پشتو اسلامي کتابونه




د (د امت مصیبت) په نامه کتاب چاپ شو

تاسو ته خبر درکوو چي زما (رحیمزي) هغه رساله چي نوم یې ده (د امت مصیبت) تیره ورځ له چاپه راووته او هر څوک کولاي شي چي لاس ته یې راوړي اصلي ادرس یې حمیدیه کتب خانه کچلاک ده.
دلته له تاسو سره د لنډ تعارف په منظور د هغې رساله سریزه شریکوو
سریزه
نحمده ونستعينه ونستغفره ونؤمن به ونتوكل عليه, ونعوذ بالله من شرور انفسنا ومن سیّآت اعمالنا من یهده الله فلامضلّ له ومن یضلل فلاهادي له، وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه واتباعه اجمعین. محترمو لوستونکو څرنګه چي تاسو ته واضحه ده چي امّت مسلمه په رنګارنګ مصیبتونو مبتلا ده، بعضي مشکلات د اهل کفر او نفاق له طرفه متوجه دي، او په بعضو یه په خپله ځانونه اخته کړي دي، له دوهمي جملي څخه یو مصیبت دا ده چي زمونږ بعضي ږیرور د لغړزنیو له دام څخه داني ټولوي: مطلب دا چي بعضي کشران مو په لوي لاس ځانونه د ښځو په شان سنګاروي او غواړي چي مشران را جلب کړي، او بعضي مشران بیا قصداً د دوي په لور دوه سترګي څلور کي او د نفسیاتي او شهواني لذت د حاصلولو په غرض له هري ممکني لاري کار اخلي، ترڅو د دوي په نظر دا مرغلره تر لاسه کړي؛ خو بیا زر یا څه وخت وروسته د عمر له ضیاع او د خداي جل جلاله له غضب نه سوا بل څه په لاس کښي نه لري. لهذا ما عاجز عبیدالله دا تکل وکړ چي د دي مهلک او سوځونکي مرض مخه زما د وس مطابق ډب کړم او هغه داسي چي د دي کار تشریح د دین په چوکاټ کي وکړم ترڅو اولس ته واضحه شي چي دا کار د اسلام له نظره حرام ده او کونکی یه ګناه کار ده هر څوک چي وي، ځکه چي زمونږ ټولنه لله الحمد تر ډیره حده شریعت ته پابندي لري خو ناخبر وي ځکه داسي کړني ترسره کړي، او بعضي چي له پوهي سره سره داسي کارونه کوي هغوي د شیطان ملګري دي ناخبره کسان یه خطا کړي دي، له دي لاري به د هغوي دوه ګوتي هم له لمر څخه لري شي او خبره به واضحه شي. نو هغه تشریح د رسالي په چوکاټ کښي وړاندي کوم، ترتیب د رسالي داسي ده چي اول د دي کار حکم د تفسیر او مفسرینو په حواله ذکر دی، او بیا د حدیث اومحدثنو مخته سپارل کیږي، په دریم قدم کښي د جیدو فقهاوو فقهي نظر پري اخست شوی ده، او په اخیر کښي رښتوني او عبرتناک حکایات بیان شوي دي؛ خو په دي حوالو مي اکتفا او بسنه کړي نه ده ځکه چي زه د علم په لحاظ کمزوری یم خیال مي کاوه چي په یوه کتاب به پوه شوی نه یم او تعبیر به مي د غرض خلاف کړی وي، نو ځکه مي د عصر هغو جیدو او عمده شیوخو کرامو ته د کتني لپاره دا رساله پیش کړه چي زه په دي شلیو پښو ورته رسیدلاي شواي، لله الحمد چي هغوي هم شفقت وکړ او خپل قیمتي وختونه يي راته وبخشل او رساله يي مطالعه کړه، ټولو مبارکینو نه یواځي دا چي صحیح یه و ګڼله بلکه د لا زیات اعتماد لپاره هر یوه مبارک د خپلو باوري قلمونو په ګوتو ټاپي پري ولګولي او تاسو ته په ترتیب سره ذکر کیږي.
هریو لکه
۱ استاذنا محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا معین الدین اخنزاده صاحب مد ظله چي مشهور د مافانو په اخنزاده صاحب سره ده او په جامعه اسلامیه حنفیه کي د حدیثو دوره کوي.
۲ محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا هیبت الله صاحب دامت برکاته چي په جامعه خیر المدارس کي د حدیثو دوره کوي.
۳ محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا فیض الله فیضان مد ظله چي تیر کال یې د احادثو دوره کوله او سږ کال سخت مریض ده ستاسو دعاګاني ورته غواړو.
۴ محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا عبدالرزاق صاحب دامت برکاته چي په جامعه محمدیه کي د حدیثو دوره کوي.
۵ محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا محمد هاشم صاحب مدظله چي په جامعه اسلامیه مفتاح العلوم کي د احادثو دوره کوي.
۶ استاذنا محترم شیخ الحدیث حضرت مولنا ضیآء الرحمن أبوالشمس چي په جامعه اسلامیه مفتاح العلوم کي د حدیثو دوره کوي. 





Putting a Facebook "like", "send" or "share" button on your blog






خپله عقيده


b:if cond='data:blog.pageType != "static_page"'>

موضوعي حديثونه




د نبي د عشق ادب

د ګران نبي خواږه سنتونه

1 comment: