طنزپاڼه


فیسبوکي حکماء او فلاسفه – طنزیه کرښې

دفیسبوک د ایډي له پاره ایمیل او پخپله ایډي خو به بل چاته درته جوړ کړې وي، هغه کس ته یوڅه تکلیف نور هم ورکړه ورته وا زما دوال ځینې مهمې خانې هم راته ډکې کړه، هغه بیا خپله پوهیږې ایله دومره ورته ووایه چې دروغ به ګردن صاحب الایدي نور دخپلې تعلیمي سویې، تمایلاتو، کتابونو دخوښې فلمونه او… مناسب اوله خپلې ارزو او تمنا سره سم ورته کتار کړه. له دې وروسته دوه دری کرښې یوڅه ښه لیکنه چرته پیدا کړه، وروسته پخپله خوښه یو کړپنده نوم ورسره ولیکه، دکاپي پیسټ ستومانې وګاله، وال ته یې پورته کړه، کله کله یوه نیمه بې نومه پریږده، که یو څه جرئت لرې … خپل نوم هم ورسره لیکلی شې. او یوه مهمه یادونه مې په غوږ کې وه کره هغه دا چې دانځورونو په انتخاب کې خورا زیات دقت کوه.
د فیسبوک په موجوده مارکیټ کې شاعري هم په درز روانه ده او اخیري اوج ته ختلې ده، خپل پرفلسفه پوښلی وال او دیوال دې باید هیڅکله له شعرنه خالي نه وي، په پردیو شعرونو کې نومټومبنه خو تقریبا یوڅه اندازه همدا اوس او پاته په نږدې راتلونکې کې یو مقبول! متشاعرانه عمل ده اود اصلي شاعر له پاره به دخولې چوله کولو مجال دمحال تر کچې ورسیږې. 
کله مو چې دا لوړ مقامات یا پړاوونه په بریالیتوب… سره تر پښو لاندې کړل نوفیسبوک او ټویټر خو په افغانانو کې دنسوار په څیر دشهرت عالي مقام ترلاسه کړی ده، هغه د پیخوریانو په ګای او د خلیج د مسافرینو په لهجه بلاشمیر سائقین، اصحاب الدکاکین والمحلات، دا راز تنکي محصلین، نوې طلباء کرام وغیره وغیره…. په فیسبوک کې شتون لرې، او د فیسبوک تر ټولو فعال مخلوق هغه بختور خلک! دي چې په کورونو کې دخپلو مسافرو پلرونو او وروڼو تیارې ګټې ته یې پښې غځولې وي، د دوی د فیسبوکي فعالیت دچټکتیا یو مهم لامل داهم ده چې د ښه کاروبار لرونکي مسافرو پسمانده ګان…. آیفونونه لري او دګذارې وال هم ګلاکسي لري. نودې لوړو فیسبوکي موجوداتو ته به ستا هره کرښه او هرشعري بند دفلسفي اوحکمت سمندر وي او ټول به دي په کوزه کې دسمندر د ځایولو ماهر بولي، 
جنابه! ته فیسبوکي حکیم اوته فیسبوکي فیلسوف یې، په پیل کې به دلایکاتو او پوستونو کاختي وي په وخت سره به زیاتیږي او بیا به نو ته هم خانتما یې د ګڼ شمیر لایکونو اوهغو نورو په ځواب که به نرمه خندا او موسکا کوې


(د نیکټایي او څادره 
مناظره – طنز (ذره بین)
یادونه : دغه طنز دډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي له مناظرې نه په الهام لیکل شوی .
آبله ورځ دکاندیدانو ترمنځ دتبلیغاتي هلوځلو په ترڅ کې مناظره دائره شوې وه ، عام خلک دکاندیدانو خبرو ته ځیر وو ، مګر ما یوې بلې مناظرې ته غوږ نیولی وو، هغه دوه کاندیدان چې ترنور مخکښ بلل کیږي ، یوه یې دعادت خلاف څادر په اوږه کړی وو او بل یوه بیا دتېر ژوندخلاف نیکټایي تړلې وه ، دمناظرې په مهال ددغو دووکاندیدانو  څادره او نیکټایي هم دحال په ژبه خبرې سره کولې ، چې ځینې برخې به یې دلته وګورئ .
څادر :  اې نیکټایي ! ولې دې دا زما پخوانی څښتن ترستوني نیولی دی ، چې په غاړه کې یې راځوړنده یې ؟
نیکټایي چې دڅادره توند اعتراض واورېد وارخطا شوه ، یوه شیبه یې څادر او څادر لرونکی تر نظره تېر کړل ، څادر لرونکی یې وپیژاند ، چې ددې پخوانی مالک دی ، په پوره حاضر ځوابۍ یې ځواب ورکړه .
ـــ نر غوندې مې ستا پخوانی مالک له ستوني نیولی دی ، ته ولې زما دپخواني څښتن په اوږه لکه ښامار پروت یې او چورت هم نه وهې چا دا ځای مې خپل دی او که پردی .
څادر  دنیکټایي په دې خبره خړ شو او ویې ویل  :  داسړی ستا پخوانی مالک دی  ؟ زه هیڅ پوه نه وم ،زه ورسره نابلده یم سم یې نه پیژنم ، لږ وخت کیږي چې ورسره ملګرتیا شوې مې ده ، له ماسره چې کله دغه  ستا اوسني څښتن بي وفایي وکړه او ویې غورځولم ، نو بیا دې سړي په اوږه کړم  دغه چې تا اوس ترستوني نیولی له دې سړي سره مې  څو لسیزې وخت  تیر کړی وو ، کمکی ورسره رالوی شوم ، نه پوهیږم  د دیموکراسۍ او انتخاباتو په راتګ سره یې ولې بې وفایي راسره وکړه  او د پرتاګه غوندې یې زه هم ایسته غوځار کړم ، ترڅو دغه اوسنی څښتن  راباندې ورحمېد او په اوږه یې کړم .
نیکټایي :   هی هی افسوس ، عجیب تصادف دی ، له ماسره هم کټ مټ همداسې معامله شوې ده ، داچې ته یې په اوږه یې له  دغه سړي سره مې کلونه کلونه تیر کړي دي ، ټول عمر یې په غاړه ځوړنده وم ، داسې  یې نازولم چې څه درته ووایم ، مګر دا څه وخت چې دانتخاباتو  اوازه لګیدلې ، خدایزده  ولې یې  په بده راته پام شو ، یوه ورځ  سهار یې چې جامې اغوستلې ، زه یې راوخیستلم ، څو ځلې یې  ښکل کړم ، او بیایي راته وویل ، ګراني نیکټایۍ ! پوهیږم  چې ډيره راته ګرانه یې ، ښه درباندې ښکارم او درباندې ویاړم ، مګر  جدایي راغله لارې دوې شوې ، داوس لپاره ستا په غاړه کول ، ماته دګټې په ځای تاوان کوي ، نوځکه غواړم یو څه وخت دې له غاړې وغورځوم ، بیا که مناسب فرصت راغی ، په غاړه کوم دي ، ځکه ته زما اصلي جامه یې .
څرنګه چې دغه سړی ډیر شیرین زبانه دی ، په خوږو خبرو یې ځواب کړم ، او له غاړې یې ایسته کړم ، مګر  دغه اوسنی سړی دې ژوندی وي چې په هماغه ورځ راغی او زه یې په غاړه کړم .
څادر : نه پوهیږم په دې وروستیو څو کلونو کې په دې خلکو ولې داسې لیونی وسواس لګیدلی دی ، ټول مخالف کارونه کوي ، نیکټایي والا  نیکټایي غورځوي او څادر په غاړه کوي ، او پرتوګ والا  پتلون اغوندي ، ګوره دغه ستا اوسني څښتن  پتلون اغوستی ، مګر زه شاهد یم چې ټول عمر یې به پرتاګه کې تېر کړی دی .
نیکټایي :  رښتیا وایې ، دا څو کاله کیږي چې په دې وطن کې دځینوخلکو حرکات سرچپه شوي دي ، ګوره دغه ستااوسني څښتن  پخوا ږیره په چاړه خرېیله ، مګر اوس یې لویه کړې ده ، پخوایي پتلون اغوست  اوس یې پرتوګ اغوستی دی ، زه شاهده یم  چې دغه  ستا اوسني څښتن پخوا ذکر نه کاوو ، مګر اوس یې دادی تسپې په لاس کي دي  ،  اوراد وایي .
څادر : هههههه   رښتیا هم ، دغه سړی اوس ډېر صوفي شوی دی ، آبله ورځ عمرې ته تللی وو ، زه هم ورسره تللی وم  ، له  عمرې وروسته  چې حمام ته لاړ  دسر په ځای یې ږیره کونډۍ کړه او غومبوري یې وخرېیل ، ما چې دده کارونه ولیدل ، پوه شوم  چې د تقوی یې خونده نشته ،بلکې سیاست کوي ،ځکه  ترعبادت یې عکسونه  ډیر اخیستل .
نیکټایي :  عمرې ته تللی  وو؟؟ ماشاءالله  ، څومره ښه زیری اورم ، پخوا خو یې نه یوازې دکعبې مخ نه وو لیدلی ، بلکې حج ته یې هم له اقتصادي نظره کتل ، دبیروت  او دامریکا په پوهنتون کې به یې چې کله اقتصادي لیکچر پیل کړ ، نو دسعودي په اقتصاد دغږیدو په مهال به یې ویل چې له نفتو وروسته  حج دآل سعود کورنۍ ترټولو مهمه  اقتصادي منبع ده ،  کله به چې دیوه مسلمان په حیث دحج او عمرې پوښتنه  ترې وشوه ده به ویل نه غواړم  چې پیسې مې مفتې دسعودي حکومت لاس ته ورشي اوآل سعود شهزاده ګان ورباندې عیشونه وکړي ، اوس چې عمرې ته تللی دی ، نه یوازې ده ته بلکې تاته یي هم مبارکي وایم .
څادر : هههه  خیر یوسې ، نه اوس هغه پخواني وختونه نشته ، اوس خورا صوفي دی ، فیسبوک یې دلمانځه او دعاء له  عکسونو ډک دی ، تسپې خو یې ته خپله وینې ، او ته ورته ګوره چې په مناظره کې څرنګه آیتونه وایي ، غلطي به خامخا لري ځکه نوی یې تلاوت زده کړی دی ، ژبه یې انګریزي ځپلې ده ،  په عربي باندې سمه نه اوړي ، رښتیا ، خبره  دصوفیتوب راغله ، دغه ستا اوسنی څښتن  پخوا ډیر صوفي او ملنګ مزاجه وو ، ځکه دمجاهدینو په صف کې وو، اوس یې څه حال دی ؟
نیکټایي : ههههه  یاره مخکې چې دې وویل چې هرڅوک سرچپه شوې ده بیخي ګل خبره دې وکړه ، دغه سړی که پخوا هرڅومره صوفي او مجاهد صفته وو ، مګر اوس یې خونده نشته ، سهار خلک لمونځونه کوي ، دی زوی مړی ترلسو بجو  قدنما هندارې ته ولاړ وي  او لکه  ناوې له سینګاره نه خلاصیږي ، اودس خو ځکه نه کوي ، چې بیا یي دمخ کریم  او پوډر له منځه ځي او نه شي کولای  له هر اوداسه وروسته  آرایشګاه ته لاړ شي ، کله چې اودس کوي نو سر له چپه خوا مسح کوي ، ترڅو یې پیکی خراب نه شي ، لنډه داچې په ورځ کې جومات  ته دومره نه ځي لکه آرایشګاه ته .
څادر : یاره بیخي عجبې اورم ، دغه اوسنی پاکخور  چې څوکاله پخوا په سمڅو او غارونو کې اوسیده ، نو په تخرګو کې به یې سپږو قمار واهه ، لاسونو او پښو به یې دخیرو  تبۍ نیولې وې ، زما په یاد دي هغه وخت  یوه ورځ چې  لندن ته  په سفر تلو ، نو تر سفر وړاندې دغسل په وخت یې ، دوه ساعته  بدن ته پخه خښته نیولې وه ، چې ایله یي خیري پاسته شول ، مګر نه پوهیږم چې اوس څرنګه داسې په نظافت او ارایش مین شوی دی .
نیکټایي : نه یاره  اوس هغه کیسې نشته ، اوس خوداسې نظیف او په آرایش مین دی ، چې مایي ساری نه دی لیدلی ، هرسهار په ډیټول محلول باندې غسل کوي ، په ورځ کې دری ځله آرایش ګاه ته ځي ، دشپې په مخ پورې دشیدو پیروی موښي ، وروځو ته  دورځې دری ځله  درنجو سلایي ورکوي ، لس جوړه اوتو کړې جامې ورته همیشه  دقدنما هندارې ترڅنګ ځړیږي ، هرجوړ چې واغوندي بیا په هنداره کې ځان ګوري ، له هغه وروسته دښکلا پیژندنې ځانګړي ټاکل شوي کتنپلاوي ته ځان ښکاره کوي ، پلاوی ورته  له سره ترپښو دخریدار په نظر ګوري ، له هغه وروسته  دغه ځانګړی هیئت غونډه کوي ، او دجامو د تائید یا رد فیصله کوي ، مطلب داچې دنوموړې آرایش یو لوی داستان دی چې داسې نادرې ما بل هیڅ ځای نه وې لیدلې .
څادر : ښه ښه  دغه سړی چې پخوا دمجاهدینو په صف کې وو ، دجهاد ، قربانۍ ، خلافت ، پان اسلامیزم  او بیت المقدس دفتحې خبرې یي هم ډیرې کولې ، اوس څه وایي ؟
نیکټایي : اوس خو مې دغه توري نه دي ځیني اوریدلي ، مګر یو څو نوي لغات یې زده کړي دي چې تلفظ یي همیشه ځیني غلطیږي ،  موکراسي ، پرولالیزم ، جامعه جهاني ، بشري حقوقو اعلامیه ، لیبرالیزم ، انتخابات ، بیان ازادي  او دبازار اقتصاد غوندې اصطلاحات ډیر ډير تکراروي مګر ژبه یې سمه نه پرې اوړي .
څادر :  توبه توبه  والله عجبه ده ، چې دابه څه کیسه وي ، چې خلک یې سرچپه کړل ، نیکټایي والو ته یې څادر ورپه اوږه کړ او  پرتوګ لرونکو ته یې پتلون ورواغوست ، دجهاد مدعیان سیکولران کړل ، او غرب زده ګان یي ځیږه افغانان کړل ، یاره په رښتیا لکه چې په وطن یو بل انقلاب راغلی دی ، چې ټول خلک یې په بل مخ اړولي دي .
نیکټایي او څادر په دغه منقلب او سرچپه وضعیت  باندې ډير وغږیدل ، خو په علت یې سر نه خلاصیده ، په همدې کې ددواړو کاندیدانو  زیرپیراهن  لباسونو ورته تقریر  شروع کړ اودڅادره او نیکټایي سر یي داسې ورخلاص کړ .
اې ساده ګانو تاسو خو برسیرن لباس یاست ، چې دغه خلک مو کله اغوندي او کله مو ایسته کوي ، موږ چې ددوی لاندینۍ او همیشنی لباس یو دوخت په تیریدلو سره مو دغه ډول لباسیان ډیر ښه پیژندلي دي .
دوی دننه اوس هم هماغه پخواني خلک دي چې وو ، یوه ذره یي هم فطرت نه دی بدل شوی ، مګر دخلکو دتیرایستلو لپاره خپل ظاهري لباسونه  لکه دمار پوستکی بدلوي رابدلوي ، دغه یو یې چې پخوا ببر جګړه مار وو ، کله چې دیموکراسي راغله نو ددې لپاره چې غربیان او افغانان تیرباسي چې ګواکي دی ماډرن دیموکرات دی ، نو پرتوګ او څادر یې وغورځول ، پتلون یي واغوست ، ږیره یې کله کړه ، او ځیږې څیرې ته  یي کریم  او مالش برابر کړ ، دی چې اوس کاندید دی په همدې لباس سره هڅه کوي خلکو ته ځان ډیر ماډرن او عصري معرفي کړي .
دغه بل یوه بیا ټول عمر په امریکا کې له پتلون خیلو سره تیر کړی وو ، دی چې افغانستان ته راغی او کاندید شو فکر یي وکړ، چې خلک خو دې پیژنی چې له غربه راغلی امریکنی یې ، راځه په لباس خلک خطاء کړه ، نوځکه یي پتلون او ټایي وکښل ، پرتوګ او څادر یې واغوستل ، ترڅو افغانانو ته ځان  سوچه افغان او ملي ګرا معرفي کړي .
موږ چې دوی پیژنو ، دوی له لباس څخه یوازې دخلکو دتیرایستلو لپاره کار اخلي ، نه خو هغه ماډرن دی او نه دغه بل ملي ګرا بلکې دواړه  دوه مخي او درغلګر دی ، چې دسیاسي موخو لپاره ډول ډول لباسونه بدلوي رابدلوي ، که دوی پوه شي چې په لوڅ ګرځیدلو کې یې سیاسي ګټه ده ، باور وکړئ چې لباس به یو مخ وباسي ، دا داخیرې زمانې سیاسیون دي ، چې دمارانو غوندې ظاهر پوست یې قسماقسم جلوې کوي  خو منځونه یې له زهرو ډک دي .
پای



«تریسا» ولی د جان کیری نه طلاق غواړي

دافغانستان دټاکنوځنډیدل داځلی دنړیوالی اوملی کچه نه سربیره حتی په کورنی ماحول باندی هم بی اغیزه نده پاته شوی.
دافغانستان دټاکنودکړکیچ دهواری په موخه دامریکادبهرنیوچارو وزیرجان کیری دوهم ځلی افغانستان ته سفر وکړ،ترڅوددومعترضوولسمشریزوته نوماندانوترمنځ جوړجاری وکړی او د ټاکنو روانو نانندرۍ ته دپای ټکي کښیږدی.
اما داځلی جان کیری ناخبره له دی چی نه یواځی افغانی ستونزه په هواری کی ناکامه شوی،حتی روان کړکیچ لمنه دنوموړی ترکوره غځیدلی آن دنارضایتی اواعتراض کچه دومره زیات شوی چی دکورنی عاطفی نظاميې په شخړی اونفرت بدل کړی دی.
دجان کیری دکور میرمنه «تریسا» نومیږی اما اوس تریسا دکورمیرمنه نه بلکی وجان کیری ته دناسور دانه ګرځیدلی،داسی ورځ دی نه وی چی جان ته ګواښ ونکړی چی زماطلاق راکړه طلاق طلاق غواړم کری!زما ستاپه سیاستوڅه کارزه می طلاق غواړم نورنوته پوه شه اوبهرنی سیاست ماته می دکورنی اواولادونوروزنه اوپالنه مهمه ده نه دنړی اوآمریکا سیاست.
دجان کیری دمیرمنی تریسا ناخوښۍ هغه مهال زورواخیست چی جان کیری ددریم ځل لپاره پریکړه وکړه چی دافغانستان دټاکنودکشاله داره بهیردسیاسی جوړجاری دحل په موخه د دریم ځل لپاره افغانستان ته راشی.
تریسادکری ددغه تصمیم نه په خبریدو سهارمهال دجان کری سره دسهارنی چای دخوړلوپرمهال غال مغال وکړاوپه قهرجنه لهجه یی ورته وویل کری نورنوحوصله نلرم که چیری دافغانستان درایودناندرۍ دهواری په موخه بیا کابل ته سفروکړی اودرخصتیو پرمهال خپل پام دافغانستان ټاکنوته واړوی نورنوزه نشم کولای ستاسره کډ ژوندته دوام ورکړم.
تریسا که څه هم ظاهراجان کری باندی دافغانستان ټاکنی بهانه کوی اما اصلی خبره دپروین اوسویتا خبره ده، تریسا شک لری چی جان کری دتریسا پرته دسویتا اوپروین چی کابل ته دنومړی سره دسفرپرمهال نوی آشناشوی اړیکه لری. اوهرشپه ترناوخته پرفیسبوک پاڼه باندی ورسره شیرین بحث کوی.
جان کری : ګرانی تریسا! تریسا! تریساچیری یی خدای په امان پرماشومانوپام کوه زه دیودوورځولپاره غواړم افغانستان ته سفروکړم افغانان بیا خپل منځ کی سره خښمیږی ویره لرم چی کومه خرابی ونکړی،تنها دوی ورځي به په کابل کی پاته شم حوصله کوه ډیرژربیرته راځم بیا به رخصتی په بیغمی دماشومانوسره ترسره کړو.
تریسا: په قهرجن لهجه… ګوره ! تاته وایم کری ! یوه ګام اجازه نه درکوم چی له دروازی نه بهرکښیږدی،ته پدی ورځوکی په خاصه توګه له هغه وخت نه چی دافغانانودټاکنوجنجالونه پيل شوی زما اوماشومانوپروړاندی بی مسولیتیښه یی اودادریم ځل دی چی دماشومانودښونځي اوپوهنتون درخصتیومهال رارسیږی ددی پرځای چیسفراوتفریح ته موبوځی افغانستان ته وخت ناوخت سفرکوی نورنونشم کولای چی حوصله وکړم، زمونږيې په څه افغانان دی په خپله ټاکنوستونزوته رسونه وکړی!
جان کری : ګرانی تریسا! دا شوخی نده افغانان زه ښه پیژنم که چیری داځلی ورنشم افغانان به یوبل سره وخوری.
تریسا: زما یی په بلا پریږده چی سره وخوری.
جان کری:ګرانی ! مه خفه کیږه زمونږآمریکایانولپاره مهمه ده چی په افغانستان کی سیاسی ثبات رامنځ ته شی اودوآمریکایانوملی ګټی دافغانستان په ثبات پوری تړلیدی،ته دی غوصه کمه کړه زه ژر راځم داځلی کوښښ کوم چی (ع) او(غ ) ته یوشی ومنم ترڅوستونزه حل شی اوبیا بیا کابل ته سرګردانه نشم.
تریسا: ګوره جانه ! ته چی هرڅه دلیل اودلایل وای هغه په تاپوری اړه لری،امازه پوهیږم چی ته ولی داسی ژر،ژر افغانستان ته سفرونه کوی او بیا دوی،دوی غبرګی شپی کابل کی پاته کیږی …. زه ښه پوهیږم،دومره ساده هم نه یم،چی ګمان کوی.
جان کری : تریسا عصاب می ډیره مه خرابه وه!سمه خبره وکړه شف،شف مه وایه! څه خبره ده واضح راته ووایه!
تریسا: په چسغواوساندو…..وايې:الا خدایه بد بخته شوم وای ! وای زماتوره بخته ولیخدایه! تریسا په ژړغونی آوزا کری ته وویل چی ته کابل ته دټاکنوپه موخه نه،بلکی دسویتا اوپروین په خاطر ځی.
جان کری:تریسا داڅه وایی پروین او سویتا بیا له کومه شول زه خويې نه پیژنم اوبیا زه دهغوسره څه کارلرلی شم تریسا دخدای لپاره ږغ دی کښته کړه ګاونډیان به راباندی خبرکړی اوپه شرموبه می وشرمه وی.
تریسا:دروغ نه وایم داباید راته ځواب راکړی چی تیره شپه دی دچاسره پرفیسبوک باندی دترنیمایی شپه چت کاوه اورته دی ویل چی زه په خیرسره ډیرژرکابل ته راځم داڅوک ول راته ووایه کری
څوک ول؟ څوک؟
جان کری:هه هه هه تریسا ! تریسا! ته بلکل لیونۍ شوی یې پروین اوسویتا بل څوک نه هغه دافغانستان دولسمشریزوټاکنودوه معترض نوماندان دی پروین یعنی اشرف غنی احمدزی اوسویتا د
ډاکټرعبداالله نوم دی پدی کی بله خبره نشته هه هه هه !
تریسا:ته ګمان کوی چی زه دومره ساده یم چی ستاپه خبری باوروکړم!نه نه يې منم څه ضرورچی عبدالله اواشرف غنی دی پرفیسبوک دښځینه آیډی نه استفاده وکړی، نه نه یی منم!که چیری هم وی بیا پرفیسبوک پاڼی خو هیڅ امکان نه لری نه نه نه نه دروغ مه راته وایه.
جان کری:ګرانی تریسا! ته نه پوهیږی افغانان تل همداسی کوی ددی په خاطرچی دمقابل لوری پام خپل خواته جلب کړی پرفیسبوک دښځینه آی ډی خپل په نامه کاروی اونوماندانوهم ددی په خاطرچی زما پام خپل خواته واړه وی په ښځینه آی ډی دشپی ترنیمایی چت راسره کوی.
تریسا:نه زما زړه یی نه منی ځکه بلآخره ته خوپوهیږی چی داکسان زنانه ندی بیا زنانه آی ډی څه ګټه لری؟
جان کری:تریسا زه درسره موافق یم په لومړیوکی چی می چت ورسره کاوه فکرمی کوی چی دابه په حقیقت کی ښځینه وی اما اوس چی می وپیژندل ترښځو هم بد تره دی.
تریسا:څه؟څه؟څه دی وویل؟تاڅه وویل؟له ښځونه هم بدتره دی؟ وای جانه ستاله لاسه په تاڅه شوی دی؟ ته واقعا دښځو به اړه درانګه فکرکوی؟
جان:زه یوآمریکایی یم اونه شم کولای خپلوعنعناتوته په سپکه نظروګورم. بلی زه یونارینه یم اودځانه غیرت لرم اونه شم کولای عااااااااااااااااااااااااعا ////////عاجان ناڅاپه پرځمکی راپروځی اوترخولی يې سپن ځک راوځی ……….
تریسا په منډه منډه اوچیغوسره ناروی وهی جان!جان!څه درباندی وشول ها خوا اودی خواته منډی وهی ترڅوګاونډیان یی مرستی ته ورودانګی…..
نعمت الله اسحق زی


د قدرت خوړجنه ناوې

مور چې کله ماشوم ته پۍ ورکول بندکړي دادماشوم دژوند ترخې شپې ورځي وي. دهغه شور او ژړاوې کوي او داحالت یې دومره وکړوي چې په رنګ کې یې هم تغیر راشي او څیره یې الوتې ښکاري.
.دقدرت او ځواک د ادې غولانځه له خورازیاتو خوندونو ډکه وي، تاسویې تی خورو (واکمنو) ته ځیرشئ په سپینو ژیرو سره اوسپين اوړي، خوکله چې له واک اوقدرت نه لرې شي بیا یې له هاغه ماشوم نه حال بد تر ، څیره یې الوی شوې او سوی سکور وګرځي.(نعمت المرضعه وبئست الفاطمه). دځمکي پرمخ مو دژوندۍ بیلګې له پاره لرې نه ولم داهم تاسو او ښاغلی حامد کرزی، فکرکوم حالاتو نغوتې ورکړې دي چې ګلخانه پاته کیدونکې ده نو دمخ کتاب ته یې زموږ د دې تبصرې په رڼاکې ځیرشئ.
قدرت که دي ادې پرځای له نازولې ناوې سره تشبیه کړو بیا یې هم دپستې غیږې تودوخې ته درسیدلو په لاره کې ډیرې کپرۍ ګونډ کپر شوې دي. اوکه په ژوند یې څوک له خپلې غیږې شړلې دي دهغو کپرۍ به سالمې وي خو دسرې اوسپينې څیرې دتغیر له پاره بیا دښاغلي کرزي دانځور حواله کوو.
ښه مي دقدرت خوړجنې ناوې ته چې وکتل.
داسپیره د ډیرو ځلمو کونډه وه



اربکیان او دموږک مسئله – طنز

تازه دیخ موسم پیل شوی وو چې کلي ته مو له امریکایي ټانګونو سره یوځای داربکیانو ملیشه راغله ، خلکو ویل عملیات شروع شوي دي ، خو شاوخوا دجګړې څرک نه لګېده ، امریکایي ټانګونه دکلي په شاوخوا تاو شول او دننه په کلي کې اربکیانو عملیات شروع کړل .
اربکیان کور په کور ګرځیدل او دملایانو پوښتنه یې کوله ، دکلي لوی ملاصاحب یې له کور څخه راویوست تر وهلو ټکولو وروسته یې ورته وویل چې په دوو ورځو کې به له منطقې کډه باروې ، او کنه بیا دشکایت حق نلري ، اربکیانو نه یوازې ملایان او دمنطقې پوه خلک بندیان او بې کوره کړل ، بلکې معمولي اخوندان او هوښیار امیان یې هم په دې جرم له کلي پسې واخیستل ، چې ددوی په خبره دملایانو په کاسه یې خوړلي دي او له هغوی سره شناخت لري . کلیوالو داربکیانو کومندان ته عذر وکړ ، چې ټول په خط او کتاب پوه خلک دي له کلي نه پسې اخلي ، ځکه چې په ګډ ژوند کې هرډول خلکو ته ضرورت پیښیږي ، خو کومندان چې د ډيرو خبرو حوصله یې نه درلوده ، دکلیوالو دعذر په ځواب کې یې یوازې همدا ویل چې ( دهر شي ذمه وار مو زه یم ، تاسو یوازې ما او کار سره پریږدئ )
څو ورځې وروسته هغو ټولو کسانو کډې بار کړي چې کومندان ګواښلي وو، کلی له اذانونو او د ماشومو طالبانو له چیغو تش شو، سهار مهال به کلیوال دخره په اونګاره پاڅيدل او د چرګانو په بانګونو یې شپه او ورځ سره بیلول، اربکیانو دملاصاب په کور کې پوسته جوړه کړه، او دکلي په هوجره یې ( دلبار ) نوم کیښود ، همدلته به دچرسو بنډار دائرېده ، چې دکلي ماشومانو او ځوانانو په کې وړیا ګډون کولای شوای .
داربکیانو له راتګه څو میاشتې تېرې شوي وې ، یخ په ختمېدو وو ، او هوا بدلون کړی وو ، د کلي دیوه سپین ږیري خان شیرین اکا په کور کې د څښاک داوبو کوهي ته موږک ولوېد او په کې مړ شو ، خان شرین اکا چې له دې پیښې خبر شو ، کوروالاوو ته یې اعلان وکړ ، ترهغو چې ما فتوا نه وي راوړي دکوهي اوبه استعمال نه کړئ چې نجسې دي .
خان شیرین په دې فکر له کوره ووت ، چې دکلي له ملاصاحب څخه به پوښتنه وکړي ، خو له دروازې په وتلو یې چې دکله دملاصاحب دکور په خوا وکتل داربکیانو بیرغ یې ولید چې دملا صاحب په کور رپېده ، همدلته ورپه زړه شول چې هغه ملاصاحب په کلي کې نشته ، چې ده به ترې د پټو او ښکاره مسئلو پوښتنې کولې ، ښه فکر یې وکړ تر څوکوم داسې څوک ورپه زړه کړي چې دامسئله ترې وپوښتې ، مګر هیڅوک په نظر ورنغلل ، سخت طبیعت یې خراب شو ، خو په دې وخت کې داربکیانو دکومندان خبره ورپه زړه شوه ، چې دملاصاحب دشړلو په وخت یې کلیوالو ته ویلي وو (دهرشي ذمه وار مو زه یم ) خان شیرین په همدې تمه داربکیانو دپوستې په خوا روان شو.
کومندان له خپلو اربکیانو سره د(غونجوباز ) په لوبه بوخت وو ، چې خان شیرین اکا پر دروازه ورننوت ، له جوړ تازه وروسته خان شیرین اکا مخ کومندان ته واړاوو او خپل مشکل یې ورته وړاندې کړ ، چې دپاکواوبو کوهي ته موږک غورځیدلی او په کې مړ شوی دی او س څه ورباندې وکړو ؟
کومندان په سوالیه انداز ځواب ورکړ چې دا خبره ترموږ پورې څه تعلق لري چې دلته راغلې ؟ خان شیرین اکا چې زړه یې ډک ډک کېده ځواب ورکړ ، چې تر تا پورې ځکه تعلق لري ، چې دهمدې مسئلودحل خلک خو تا رانه ورک کړل، او ویل دې چې دهرشي ذمه وار مو زه یم اوس مې نو ځکه دا مشکل تا ته راورساوو ، کومندان چې دخان شیرین په مطلب یې سر خلاص شو، ددې لپاره چې کم رانشي ځواب یې ورکړ، سمه ده مازدیګر ته راشه ترمازدیګره صبر وکړه زه به دې مشکل رفع کړم .
خان شیرین دهمدې خبرې له اوریدو سره جګ شو ، څادر یې په غاړه کړ او له پوستې ووت ، دخان شیرین له تګ وروسته کومندان خپلو ملګرو ته وویل چې که له کلیوالو سره کړې ژمنه په ځای نه کړي نو خلک به یې په وړاندې پورته شي ، نوځکه چې هرڅنګه ممکنه وي باید دکلیوالو سره شوی تعهد په ځای کړي .
ولاړ مازدیګر چې ټول اربکیان دچرسو بنډار ته رایوځای شوي وي کومندان همدا موقع مناسبه وبلله او دخان شیرین استفتاء یي خپلو ملګرو اربکیانو ته عرض کړه ، ترڅو په دې اړه خپل نظر وړاندي کړي چې خان شیرین ته باید څرنګه ځواب ورکړل شي .
دموږک په مسئله کې اربکیانو خپلې رأیې داسې میدان ته کړې .

دکومندان معاون شادوخان وویل : زه خو وایم چې موږک هم دخدای بنده دی ، څه وشول چې کوهي ته یې ټوپ وغورځاوو ، خود به ټوپونه وهي کوچنی دی خپل سات به تیروي ، موږ چې لوی سړي یو ټوله ورځ خرتیزکې وهو .
کچور نامي اربکي دسګریټ ایره وڅنډله او ویي ویل : آبل کال چې ما په چرسو تازه شروع کړې وه ، یوه ورځ مې دچرګ ښوروا ته زړه وشو ، د ادې دهګیو په چرګه پسې مې منډه کړه ترڅو یې راونیسم او حلاله یې کړم ، خو چرګې ټوپ کړ او لاندې کوهي ته وغورځیده ، پلار مې ملا صاحب ته ورغی ملاصاحب ورته ویلي وو چې ۴۰ سلواغې اوبه له کوهي راوباسئ ،کوهی به پاک شي زه خو وایم چې چرګه حلاله ده او ۴۰ سلواغې اوبه ورباندې ایستل کیږي ، موږک چې مردار دی باید ۸۰ سلواغې اوبه ورباندې وایستل شي .
کومندان چې دکچور خبره یې په زړه کې خوښه شوه ورباندې اضافه یي کړه : او بله داچې دچرګې دوه پښې دي او دموږک څلور پښې دي ، دواړه پښې لوڅي ګرځي او په پښو پورې یې مرداري نښلي ، نو له دې اړخه هم موږک دچرګې دوچند دی ، نوځکه ښه داده چې دموږک دغورځیدلو له امله ۱۶۰ سلواغې اوبه له کوهي را وایستل شي .
ګنډېر اربکي چې تردې مهاله یې په پوزه کې ګوتې وهلې دا چې وار ورته رسیدلی وو ویې ویل : ماته مې ادې ویلي وو چې هر شی په مرداري کې درڅخه ولویږي ، بیرته یې راوباسه او دری واره یې ومینځه پاک سوتره به شي ، نو خان شیرین اکا دې هم موږک له کوهي راوباسي او دری وارې دې ومینځي حلال به شي .
کومندان چې د چرسو نشې یي کرار کرار اعصاب تسخیرول ، دګنډیر رأیې ته په چورت کې شو .
جومک اربکی چې د چرسو نشې لاندې کړی وو دسګریټ له کشولو وروسته ژور ژور وټوخېده او بیا یې په خپله ځانګړې بونګنه لهجه وویل : زه ګومان کوم که موږک رښتیا څاه ته ښکته شوی وي خو دپیشو له ډاره به ښکته شوی وي ، دځان ساتل فرض دي ، موږ هم کله ناکله دطالبانو له ډاره په سپرغو او کاریزو ننوزو ، په دې کې د موږک هیڅ ګناه نشته ټوله ملامتیا دپیشو ده تاسو هسې چټي موږک خوارکی راګیر کړی او له سهاره راهیسې موږک موږک کوئ ، وژل شوی هم موږک دی او لایي پسې پریږدئ هم نه .
کومندان چې دې سختې مسئلې یې اعصاب ګډوډ کړي وو کله چې خبره ترجومک پورې رسیدله یو مخ یې حوصله ختمه شوه په داسې حال کې چې د چرسو دوه سګریټونه یي تش کړي وو او پوره نشه وو ، دموضوع دلنډولو لپاره یي دجومک په خبره فیصله وکړه ، کومندان وویل جومک رښتیا وایي ، موږک بې ګناه دی ، او باید له پیشو سره حساب او کتاب وشي .
ګنډېر غږ کړ ، خر چې پردۍ شوتله وخوري مسؤلیت یې څښتن ته راجع دی ، دپیشو مسؤلیت هم خان شیرین ته راجع کیږي ، ولې خپله پیشو نه کنترولوي چې په موږکانو پسې منډې وهي .
کومندان وویل : رښتیا دې وویل اوس د موږک اصلي قاتل پیدا شو، چالاکه خان شیرین هم موږک وژلی او هم ورباندې عریضه کوي ، او پوستې ته را روان دی .
کچور وویل ، ما له ملایانو اوریدلي چې قصاص په قصاص روا ده ، خان شیرین چې موږک یې کوهي ته غورځولی باید دی هم کوهي ته پسې وروغورځول شي .
کومندان وویل : ګل خبره دې وکړه ، ورشئ دا ظالم انسان په خپله سزا ورسوئ .
خان شیرین اکا په هغو اوبو چې دګاونډي له کوره یې راوړې وې دمازدیګر اودس تازه کړ، کوروالاوو ته یې وویل چې له پاکو اوبو سره ډیر احتیاط کوئ ، ځکه له پردیو کورو اوبه پوره کول اسانه نه دي ، خان شیرین اکا په څادره لاسونه وچول ، چې دروازه ډېره په درب وټکېده ، خان شیرین ور روان شو ، خو کله یې چې دروازه خلاصه کړه ، ګوري چې اربکیان له ټوپکو سره ولاړ دي او وار له واره یې ورباندې حمله کړه .
ــ

ـ ظالمه جرم هم وکړې او بیا ځان ناګاره هم اچوې ، اوس به دې موږ خوښ شو ، خان شیرین چیغې کړې څه کیسه ده؟ دخدای پار دی ، ما کوم جرم کړی دی ، خو اربکیانو له څو کونداغه وهلو وروسته خوله او لاسونه په څادره ټینګ ټینګ وروتړل ، بیا یې نو له لاسو او پښو ونیو ، او دکور په منځ کې دکوهي په خوا یې واخیست .
خان شیرین اکا لاسونه او پښې خوځول ، خو هیڅ یې له وسه نه کیدل ، لږ شیبه وروسته دکومندان معاون شادوخان چې ملګرو ته یې ویل ( راځئ راځئ ، قصاص په قصاص روا دی ) دکوهې سرپوښ یي ایسته کړ او نورو اربکیانوخان شیرین اکا لاندې کوهي ته وغورځاوو .
اربکیانو ددې لپاره چې په کومندان دحکم دتنفیذ زیری وکړي د پوستې په خوا منډه کړې ، خو ددوی تر رسیدو وړاندې خان شیرین اکا له خپل مقتول موږک سره یوځای شوی وو .


بيړنی خبر « ګلمرجان يې نه مني» – طنز

د اصلاحات او همپالنې ټيم په يوه بېړۍ ناسته کې د خپل لارښوود او نوماند نوم  د رأيو په اکثريت سره بدل کړ.
دغه بېړنۍ ناسته چې پرون شپه د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله په کور کې جوړه شوې وه، د دغه ټاکنيز ټيم ټولو مشرانو، تنخواه خورو کمپاينرانو، د کوټه يي سنګي او دهمزنګ د چوک کاريګرو،
د پل سوخته او چمن حضوري پوډريانو، د شمال، جنوب، او شرق او غرب لنډغرو او د ليسه مريم د سيمې کوڅه ډبو ځوانانو ګډون کړی وو، لومړی يې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دارالانشاء رييس د استعفاء له امله يوبل ته مبارکي وويله.
لومړی څو تنو کمپاينرانو چې په لاپو شاپو يې د ډاکټر عبدالله عبدالله جيبونه له ډالرو خالي کړي وو، خو د رأيو د ډکو صندوقونو پر ځای يې خالي صندقونو کميسيون سپارلي وو، په خورا فاتحانه انداز سره يې خبرې وکړې او ډبل عبدالله ته يې د راتلوونکي جمهور رييس په توګه مبارکي وويله.
ورپسې ښاغلي عبدالله خبرې وکړې؛ دا چې يوه غوښتنه يې د کميسيون له خوا منل شوې وه او د دارالانشاء رييس د ده په امر لرې شوی وو، د بريا احساس يې له ورايه په سترګو کې ښکاريده او له خوشالۍ نه يې خوله نه ټوليده. هغه  وويل، لا تر اوسه زما يوازې يوه غوښتنه منل شوې، خو زه ډېرې غوښتنې لرم:
1.    د ټاکنو کميسيون ټول غړي دې لري شي، او زما په خوښه دې نور کسان په کې وګمارل شي؛
2.    د پښتنو سيمو رأيې دې ټولې باطله شي؛
3.    د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دې هم بدل شي؛ او
4.    زه بايد راتلوونکی ولسمشر شم
کنه نه يې نه منم
ورپسې د نوموړي يوتن ډالري کمپاينر مولوي حق ويون چې د دعاکولو له پاره ستيژ ته راپورته شو وو، له فرصت نه په ګټه اخېستنې سره يې په خبرو کې هم زړه يخ کړ. هغه عبدالله د افغانانو زړه سواندی رهبر او د افغانستان ولسمشر وباله خو يو څو وړاندېزونه يې مطرح کړل او هغه دا چې عبدالله عبدالله ځان پوښتون بولي خو پښتانه يې نه مني نو د اعتماد فضا د رامنځته کولو له پاره يې  نوم بايد په ګلمرجان بدل شي ځکه چې يو خو به يې نوم پښتنې بڼه پيدا کړي او پښتانه به پرې رامات شي او بل دا چې د الله او محمد له نوم څخه امریکایان او نور کافران کرکه لري او په ګلمرجان کې دا کلمې نه شته نو په دې کار سره به غربیانو او امريکايانو باور نور هم ورباندې ټينګ شي.  
چې په دې خبرې سره د چک چکو آوازونه پورته شول او ټولو په يوه آواز وويل چې ژوندی دي وي ګل مرجان او تر څو مو شرطونه پوره شوي نه وي، ګلمرجان يې نه مني.

No comments:

Post a Comment