fxsywxojFvTZxIAAf8TM-JlpgUZVhXw3djpE_Dw1pvsT0zE9648wzNGtlGhglVO12dHLg8WJwxG5Q358xl2g/s1600/noak.jpg

دنوکانوغټول، لنډول اوخوړل په اسلام اوساينس کي
نوک څه شی ته وايی:
دلاسونویاپښودګوتودډیسټال برخې دظهري سطحې په مخ تقرني جلدي پاڼه عبارت دنوک څخه ده.[1]
دټول بدن دپوره ساتنی سره سره بایدانسان دخپلووړوانداموخیال هم وساتی لکه دګوتوساتل اودنوکانوساتل، دپښواولاسونوکان بایدپه خپل وخت کی پریکړل شی ترڅوپه ورځنی استعمال کی خپل بدن اویادبل کس بدن زخمي نشي.
نوکان بایدڅه وخت پریکړل شی؟ ددې سوال په ځواب کی بایدوویل شي چې داوکاراووظیفې ته کتل کیږی دبیلګی په ډول سره که یوڅومستري وي نووده ته پکارده چي نوکان ډیرژرژرلنډکړی.
دلاسونونوکان نسبت دپښوترنوکانوژرغټیږی،دلاس دمنځنئ اودګوتمی دګوتي نوکان نسبت ونورنوکانوته ژرغټیږی، په هغه لاس باندی چې کارکیږی دهغه نوکان نسبت وبل لاس ته ژرغټیږی،په اوسط ډول سره هرنوک په ورځ کي (0.1) ملی متره غټیږی، خوپکارداده چې نوکان ژر- ژرپریکړل شي.[2]
په هرصورت دامهمه ده چې نوکان بایدپریکړل شی، داځکه چې که نوکان تیره وي نودکورپه کارکي په ټوکراویابل رخت کی بندیږی اوهغه څیری، دبدن سره نښلی اوهغه زخمي کوی، ترنوک لاندی خیره اوجراثیم سره یوځای کیږی چی داپخپله دروغتیالپاره دخطرزنګ دی،اوکه داجراثیم اوخیره ونس ته ولاړشي نودابیاناورین دی، بایداقلاً په هره اونۍ کی نوکان یوځل پریکړل شی. دنوکانودپریکیدیوبله ګټه داده چې نوکان درځ نه کوی، نه ماتیږی اونه هم خپله طبعي ځلاله لاسه ورکوي.له دې سره سره کله چې نوکان ژرژرپریکړل کیږی نوهغه ژرغټیږی هم، چې دادبدن دروغتیالپاره ډی ګټوردي[3]
دغټونوکانوتاوانونه په ساينس کي
کله چې نوکان غټ پرېښودل شي ددې نوکانولاندی جراثیم ځای نیسی اودنوکانولاندی برخه دجراثیمولپاره یوه ښه ځاله ده،چې داجراثیم دمحرکې (ټایفایډ)،اسهال(ډایریا)، پیچس اودکولمودمختلفوچنچیانو اونورناوړوناروغیوسبب ګرځي؛کله چې نوکان دبغل، زیرناف، اونوروځایونوسره نښلی همدانوکان بیادبدن دنوروبرخودسکابیز(Scabies) سبب ګرځي، سکابیزیوه جلدي ساري ناروغې ده چې د (Sarcoptes Scabiei) څخه منځته راځي- ددې مایټونوښځینه جنس دپوستکی په تقرني طبقه کي تونلونه منځ ته راوړی اوهلته هګۍ اچوي- داچاره دشدیدخارښت اودخارښت له کبله داګزمادرابرسیره کیدولامل ګرځي.
ټولوهغوښځوچې غټ نوکان یی پرې ایښي دی هغه په خارښت باندی مبتلاشوی دی،داځکه چې غټ نوکان جراثیم له یوه ځای څخه وبل ځای ته انتقالوي، ډاکتران په دې آنددی چې هغه زخم چې نوکان ورسره په تماس کي شی هغه خرابیږی، اویاکله هم دپوستکی دسرطان سبب وګرځي،اوسنی ساینس داهم ثابته کړیده چې غټ نوکان په ګوتوکي وینه کموي، اوګوتې کمزوری کیږی نوکان رنګ اړوی اودنوکانوخپله اصلي ځلاله منځه ځي.
هغه کسان چې په قصابوکي کارکوي، په ذبح خانوکی کارکوی، دکورکارکوي اوداسی نور… اوغټ نوکان ولری نوددوی دچاپیریال، دحیواناتو ټول نه لیدونکی جراثیم دنوکانولاندی ځای نیسی چې کله همداجراثیم وګیډی ته ولاړشی نوهلاکت دی .
بقراط دوه زره (۲۰۰۰) کاله مخکی دامعلومه کړی وه چې دنوکانودکمزوری دزړه اوسږو دناروغیوعلامه ده، کله چې نوکان غټ شي نوددوی اصلی رنګ ګلابي دی اوکله چې غټ شی هغه سپین شی اورنګ یی بدل شي له دې څخه علاوه ډیرې ناروغۍ له نوکانوڅخه معلومیږی، دنوکانوکمزوری داعصابي نظام پرکمزورۍ باندی هم دلالت کوي.
هغه رنګونه چې په اوسنی وخت کي دنوکانولپاره استعمالیږی دادپوستکی لپاره مهلک دی.
هغه څوک چې نوکان په غاښونوباندی پریکوي، دنوکانوټول جراثیم یی ومعدې ته ځی چې داپخپله خپل ځان وهلاکت ته ورکول دي. دداسی سړي به تل معده خرابه، پرنس باندی درد، اودسترګودکمزورۍ ښکاربه وي



اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل اسلامي مسائل

No comments: