شعرۍ پاڼه



شاعر: نظام کندهار
ﻣﻮﻧږ ﭘﺮ ﺩﯤ ﺧـــﺎﻭﺭﻩ ﺑﯥ ﻗﺮﺁﻧـــﻪ ﺑﻞ ﻗﺎﻧـــــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﺩ ﺧﭙــــﻞ ﻗﺎﺗـــــﻞ ﺳﺮﻩ ﺩﺍ ﺳﺘﺮﺍﺗﻴﮋﻳﮏ ﺗـــړﻭﻥ ﻧﻪ منو
ﻛﻪ ﻏﺮﻳﺒــــﺎﻥ ﻳـــﻮ ﻛﻪ ﺑﯥ ﻭﺳــــﻪ ﻗﻨــــﺎﻋﺖ ﭘـــﺮﯤ ﻛـــﻮﻭ
ﺩ ﺑﺸﺮﺩﻭﺳﺘﻮ ﺩﺍ ‏( ﺑﻲ ﺑﺎﻭﻥ ‏) ﺍﻭ ﺩﺍ ‏( ډﺭﻭﻥ ‏) ﻧﻪ منو
ﺑﺎﻳﺪ ﻋﻴـــــﺎﻥ ﻭﻱ ﺩ ﻣﻮﻣــــﻦ ﺍﻭ ﺩ ﻛﺎﻓــــﺮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ ﻓـﺮﻕ
ﻣﻮﻧږ ﺩ ﻛﻔـــــﺎﺭﻭ ﺳﺮﻩ ﻫﻴـــــڅ ډﻭﻝ ﺳﻤــــــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﻣﻮﻧږ ﭘښﺘــــﺎﻧﻪ ﻳـــــﻮ ﻗــــﺪﻡ ږﺩﻭ ﺩ ﭘﻼﺭ ﻧﻴﻜﻪ ﭘﺮ ﻗـــــﺪﻡ
ﺩ ﭘﻼﺭ ﻧﻴﻜﻪ ﭘﻪ ﻋﻨﻌﻨــــﺎﺗــــــﻮ ﻛﻲ ﺑﺪﻟـــــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﻣﻮﻧږ ﺳﻨﺖ ږﻳﺮﻩ ﺳﭙﻴﻦ ﭘټﻜﻰ ﻣﺴﻨــﻮﻥ ﻟﺒﺎﺱ ﻛﻲ ﻏﻮﺍړﻭ
ﺩﺍ ﺩ ﻏﺮﺑﻴﺎﻧـــــــﻮ ﻧﻴﻜټﺎﻳﻲ ﺍﻭ ﺗﻨګ ﭘﺘﻠـــــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﺗــﺮﻭﻳﺠﻮﻝ ﺩ ﻓﺤــــﺎﺷﻴـــــﻮ ﻳﯥ ﺃﺻﻠــــﻲ ﻫـــــــﺪﻑ ﺩﻯ
ډﻳﻤــﻮﻛــﺮﺍﺳــﻲ ﻭﺭﻛﻪ ﺷـــﻪ ﺩﺍ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﻣﻠﻌــﻮﻥ ﻧه منو
ﺩ ﻣﺴﻜﻨﺖ ډﻭډۍ ﺑﻪ ﺧﻮﺭﻭ ﺩ ﺧﭙـــــــــﻞ ﻋﻴــــــﺎﻟـــﻪ ﺳﺮﻩ
ﺩ ﻏﻼﻣۍ ﭘﻪ ډﺍﻟـــــــﺮ ډﮎ دا ﺧﭙــــــﻞ ﻟړﻣﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﺳﺮﻩ ﺗﺮ څﯧﻨګﻠــــــﻮ ﻳﯥ ﻻﺳـــــﻮﻧــــﻪ ﺩ ﻣﻠﺖ ﭘﻪ ﻭﻳﻨـــــــﻮ
ﺩ ﻣﯧږﻭ ﭘﻮﺳﺖ ﻛﻲ ﺷﺮﻣﻮښـــﺎﻥ ﻣﻮﻧږ ﺩ ﭘﺮﻭﻥ ﻧﻪ منو
ﭘـــــﺮﻭﻥ ﻳﯥ ﻧـــــﻮﻡ ﺩ ﻣﺠﺎﻫــــﺪ ﻭﻭ ، ﻧﻦ ﺧﺎﺩﻡ ﺩ ﻛﺎﻓـــﺮ
ﺩ ډﺍﻟﺮﺧﻮﺭﻭ ﭘﻪ ﺷــــﺎﻥ ﺩﺍﺳـــــــﻲ ﺍﻭﻭښﺘــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﺩ ﺷﻴﻄﺎﻧﺎﻧــــــﻮ ﺩ ﺳﻴﺴﻲ ﺍﻭ ﻟــﻮﻣﻲ ښــــــﻪ ﭘﯧﮋﻧـــــــﻮ
ﺩﺍ ﺍﺭﺑﻜﻴﺎﻥ ﺩﻱ ﻣﻮﻧږ ﺧــــﻮ ﺩﺍ ﻣﻴﻠﻲ ﭘﺎڅـــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﻟﻜﻪ ﺭﻭﺳــــــﺎﻥ ﭼﻲ ﺷﻮﻝ ﭘﻪ ﺗﯧښﺘــﻪ ﺩ ﺯﻣــــﺮﻭ ﻟﻪ ﻛﻮﺭﻩ
ﺩ ﺩﯤ ﺭﺍﻏﻠــــﻮ ځﻴﻨــــــﺎﻭﺭﻭ ﻫــــــﻢ ﮊﻭﻧﺪﻭﻥ ﻧﻪ منو
ﻳﻮ ﻣــــﻮ ﻗﺮﺁﻥ ﻳﻮ ﻣـــــﻮ ﺇﺳﻼﻡ ﺩﻯ ﺍﻭ ﻳﻮﻩ ﻣــــﻮ ﺧـﺎﻭﺭﻩ
ﺗﻮﭘﻴـــــــﺮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځ ﺩ ﻫــــﺰﺍﺭﻩ ﺍﻭ ﺩ ﭘښﺘــــــﻮﻥ ﻧﻪ منو
ﻫﻐﻪ ﺑﻴـــﺎﻥ ﭼـــﻲ ﻭﻱ ﺩ ﺩﻳــــــﻦ ﺍﻭ ﺩ ﻭﻃــــﻦ ﭘﻪ ګټـــــﻪ
ﺑﺲ ﺩﻏﻪ ﻏﻮﺍړﻭ ﻣﻮﻧږ ‏( ﻧﻈﺎﻣـــﻪ ‏) ﺑﻞ ﻣﻀﻤـﻮﻥ ﻧﻪ منو


مرحبا اختره // نظام کندهاری

us-airstrike
د زړه لــه تلــــــــه درتـــــه وايــو مرحبـــا اختــــره
درســـره راوړه د ټــــپــــي زړونــــو دوا اخـتــــره
اختره مونږ دي يو ممنون چي دي هېر کړي نه يو
که ټـــــول جهـــــان کوي جفــا ته کړې وفـا اختره
غــمـــونــه ډېـــر دي خنداګاني رانه ته مه غــواړه
دا وار دي لمــانځـــو په سـلـګــو او په ژړا اختـــره
اختــــره څنــګه به مي هير شي د غزې مظلومان
چې شپـــه و ورځ يې په فريــاد او په غوغا اختره
هغه چي درست کهــول به يووړل د بارودو طوفان
هغه چي اوري پرې بمــــونــه بې پـــــروا اختـــره
يو ارګــــون نه دی چي د غم په اور کې وتپېدی
داسي مو ډېـــر شول ارمــانــونـه نيمه خوا اختره
يتيـــم ماشــوم نه په نکريځـــو نه جــامـو شو ارام
پر خـــــاورو پـــروت دی يادوي بابا بابا اختــــــره
چي لا تر څـــو به وي پر مــــوږ دا د غمونو باران
غـــم کې پيدا شوو غـم کې لوی غـم کې فنا اختره
كله به ختــــم شي ظلمـــونه وحشتــــونه پر مــــوږ
چي د سـکـــون او د آرام ســـا واخلـو بيــا اختره
لیکوال: نظام کندهاری 
اختـــره ستـــا په بركت چي نيكمـرغي هم راشي
نظــــام نيـــولي دي لاســـــونــــه په دعـــا اختـــره


دملالی خور

د باګرام اتلی نازنین ته دی ډالی وی
us-army-police-america-afghanistan-killed
دملالی خور
د ملالی خور په خپله، جنګ شروع کړ
نا زنینی له کابله، جنګ شروع کړ
بی شعوره ځوانه کله به پوهیږی
چی دکلی پیغلی څله، جنګ شروع کړ
په ټپو یی ځوانان اوس نه راویښیږی
ملالیو له مرچله، جنګ شروع کړ
ملالی په ننګونو وی پښیمانی
د میوند غازی چی کله، جنګ شروع کړ
بیا ده ژوندتمه تری مه کړه نازنینی
فدای ورور دی اتله، جنګ شروع کړ
یا شهید یا به غازی کورته رازمه
په دی قصد می له اوله، جنګ شروع کړ
سری نکریزی په سرو وینو شوی بدلی
دوی همرازه په منګوله، جنګ شروع کړ



د لېمو نم // کندهاری

تر لېمو چي مي روان دی په دې نم لږ ځان خبر کړه
ولي نه ژاړې جهانه زما په غم لږ ځان خبر کړه
درد د زړه پر کعبه باندې کړي طواف مي په سينه کي
د سکون امامه راشه په حرم لږ ځانه خبر کړه
دلته جوړه کربلا ده شمر سرې سترګي را وتی
ولي ړنګ نشوې آسمانه په ماتم لږ ځان خبر کړه
د غفلت په خوب ويده مومنه پاڅه وخت د ننګ دی
نور راويښ شه په آذان او صبحدم لږ ځان خبر کړه
ستا په عشق کي مو دي غشي پرسينه باندې خوړلي
اې طبيبه په درمل او په مرهم لږ ځان خبر کړه
زموږ سلګۍ يې اورېدلې چا ځوانۍ راته لوګی کړې
اې د فيل په غوږ کي پروته نن ته هم لږ ځان خبر کړه
د زړه ويني يې سياهي غمونه ليکي په بيتو کي
د نظام په ژړېدلي مات قلم لږ ځان خبر کړه
نظام کندهاری

كه وليكل شي

شاعر: سید احسان الله الهام
دا تير ژوندون دى خاطره غوندي كه  وليكل  شي
ورپكي هيڅ نشته دمه غوندي كه  وليكل  شي

ستاپه مسير بيا تګ آسان دى چي سپېڅلى قران
سم ولوستل شي او نقشه غوندي  كه  وليكل  شي

هغه غزل به نو بيا څنګه زړه توان  نه بخښي
دچا د ناز او كرشمه غوندي  كه  وليكل  شي

سترګي دي جارشم انځورګره كه مي خيال ووينې
كټ مټ به وي انځور هغه غوندي  كه  وليكل  شي

الهامه ! څه  شوه  هغه ستاد سپيني ميني قيصه
خوږه به لګي پتاسه غوندي  كه  وليكل  شي

2014/09/12
سيدالهام


تړون نه منو ! – شعر





د غرب مفتي ته

شاعر: نظام کندهاری
چي د حق له اورېدو نه شي څوک کوڼ
د فساد غشي په شا وړي لکه شکوڼ
د نفاق ترنځه چې لمر د زړه ور تور کړي
په اوږده ږېره به نشي بيرته روڼ
د دانې په تمه بند مرغه په دام شي
په قفس کې فايده نکړي بيا چوڼ چوڼ
روښنايي د لمر جهان ته ده څرګنده
که څه هم وي شب پرک په سترګو بوڼ
کړي پر بل فتوا د کفر ځان کافر کړي
فولاد نشي پرې کولای څوک په سوڼ
افسانې د تورو شپو پر ختمېدو دي
چي نظامه سپېدو ووهلی سپوڼ
















مسلمان داړي

سپي  خو پردي  داړي مهمان  داړي
دا نن  سبا ولي خپلوان  داړي

دوى  به  هم  نه  پرېښودكافر دلته
لكه كافر چي مسلمان داړي

ګواكه  عذاب  پرې  نازل  شوى دى
ليوني  ندى خاوندان داړي

ښه  به  په  وخت  دجمعې لمونځ  وكړي
دكلي  سپې  يې ملايان داړي

ولي به  نه  وايو وحشيان ورته
وحشي  بمبار يې  مظلومان  داړي

له  اسفليانو سره  پا م كوى
عقيدې  وژنى او ايمان داړي

ورباندي  واركوه  غازي  آشنا
چي  دانسان پخوله  انسان داړي

الهامه ! دا مي  زړ ه  ته  نه  لويږي
چي ګيدړان  دي زموږ  زمريان داړي

b:if cond='data:blog.pageType != "static_page"'>


درنه ځم دي نه هيڅكله – شعر

شاعر: سید احسان الله الهام
داسي توان راكړې خالقه چي پرېږدم دي نه ترهيڅكله
ستاپه دردي سوالګر پروت يم درنه ځم دي نه هيڅكله

تل دي ستاپه مينه پايم تل دي ستا نومونه ستايم
هېرول مي رانه هېركړې،هېروم دي نه هيڅكله

ترتامخكي زه ټيټيږم پاك الله ته چي ټيټېږې
اوچت سره غيرالله ته ټيټوم دي نه هيڅكله
.
څومي بو نه زې په ژوند كي دشنكي مزارجانان ته
زما نصيبه زما قسمته ښكلوم دي نه هيڅكله

زه هم ستاپه څېر زړګيه نا قرار اوهم بيدارخوښ يم
ماويده نكړې ترعمره ويدوم دي نه هيڅكله

دا دى لاس مي پوري كړى په جهاد آزاد به شمه
دغليم ناورين ستمه تيروم دي نه هيڅكله

اې په دين مينه اولسه اې حسين سمسور وطنه
زما الهام دغه وعده ده خرڅوم دي نه هيڅكله


new_pen
Add caption

وفا نکوي !‎

شاعر: نظام کندهاری
دا وي عادت د مهرويانو چي وفا نکوي
سړی عاشق کړي بيا يې زخم ته دوا نکوي

د يو نظر په قيمت اخلي له سينو نه زړونه
افسوس چي بيرته اقاله د دې سودا نکوي

تر اوبو تږي پريباسي تشنه ګان د وصال
نن که وعده کوي د وصل خو صبا نکوي

تل چي کوي حکمراني په زور د زړونو پر ښار
لري لښکري د غمزو پروا د چا نکوي

عاشقان وژني په جفا قتل يې بولي حلال
بيا لا هم وايي ګواکی دوی کومه ګناه نکوي

لکه طالب چي خوشحاليږي د پردو په قتل
پۍ مخي هم پر ټپي زړو باندې ژړا نکوي

صورت حال يې کړی بيان شوخي يې نه ده کړې
که خفه کيږي نو نظام به بيا وينا نکوي



د ازادۍ سبا!

استاد فضل ولي ناګار
جهاد روښانه خط د پیغمبر دی، ځئ چي ځو!
د خدای  د ازمویني خور ډګردی، ځئ چي ځو!
 ماشوم د بخارا به ترڅو پټ لولي قرآن
مؤمن ته بس همدا زنګ د خطردی، ځئ چي ځو!
 را ښوري په تعقیب دي منځنۍ اسیا بیا
تکبیرکي دي غیبي غوندي اثردی، ځئ چي ځو!
 افغانه! په شانه ځې، خو چي ونه خورې تیندک
حساب د ګرد اسلام نن ستا په سردی، ځئ چي ځو!
 د بدر مېلمانه نه دي ختلي بیا اسمان ته
ملاتړدي د ملکو لوی لښکردی، ځئ چي ځو!
 ژوندی چي دی خښ شوی د هغه شهید بچی
له خدایه! پس یې ستاپه لورنظردی، ځئ چي ځو!
 هرګام د ي زېږوي له رعبه ډکي هنګامې
ماڼیو کي د کفر شوروشردی، ځئ چي ځو!
 دا ستا د شومه دم نوراني کرښي د مرمۍ
د لیکوسپېدو شاته سپین سهردی، ځئ چي ځو!
 ختیځ کړي په «لویدیځ چاقو» پرېشن د خپل ناسور
حیران د شرم داغ ته لروبردی، ځئ چي ځو!
 پرمخ ځئ شاه زلمو! د ځمکي راکاږئ تناب
محشرپه هدیره کي د قیصردی، ځئ چي ځو!
 ناګاره! په غزل څاره افق دې د هیواد
په څرک د آزادۍ د سبا لمردی، ځئ چي ځو!


ناتار

شاعر: محمد رفیع یادګاري

راشې د میلمه په نوم بادار جوړ شی
مخکی شی زمونږ سپه سالار جوړ شی
سره دی او که توراو یا د سپین په نوم
خاورې د افغان ته خریدار جوړ شی
وتړی عهدونه چی دوستان به ېو
راشې زمونږ دوست څخه غدار جوړ شی
لنډ به کړو لاسونه د پردو خلکو
وایی او پخپله بیا اغیار جوړ شی
وایی چی آمنیت او سوکالی راوړو
سم یی د راتګ سره ناتار جوړ شی
غم د غریبئ به ورک کوو مونږه
وګورئ پخپله بیا مالدار جوړ شی
غلا وکړی د شپې او بیرته لاړ شی نور
ورځ کی زمونږ سر ته چوکیدار جوړ شی
وژنې په کوم زور زمونږ بچي چی دوي
ښکاری چی وطن نه مو مزار جوړ شی
یاد ساتئ د روس او د انګریز په شان
خاوره د افغان به درته دار جوړ شی
دعا کړی یادګاری چی مخ تورن به شئ
بیا به هم تاریخ زمونږ یادګار جوړ شی


بې نوره مازديګر

شاعر: سید احسان الله الهام
اخ رانغى د زړه سر مي ماز ديګر دى
څه بې نوره مازديګر مي مازديګر دى
درته نه كوم زارى چي و دريږه
لمر ه نن چي بې دلبر مي ماز ديګر دى
دا را تلونكې شپه به څرنګه سبا شي
چي تر شپې راته بد تر مي ماز ديګر دى
بې ديدنه داختر طلب هم نكړم
چي ديدن وي بس اخترمي ماز ديګر دى
لا ترڅوبه خدايه داسي سرګردان يم
كله لر او كله بر مي ماز ديګر دى
نه چنارشته نه كتار دمنګوټيو
دبې مينو په ګودر مي ماز ديګر دى
استوګنه كړ كيچنه ده الهامه !
مهاجر يم در په در مي ماز ديګر دى

غزل

شاعر: حمدالله حلیمیار
بي اشنایانو شومه، ستا داشنایي له لاسه
لیونی کیږمه، دډیري تنهایـــــي له لاسه
هسي نه، ستا دمحبت تور، په ما پوري نشي
له کلي کډه شوم، ددغې رسوایي له لاسـه
چي درسره وم ویلیدم د بیلتانـــــه له ویري
اوس دي سوځیږمه دسختـي جدایي له لاسه
زما جانان بس لکه ستوری دسهار داسي دی
په دید یي موړ نشوم دلمر درڼایـي له لاسه
زړه مي نیمی دپردیسۍ غمونو وخوړلــــو
نیمایی زړه مي شو تمام، دنیمایــي له لاسه
خوبان پرسته ایله ناست و دې شیبې ته وي چي
که را ایله شي د کوم ښکلـي سلایي له لاسه
ویل : ساده حلمیار داد او مینه څه پیژنـي؟
دوکه یي وخوړه ددې بی پروایـي له لاسه!
حمدالله حلمیار

No comments:

Post a Comment