درويش دراني

د مدينې وخواته

لیکوال: درویش دوراني

د مدينې وخواته  ځي او تر مطلبه رسي
پر دغه ل ر  باندي مومن تر خپله ربه رسي

هر یو تاوان چي رارسېږي، ړي له خپله لاسه
خو ما ته  ګټه  همېشه  ستا له  سوبه  رسي

تر هغو پښو لاندي مي زړهً لکه تڼه که مات شه
چی ستا  د ميني  په  سفر  کي تر عربه  رسي

په سپينو ستورو ئي بدل ښي د زړه تور  داغونه
کله  چي  ستا  روښانه  نوم  د چا تر  لبه  رسي

دا وېره نشته چي لمن به شي خالي د دروېش
ستا پېرزوينه داسي ده چي همېشه*به رسي

سپــوږ مــۍ

لیکوال: درویش دوراني

چي ځكلولي مېرې غوندي سپين سترګي ځي
په شان د مور، شپه مخلوقات پر ځنـګنو ويدهْ كړي
په الاهو ورته ګويا وي د شمال په ژبه
دا خپل بچوړي ټول په مينه، په للو ويدهْ كړي
ښكاري چي غم درسره مل دآ د بې وزله پېغلو
چي پر اّسمان كله وږۍ ، كله مات خال جوړه شې
ښكاري د چا د تاريك غولي دآ احساس درسره 
داچي په تـكه توره شپه كي سپين مشال جوړه شې
خو اآ د مځكي پر احوال باندي ماتم كوونكي
تهْ لږ و ډېر د شنهْ اّسمان په فـكر هم و ژاړه
زهْ دي قربان شم پر خوږمن انسانيت ميْني
يو څو شېبې خو د خپل ځان په فـكرهم و ژاړه
داړي تيريږي دلته ستا د هډ چيچلو په نيت
دا شايد ځكه چي قائم دي مساوات كړل سپوږمۍ
درول شوي چي تر منځ وو د امير او غريب
هغه بتان د امتياز دي واړه مات كړل سپوږمۍ
له لويو، لوړو محلونو سره سم په سمه
تهْ د جونګړي خوا و شا ته هم ځلا وركوې
له تا خفه دي د مظلوم د حق خوړونكي په دې
چي په يَوه پېمانه هر چا ته رڼا وركوې



غــــــــزل                                

 

يار ځکه د شونډو د شکرو ماته ست کوي
مال چي ورکوي د خداي په لار کي برکت کوي

کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي
څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي

زړه که ورسپارې نو بېرته روغ په ګوتو نه درځي
ښکلي هميشه په امانت کي خيانت کوي

چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي
څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي

زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم
دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي

درویش درانی




غزل — درویش دراني
چي نه بيا توره پورته سي نه سر په وينو رنګ سي
باداره دغه جنګ دي د وطن آخري جنګ سي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه سي، او دا بوټي به لونګ سي
تر څو به دوى په کلي کلي ګرځي دا به وايي
چي دا مېنه دي ورانه سي او هغه کور دي رنګ سي
زموږ ځلمي چي جنګ ته هڅوي نو ور ته وايي
چي هسي که مو کښېښودې نو توري به مو زنګ سي
که ګورې له لستوڼيه به يې سور خنجر راووزي
دروېشه! چي روان درسره څوک دلته پر څنګ سي
غزل — درویش دراني




د دروېش دراني نوى غزل
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لرې ورته وګوري روان شي


دا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شي
په وړه خوله چې كوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي











د ښاغلي درویش دراني پيژندګلو
دروېش درانی که څه هم په سهيلي پښتونخوا کې زېږېدلی دی، خو په اصل کې د افغانستان د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ څخه يې کورنۍ هلته کډه شوې او هملته اوسېدلې ده.

دروېش درانی يو له هغو شاعرانو څخه دی چې د افغانستان وروستۍ غميزه يې په پوره هنر سره انځور کړې ده.
زدکړې
درويش درانى چې په انګليسي ژبه کې ماسټري لري، په پښتو ژبه کې يې ستوري په لمن کې، په کاڼي کې هنداره او هوا او څراغونه مشهورې شعري ټولګې دي. د شعر تر څنګ يې د پښتو شعر د عروض په باب هم کتاب چاپ کړى دى.

د دروېش شعرونه پېچلي نه دي، په اکثرو کې يې د حالاتو انځورګري په پوره هنر سره شوې ده. اضافي خبرې نه کوي او د غزل تر څنګ يې نظلمونه ډېر له پيغام او درد څخه ډک دي.

چاپ اثار

شاعري

اغزنه لاره
زخمي لاسونه
هوا او څراغونه
ستوري په لمن کې
په کاڼي کې هنداره
په ناورين پسې ناورين
دا بوټي به لونګ شي
نثر
پښتو عروض
-------
غزل

يار ځکه د شونډو د شکرو ماته ست کوي
مال چي ورکوي د خداي په لار کي برکت کوي

کاڼي ته چي لاس کړم نو دپاسه دا اواز راسي
څله يې دخداي له ذکره باسې عبادت کوي

زړه که ورسپارې نو بېرته روغ په ګوتو نه درځي
ښکلي هميشه په امانت کي خيانت کوي

چا توره اخستې ده په دې دنيا خپل حق غواړي
څوک ودې ته ناست دي چي حساب به په قيامت کوي

زه د شک په سترګه د لستوڼي مار ته وګورم
دوى وايي دروېش خو د دوستانو هم نفرت کوي

No comments:

Post a Comment