روژه مبارک


دروژې دمیاشتي ثوابونه اوبرکتونه

بسم الله الرحمن الرحیم

د روژې ثوابــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه :
۱رسول الله صلی الله عليه و آله و سلم فرمايلي چې : الله جل جلاله فرمایي : روژه زما ده ، او زه به په خپله روژه نيوونکي ته ثواب ورکوم .
او روژه ډال دی ( مسلمان له اُور څخه ساتي ) ، چې کله تاسو روژه یاست نو بيا بدې خبرې مه کوئ ، ( لکه ښکنځل ، او نورې بې ځایه او سپکې خبرې ) که روژه دار ته څوک ښکنځل وکړي ، يا جګړه ورسره کوي ، نو ( دی دې ځواب نه ورکوي بلکه ) ورته وايي دې چې زه روژه یم . ( او غلی دې شي ) .
او په خدای قسم چې د روژه دار د خولې بوی الله جل جلاله ته د مشکو له ( ښکلي ) بوی څخه هم غوره دی ، د روژه نيوونکي لپاره دوه خوښۍ دي : يوه هغه وخت چې روژه ماته کړي ( نو خوښ شي ) بله بيا هغه وخت چې کله له الله جل جلاله سره مخامخ شي ( او هلته د خپلې روژې ثواب او ويني ) نو په روژه به خوښ شي . ( بخاري او مسلم )
۲رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي چې : غزا ته ځئ نو د خدای په ضمانت کې به ياست ، او روژه نيسئ نو صحتمند به ياست ، او سفر کوئ نو غنيان به ياست . ( طبراني )
۳له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي . ( مسند احمد )
د روژې د مياشتې ثوابونه :
۴رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : څوک چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې روژې ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري ( يعنې د خلکو لپاره نه ، بلکه د خدای لپاره روژه ونيسي ) نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل شي . ( بخاري )
د روژې د مياشتې برکت :
۵له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې : جنت د کال له اول نه تر آخره پورې د روژې د راتللو لپاره ښايسته کېږي ، چې کله د روژې د مياشتې اوله شپه شي نو د عرش له لاندې نه يو باد را والوځي ، دې باد ته مُثِيْره وايي ، د دې له امله د جنت پاڼې پړکېږي ، او د دروازو حلقې هم سره لګېږي چې له امله يې يو آواز اورېدل کېږي ، دومره ښايسته آواز چې د دې په څېر ښايسته آواز چا نه وي اورېدلی ، نو حورې را اوځي تر دې چې د جنت په برنډو کې ودرېږي ، او دا آواز کوي چې : څوک شته چې له خدای نه مونږه اوغواړي چې مونږ نکاح ورسره وکړو ؟ بيا دا ټولې حورې د جنت څارونکې ملايکې ته چې نوم يې رضوان دی غږ وکړي چې : ای رضوانه ! دا کومه شپه ده ؟ هغه ورته وايي چې دا د روژې د مياشتې اوله شپه ده ، د جنت دروازې د محمد د امت لپاره خلاصې کړی شوې .
الله تعالی فرمايي چې : ای رضوان ! د جنتونو دروازې خلاصې کړه ، ( او د دوزخ څارونکې ملايکې ته وايي چې نوم يې مالک دی ) ای مالک ! د دوزخ دروازې بندې کړه .
او ای جبريل ! ځمکې ته کوز شه ، او سرکشه شيطانان وتړه ، او ځنځيرونه پکې واچوه ، بيا يې په سمندر کې وغورځوه ، څو زما د ګران ( محبوب ) د امت روژه خرابه نکړي .
او فرمايي چې : او الله تعالی د روژې د مياشتې په هره شپه کې يو آواز کوونکي ته امر کوي چې درې وارې دا آواز وکړي چې : آيا کوم سوالګر شته چې زه يې ضرورت ورته پوره کړم ؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې زه يې توبه قبوله کړم ؟ آيا کوم مغفرت ( بخښنه ) غوښتونکی شته چې زه يې ګناهونه ورته وبخښم ؟ څوک قرض ورکوي داسې ذات ته چې غني دی فقير نه دی ؟ او داسې ذات ته چې وفا دار دی ظالم ندی ؟ ( البيهقي في شعب الإيمان )
او فرمايي چې : کله د ليلة القدر شپه شي نو الله جل جلاله جرئيل عليه السلام ته امر کوي ، هغه بيا د ملايکو له يوه لښکر سره ځمکې ته کوزېږي ، له دوی سره يو شين بيرغ وي ، هغه بيرغ د کعبې د پاسه ودروي ، د جبريل عليه السلام سل وزرونه دي ، دوه داسې وزرونه دي چې يواځې په دې شپه يې غوړوي چې له مشرقه تر مغربه پورې رسېږي ، جبريل عليه السلام ملايکې هڅوي هغوی بيا په هر ولاړ او ناست ، لمونځ کوونکي او ذکر کوونکي باندې سلامونه اچوي او لاس ورکوي ( يعنې مصافحه ، په لاس باندې روغبړ ورسره کوي ) او په دعاګانو باندې يې آمين وايي ، تر دې چې سهار کېږي ، چې کله سهار شي جبريل عليه السلام آواز وکړي چې : ای ملايکو ! ( بېرته ) روانېږو ، روانېږو ! هغوی ورته وايي چې ای جبريل ! زمونږ رب د احمد صلی الله عليه وسلم د امت حاجتونه سره څه وکړل ؟ هغه ورته وايي چې : نن شپه الله تعالی ټولو ته د رحمت نظر وکړو او ټول يې وبخښل .
يواځې څلور کسان يې ندي بخښلي : ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : مونږ اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دوی څوک دي ؟ هغه اوفرمايل چې : يو هغه سړی چې شراب څښي ، او د مور او پلار له لوري عاق شوی ، او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي پرې کړې وي ، او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو سره دښمني کوي. ( البيهقي في شعب الإيمان )
فائده : حسيني په تاج العروس کې ليکلي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې بدعتي وي او د مسلمانانو له ډلې څخه جدا شوی وي ، امام اوزاعي فرمايي چې : مشاحِنْ : هغه کس ته وايي چې : په زړه کې يې له اصحابو سره دښمني وي . ابن ثوبان فرمايي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت يې پريښي وي ، او د رسول الله د امت په هکله بدې ارادې لري ، يا د مسلمانانو وينې تويوي .
۶ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د روژې مياشت درته راغله ، دا مبارکه مياشت ده ، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې دی ، پدې مياشت کې ( د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره ) د اسمانونو دروازې خلاصېږي ، او د جهنم دروازې بندېږي ، او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي ، پدې مياشت کې د الله تعالی يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، څوک چې د دې شپې له خير څخه بې برخې شو ، هغه يقينًا بې برخې او محروم دی . ( نسائي او بيهقي )
۷او ( د الله تعالی له لوري څخه ) يو څوک آواز کوي چې : ای د خير پلټونکيه وړاندې شه ، او ای د شر پلټونکيه ! بس کړه ، او الله تعالی ډېر خلک له جهنم څخه آزادوي ، او دا هره شپه وي . ( ترمذي )
۸عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې : روژه را نږدې شوه ، نو يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : تاسو ته د روژې مياشت راغله ، دا د برکت مياشت ده ، پدې مياشت کې الله جل جلاله تاسو ته خاص د رحمت نظر کوي نو رحمتونه را نازولي ، او ګناهونه بخښي ، او پدې مياشت کې دعا قبلوي ، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري ، او د ملايکو مخکې پر تاسو باندې فخر کوي ، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ ، ځکه هغه څوک بدبخته دی چې پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت (پېرزوينو ) څخه بې برخې پاتې شي . ( الطبراني )
۹له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : د روژې د مياشتې په اوله شپه الله جل جلاله ټول اسلامي امت ته د رحمت نظر کوي ، او چاته چې الله جل جلاله د رحمت نظر وكړي – هغه ته بيا کله هم عذاب نه ورکوي ، او الله جل جلاله خپل جنت ته امر کوي چې ځان تيار کړه او ښايسته شه زما د بندګانو لپاره ، ځر ده چې هغوی به د دنيا له ستړيا وو څخه زما کور او پېرزوينې ته راشي .
او چې کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي نو ټولو ته به بخښنه ( مغفرت ) وشي .
یو کس پوښتنه وکړه چې : دا د ليلة القدر شپه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې : نه ، ته نه ګورې چې کله کاريګر کار وکړي او فارغه شي نو پوره مزدوري ورکول کېږي . ( يعنې دا خو د روژې آخري شپه ده ، او مسلمانانو دا ټوله مياشت خواري کښلې ده ، نو د همدې تندې او لوږې په بدل کې به الله جل جلاله دوی بخښي ، او د ليلة القدر شپه خو بېله ده ) ( البيهقي في شعب الإيمان )






رمضان المبارک :اومسلمانانو ته دروژي نیولوحکم

وقال الله تعالی : شَهْرُ رَمضانَ الذي أنْزِلَ فيه القرآنُ هدًى للناّس وبيِّنَاتٍ منَ الهدى والفُرقانْ فَمَنْ شَهِدَ منْكم الشهْرَ فلْيَصمْه () البقره۱۸۴
ژباړه : رمضان [المبارک ]هغه میاشت ده چې قرآن کريم ورپکښې نازل شوی چې دبشريت لپاره هدايت ده،او نورښکاره دلائل دهدايت ورپکې نغښتي دي ،نوکه له تاسوڅخه کوموکسانو درمضان المبارک مياشت وليده نوروژه کوي دي .
لنډتفسير : په دغه آيتونوکې الله تعالی دروژي دمبارکي مياشتي عظمت اوشرف ته اشاره کوي چې دالله تعالی سترکتا ب قرآن کريم چې دبشريت دسوکالۍ خوشحالۍ لپاره راغلی ،اويوهراړخيز لارښود دی په همدغه مياشت کې نازل شوی ، په حديثو اواثارو کې ددي خبري دتفصيل په اړه راغلي :
څرنګه چې قرآن کريم دالله تعالی بلاکيفه کلام ده نوځکه په ازل کې په لوح محفوظ کې موجودؤ ، خووروسته دقرآن کريم نزول دوه ځله شوی :
لمړی : دلوح محفوظ څخه بيت المعمورته [ چي په لمړي اسمان کې دبيت الله په برابر دملائکو کعبه اومطاف ده ]
اودوهم نزول يې له بيت المعمورڅخه په پيغمبرصلی الله عليه وسلم باندي شوی دي ،
په دغه دواړونزولونوکې حکمت اوسر دقرآن کريم عظمت ، شرافت ،حفاظت ،اوله نورواسماني کتابونوڅخه يوامتياز اوخصوصيت وو ؛ دلمړي نزول په هكله ابن حجر رحمه الله وايې : چي دانزول په څلورويشتم درمضان المبارك شوى لكه الله تعالى چي فرمايي [ انا انزلناه في ليلة مباركة .]الدخان ،په ځينورواياتوکې ددغه نزول تاريخ دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دپيدايښت شپه ښودل شوي يعني له بعثت اونبوت څخه څلويښت کاله وړاندي قرآن کريم له لوح محفوظ څخه بيت المعمورته راغلی ؤ :
اودوهم نزول هم په رمضان المبارك كي په دوشنبه چي دقدرشپه هم وه دهجرت نه ديارلس كاله وړاندي دسوره علق په لمړي آيتونو سره دحراء په غار كي پيل شوى اوبيا داليوم اكملت لكم دينكم په آيت پاى ته رسيدلى (كه څه هم داخري اية په هكله نور روايات هم شته )
دي دوهم تدريجي نزول ټول دوه ويشت كاله 2 مياشتي او22 ورځي نيولي،چي ورسره 9 كلونه 9 مياشتي او9 ورځي په مدينه منوره كي او12 كاله 5 مياشتي 13 ورځي په مكه مكرمه كي تيري شوي .
نوکله چې الله تعالی دروژي دمبارکي مياشتي عظمت ته اشاره وکړه وروسته يې داحکم وکړ چې له تاسوڅخه چې څوک درمضان المبارک مياشت وويني نوروژه کوئ يې یعني دغه میاشت په يوه ځانګړي عبادت باندي تيره کړئ چې هغه روژه کول دي له سپيدوڅخه بيا ترلمرلويدوپوري دخوراک څښاک جماع اونوروګناهونوڅخه دځان ساتل دي .
علماؤ ليکلي دي : چې لمړی په دي امت په هره مياشت کې دري روژي فرض وي ،چې هغه دايام البيض يعني دهري مياشتي د۱۳\۱۴\۱۵دورځوروژي وي ،همدغه روژي دحضرت ابراهيم عليه السلام په ملة کې هم فرض وي ، وروسته دعاشورا روژه هم ورزياته شوه ،اوبيادهجرت څخه نږدي يونيم کال وروسته د” شهررمضان الذي …. فمن شهدمنکم الشهرفليصمه الآية “دنزول سره درمضان المبارک دمياشتي روژي نيول فرض شوي او ورسره دايام البيض اوعاشورا دروژوفرضيت منسوخ شو ،البته استحباب اوسنتية يې اوس هم پاته دی .








دبرکت،رحمت اومغفرت میاشت

و عن عبادة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يوما وحضر رمضان : اتاكم رمضان شهر بركة يغشاكم الله فيه ، فينـزل الرحمة ، ويحط الخـــطايا، ويستجيب فيه الدعاء . الترغيب والترهيب ۱\۲۵۶
ژباړه : عباده رضی الله تعالی عنه وايې : چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم په يوه داسې ورځ کې داخبره وکړه چې درمضان المبارک مياشت راختلي وه : ويې وفرمايل :چې تاسوته يوه داسې مياشت راغلي ده چې له برکت څخه ډکه ده ،اولوی خدای جل جلاله به موپه خپلورحمتونوکې پټ کړي ، دالله تعالی رحمتونه به نازليږي ، ګناهونه به رزيږي ،اودعاوي به قبليږي .
تشريح : يعني پيغمبرصلی الله عليه وسلم دمبارکي روژي دځانګړتياو يادونه وکړه ، اوپه دي ترڅ کې يې درمضان المبارک څوښيګڼي يادي کړي ،
۱ = لمړی داچې درمضان المبارک مياشت دبرکت مياشت ده ، يعني دانسانانو په صحت ، مال ،اورزق کي به برکتونه وي ،
۲= دوهم : الله تعالی به خپل رحمتونه نازلوي اودخپلو بندګانو سره به درحمت معامله کوي .
۳= دريم : الله تعالی به دبندګانوخطاوي اوګناهونه معاف کوي ،
۴= څلورم : الله تعالی په دغه مبارکه مياشت کې دخپلو بندګانو دعاوي قبلوي ،
اودغه وړاندينی مضمون دحضرت سلمان رضی الله تعالی عنه په روايت کې داسې راغلی دی:
وهو شهر اوله رحمة ،واوسطـه مغفرة،واخـــره عتق من النار ، من خفف عن مملوكه فيه غفرالله له واعتقه من النار . الحديث . .
ژباړه : دايوه داسي مياشت ده چې لمړۍ لس ورځي يې درحمت ،اودمينځ لس ورځي يې دمغفرت ،اووروستۍ لس ورځي يې د اور څخه دازادۍ دي .
تشريح :- يعني لمړۍ لس ورځي یې دلوى خداى دلوري څخه درحمتونو دنزول ورځي دي ،اومينځنۍ ورځي يې بندګانوته دګناهونو دبخښلو، او وروستۍ ورځي يې له اورڅخه دهغوئ دازادولو اومعافولوورځي دي .






زما دنن ورځي روژه څرنګه ده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

الاستفتاء رقم ۲۱۱۲ محترم مفتي صاحب ! له سهار چې راکیناستلی یم څه مي نه دي خوړلي ،له لمانځه وروسته دوره تفسیرته ولاړم اوس په یوه بجه رافارغ شوم ، دلته دعامو مسلمانانو روژه نشته له صباڅخه يې روژه پیل کیږي ، مګر ځينو خلقو روژه نیولي ده ، نوزه اوس څه وکړم پسي روژه يې کړم اوکه يې وخورم ؟ ملا حبیب الله
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: روژه یوځانګړي عبادت ده ، په هرعبادت کې نیت شرط ده،اودنیت لپاره ضروري ده چې دعبادت ترپیل به له مخه وي ،مګر روژه په استثناء یوداسي عبادت ده چې له پیل څخه وروسته هم نیت صحیح کيږي ،اوداچې څومره موده وروسته دروژی له پیل څخه نیت صحیح کيږي په دي اړه مجتهدینولیکلي دي چې ترنصف نهارشرعي لیږ وړاندي پوري نیت صحیح کيږي اوله نصف نهارشرعي وروسته نیت نه صحیح کيږي . اونهار شرعي [شرعي ورځ ]له سپیدو څخه تر لمرلویدو پوري ګڼله کیږي نواوس له سپیدو څخه ترڅه کم یولسو بجو شاوخواپوري نیت کولای شي مګر له یولس نیمو څخه وروسته زیاته نیت نه صحیح کیږي نوتاسو اوس له یوي بجي څخه وروسته دروژي نیت نشئ کولای .
لمافي المبسوط 3\135 ثم هنا ذكر النية قبل الزوال، وفي كتاب الصوم قبل انتصاف النهار، وهو الصحيح؛ لأن الشرط وجود النية في أكثر وقت الصوم، وذلك لا يوجد إذا نوى قبل الزوال؛ لأن ساعة الزوال نصف النهار من طلوع الشمس ووقت الصوم من طلوع الفجر فإنما يشترط وجود النية في وقت الضحوة على وجه تكون النية موجودة في أكثر وقت الصوم الخ
ولمافي الهدایه ۱\۱۱۶ وفي الجامع الصغير قبل نصف النهار وهو الأصح لأنه لا بد من وجود النية في أكثر النهار ونصفه من وقت طلوع الفجر إلى وقت الضحوة الكبرى لا إلى وقت الزوال فتشترط النية قبلها لتتحقق في الأكثر الخ
وفي ملتقي الابحر 1\345 … ويجوز أداء رمضان والنذر المعين بينة من الليل وإلى ما قبل نصف النهار لا عنده في الأصح وبمطلق النية
لمافي وفی رد المحتار ۱\ ۳۰۷: ط، ق، ( ولا عبرة بنیة متأخرة ) لأن الجزء الخالی عن النیة لا یقع عبادة فلا یبنی الباقی علیه وفی الصوم جوزت للضرورت ، بهنسی ،.







روژه په اسلام اوساینس کې ۲برخه

روژه په احاديثوکی

۱: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي کله دروژې میاشت داخله شی نوداسمان دروازې( اوپه یوه روایت کی دجنت دروازې اوپه بل روایت کی درحمت دروازې ) پرانستل شی اودجهنم دروازې بندې کړل شی اوشیطانان په ځنځیرونووتړل شی۔
(مسلم شریف، بخاری شریف، مشکوة شریف)
۲: حضرت سعدرضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دجنت اته دروازې دې چي په هغوکې یوه دروازه دريان په نامه سری ده چي پرهغې دروازې به یواځی روژه نیونکې داخلیږی۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)
۳: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم کس چي دایمان اوثواب غوښتلوپه نیت روژه ونیسی دهغه تیرشوی ګناهونه به وبخښل شی اوکوم کس چي دایمان اواخلاص سره په روژه کی عبادت کوی دهغه مخکنی ګناهونه به معاف کړل شی، همدغه ډول کوم څوک چي دشب قدرپه شپه کې په ایمان اواخلاص سره په عبادت بوخت وی دهغه به تېرشوې ګناهونه معاف کړل شی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
۴: دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي انسان ته پرهرعمل له لسوڅخه تراوو(۷۰۰) سووپوری دثواب بدله ورکول کیږی، مګرالله جل جلاله وایی چي روژه له شماره څخه بېله ده داځکه چي هغه خاص زمالپاره ده، اوزه دهغې بدله رحمت ورکوم ولی چي روژه دارخپل خواهش، خوراک اوڅښاک خاص زمالپاره پرېښې وو، دروژه دارلپاره دوې خوشحالۍ دې یوه دروژې دماتولوپروخت اودوهمه دالله تعالی سره دملاقات پروخت اودروژه داردخولې بوی الله ته دمشکوله بوی څخه هم خوښ دی، رژه د ګناهونوپه وړاندی سپر(ډال) دی اوکله چي کوم یوله تاسوڅخه روژه داروی نوبدې خبرې دی له خولې څخه نه راباسی اونه دې ښکنځل کوی، کله چي بل څوک بدې خبرې ورته وکړی یاله ده سره جګړه کوی نودې دې ځواب ورکړی چي زه روژه داریم۔
(بخاری شریف، مسلم شریف مشکوة شریف)
۵: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي کله دروژې لومړۍ شپه شی نوشیطانان اوسرکښه پېریانان وتړل شی، دجهنم ټولې دروازې بندی کړل شی یوه هم پرانستې نه وې، اودجنت ټولې دروازې پرانستل شی یوه هم بنده نه وې؛ یواوازکوونکی اوازکوی چي ای خیرغوښتونکې!!! مخ راوګرځوه اوای شرغوښتونکې!!! شرپرېږده شاته ولاړشه، اوالله جل جلاله په روژه کې ډېرخلک له دوږخ څخه ازادوې اودامعامله هره شپه ترسره کیږی۔ (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
۶: حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه اوقران کریم دبنده لپاره دالله په دربارکی شفاعت کوی، روژه به ووایی چي ای پروردګاره! مادی په ورځ کی دخواهشاتو، خوراک اوڅښاک څخه منع کړی وونوځکه دده په هکله زماشفاعت قبول کړه اوقرانکریم به ووایی چي ای خدایه! مادې په شپه کې له خوب کولوڅخه بندکړی وونوځکه دده په اړه زماشفاعت قبول کړه، نوددوی دواړوشفاعت به قبول کړل شی۔
(مشکوة شریف، جامع الاحادیث)
۷: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژه داردعا نه ردیږی۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
۸: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي ددرواشخاصودعانه ردیږی :
۱: دروژه مات پروخت دروژاتی دعا،
۲: دعادل پاچادعا
۳: اودمظلوم دعا۔
(الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
۹: حضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې لپاره جنت دکال له پیل څخه بیاتردابله کاله پوری ښایسته کیږی، بیاچي کله دروژې لومړۍ ورځ شی نوترالهی عرش لانده یوه ځانګړې هوادجنت له پاڼوسره تیریږی ښکلوحوروته چي کله ورسیږی نوهغوی وایی چي ای خدایه! زموږلپاره له خپلوبندګانوڅخه داسی جوړه غوره کړه چي زموږسترګې په هغوی سړی اویخې شې اودهغوی سترګې په موږ سړې شې۔






روژه په اسلام اوساینس کې (لمړۍ برخه )

په قرانکریم کی روژه:

دروژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی اودهدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ (البقره ۱۸۵)
بل ځای په قرانکریم کی راځی:
دروژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره ۱۸۷)
دروژې ومیاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، اوداتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی دکایناتوپنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته درمضان میاشت وویل؟
رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض وهغوشګوته ویل کیږی چي داسی ګرمې اوتودې وې چي پښې سوځی چي دادټولودعربی ژبې دلغت پوهانوپه نظراتفاقی ده، دعربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي دروژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي داګناه سوځې اوداتوری دجاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔
دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي داګناهونه سوځې اوختموې ئې۔
(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)
دهمدې حدیث شریف په تائیدباندی شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي دروژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی دمسلمانواو شریفانوګناهونه سوځې اوله مینځه ځی۔
(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
وروژې نیولوته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفوصیغوسره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) دعربی ژبې دلغت پوهانو(دمنجداولسان العرب) لیکوالانوپه اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی اودشرعی په اصطلاح کی (صوم) دسپېدوڅخه ترلمرلوېدوپوری دخوراک، څښاک، جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولواوامساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده

روژه تراسلام مخکی هم په مختلفودورواومختلفوبڼوسره فرض وه، دبېلګې په ډول سره پرځینوامتودهرې میاشتې ایام البیض یادروښانوشپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودواونصاراوودمحرم دلسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول اودقران عزیزپه دې حکم سره چي روژه درمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی اودهغوروژونیولو حکم پرسنتیت باندی پاته شو؛ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دمحرم اوروښانه شپوروژې نېولې






آيا په وينه ورکولو روژه ماته ده ؟

سوال ۵ : که يو سوک يو مريض عاجل ته په روژه کي وينه ورکړي آيا روژه يې ماته ده که يا او که ماته ده نو صرف قضاسته او کفاره او قضا دواړه ؟
جواب : د وينو ورکولو سره روژه نه ماتيږي نه قضا او نه کفاره .






د شک روژې د ورځي نيت به انسان څنګه کوي ؟

سوال ۴ :د شک روژې د ورځي نيت به انسان څنګه کوي  او دا روژه نيول مکروه ده که يا ؟ اود شک روژي ورځ په کوم تاريخ ده ؟
جواب : د برات د مياشتي ديرشم (۳۰) تاريخ ته د شک روژې ورځ وائي چي نه دا معلوم ده چي برات دی ځکه کيدلای سي چي د روژې مياشت نوېشت (۲۹) شپې وي او نه دا معلومه ده چي د روژې ورځ ده کيدای سي د برات مياشت ديرش (۳۰) شپې وي .





هغه کوم عبادات دي چي په روژه کي ثواب لري ؟

سوال ۳ :د روژې مبارکي  د مياشتي په شپو او ورځو کي هغه کوم
 
عبادتونه دي چي د نبي کريم صلي الله عليه وآله وسلم له طرفه
 
څخه و امت ته د هغه د کولو ډير تاکېد او زور راغلی وي چي دغه عبادت تسي په دغه مياشت کي ډير کوئ ځکه چي عبادات خو ډير دي ؟
جواب : زيات ترغيب په احاديثو کي (۱) د تراويح (۲) تلاوت قران کريم (۳) د تهجد دلمانځه (۴) او د صدقې او خيراتو راغلی  دغه اعمال بايد ډير په روژه کي وسي او علاوه د دغه څخه ذکر او استغفار هم بايد وسي . (آپ کا مسائل ج۳  ص۲۵۵)





د غاښ په دوا سره غاښونه پريولل  روژه ماتوي که يا  ؟

سوال ۲ : د غاښ په دوا سره غاښونه پريولل  روژه ماتوي که يا  ؟
جواب : د غاښو دواء د روژې په حالت کښي استمعالول مکروه ده  البته که چيري حلق ته ولاړه روژه ماته ده.






د غاښ په کښلو سره روژه ماتيږي که يا  ؟


سوال  ۱ : د غاښ په کښلو سره روژه ماتيږي که يا  ؟
جواب : د غاښ په کښلو سره روژه نه ماتيږي په شرط د دې چي و حلق ته وينه ولاړه نه سي او تيره نه سي (آپ کا مسائل ج ۳ ص ۲۹۰)
په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .
پدی اړه دغه حديث شريف ولولی :
مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )
ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .
دروژی مکروهات :
۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .
۲- د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .
۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .
۴- د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک دتندخويی د دفعی په وجه چه بدرد ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي  .
۵- په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي
۶- د غاّښو مينځلو کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .
۷- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .
۸- که دشهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .
۹مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .
پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .
دروژی فاسدوونکي :
په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .
۱- له څه خوړلونه .
۲- له څه څښلونه .
له جنسی فعل نه .
پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږي .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي ، هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندې واجبيږي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :
۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .
۲- چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر  وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی  نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .
۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .
۴- د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .
۵- که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل  .
۶- که چا له سره د روژی  نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ  .
۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تير شي  قضا پری واجب ده .
۸- که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي  قضا پری واجب ده .
۹- په غوږ کې تيل اچول  يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .
۱۰که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.
۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي  .
۱۲- د جماع او وحشی عمل  لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه  .
۱۳- غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو ذياتی وي له ستونی څخه تير شي .
په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :
۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول
يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا ي داخلول وغيره .
د روژی کفاره :
ديوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .
که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.
رمضان، د ايمان مدرسه
(اى موْمنانو! پر تاسې روژې فرض كړاى شوې، څرنګه چې له تاسې نه په وړاندې خلکو فرض شوې وه. تر دې چې پرهيزګاره شی.)
(د بقرې  سورت د ۱۸۳ آیت ترجمه)
نيكمرغې مياشتې ښه راغلې!
د رمضان نیکمرغه میاشت یو ځل بیا له خپلو ټولو پیرزینو او برکتونو سره د الله پر ریښتینو بنده ګانو راوګرځیده او اسلامی امت یې په ورین تندی هرکلي ته لاس په نامه ولاړ دی. ښه راغلې اې د رمضان میاشتې! ته راغلې چې د هجران پر ټپونو د وصال مرهم ولګوې او د الله د مینې تږي زړونه د ایمان په خوږو خړوب کړې. نو هرکله راشې زموږ محبوبې میاشتې! د کال له ټولو غوره میاشتې، د رحمت، مغفرت او له اور څخه د خلاصون میاشتې، د تقوی، توبې، صبر او الله ته د ورګرځیدلو میاشتې، د شپې رڼولو، له الله سره د راز او نیاز، صدقاتو او په نیکیو کې د سیالۍ میاشتې، نو ستا قدم زموږ په لیمو ای د ایمان مدرسې او د ښیګڼو سرچینې!
پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیری ورکوي
- (کله چې د رمضان لومړۍ شپه راورسيږي، نو شیاطین او سرکشه پیریان بندي کړل شي، د دوزخ دروازې وتړل شي او هیڅ یوه دروازه یې هم وازه نه پاتې کیږي، د جنت دروازې پرانیستل شي او هیڅ دروازه یې تړلې نه پاتېږي، ناره کوونکی ناره کوي: ای د خیر غوښتونکیه، وړاندې راشه او د بدۍ غوښتونکیه: لاس ونیسه. او الله بنده ګان له اورڅخه آزادوي او دا د رمضان په هره شپه کې جریان لري.) (رواه ترمذی و ابن ماجه)
- (الله متعال فرمایي: د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم.
روژه له ګناهونو څخه مخ نیوی کوي، نو ستاسې نه چې څوک روژه ولري، له بد ویلو، ناوړه خبرو، چیغو نارو او جاهلانه کړنو څخه دې ځان وساتي. که څوک ورته ښکنځلې وکړي یا یې ورسره جګړه وکړه، ځواب دې نه ورکوي بلکه دوه ځله دې ووایی: زه روژه یم. په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی، د قیامت په ورځ الله ته د مښکو تر بوی نه غوره دی.
روژتي دوه خوښۍ لري چې خوښوي یې: یو د روژه ماتي پر مهال او بل چې کله له الله تعالی سره مخامخ کیږي.( (صحیح مسلم)
- (څوک چې د الله په لار کې یوه روژه ونیسي، الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوزخ له اوره لرې کوي.) (متفق علیه)
کېدای شي دا دې وروستی رمضان وي
ګرانه وروره او درنې خورې! رمضان له خپلو ټولو ښیګڼو سره راغله، خو ته چیرته یې؟ آیا ته د دغه میلمه هرکلي ته چمتو یې؟ روژه خو سږ کال هم د نورو کلونو په څېر راځي او تیریږي، خو تا ته پر الله سوګند درکوم چې مه پریږده دا ستره موکه دې له لاسه ووځي. داسې موکه چې یواږې څو ورځې ورته پاتې دي. څوک پوهیږي چې آیا راتلونکی کال به بیا روژې استقبال کړې او که نه؟ ګرانه لوستونکیه! باور وکړه چې هیڅ ضمانت نشته. څومره ځوانان چې تیر کال ږموږ تر منځ او هم مو تر څنګ وو خو سږ کال یې پر قبرونو د خاورو څلی جوړ دي.
ژوند ته له سره کتنه
رمضان د ژوندون د مسیر د ارزونې غوره فرصت دی چې باید پکې د خپل ژوند تګلوري ته له سره کتنه وکړو او ډاډه شو چې د آیا په هماغه لوري دی چې الله جل جلاله راته ټاکلی اوکه د کعبې په ګمان ترکستان ته روان یو؟
رمضان، د بدلون میاشت
رمضان د بدلون میاشت ده. راځه د بدلون په هوډ له خپل رب آشتی وکړو، راځه خپل الله چې په ناوړه کړنو مو ناراضه کړی، له ځانه خوښ کړو او د هغو په څېر نه شو چې د الله په هیرولو سره یې نفسونه هېر شوي دي. تاسې ځنګه؟ آیا راتلونکي رمضان ته کومه ځانګړې برنامه لری؟ آیا په ژوند کې د بدلون لپاره تیاریاست؟
رمضان، د ارادو د نندارې فرصت
رمضان د ارادې او عزم د پخوالي میاشت ده. هغه میاشت چې ناآشنا هوډونه زیږوي. دلته وږی او تږی هوډمن دی چې له سهاره تر ماښامه به نه څه خوري او نه څښي. سبحان الله! آیا هغه چې د الله په امر یې دې هر څه ته شا کړې، دومره وس نلري چې له ژوند څخه ناسمې کړنې لرې کړي؟ حتما چې لري یې. روژه د ناوړه عادتونو او حیواني شهوتونو له ولکې څخه د خلاصون میاشت ده. هغه میاشت چې مؤمن له امارة بالسوء نفس سره په مبارزه کې دا ثابتوي چې د نفس بنده نه دی، بلکې نفس د هغه تر واک لاندې دی. پدې میاشت کې مؤمن خپل پوخ عزم نندارې ته ږدي. هو، هغه د روژې له پیله هوډ کړی چې لمنځونه په جماعت سره اداء کوي، غیبت نه کوي، دروغ نه وایي، سترګې او غوږونه له ناروا څخه ساتي، نه حرامو ته لاس ور وړي او نه په ‌‌طاعت کې ټنبلی کوي… او که همت لوړ وو نو د الله په مرسته حتما همداسې کیږي، ځکه د رحمن پالونکي په وینا: (هغوی چې زموږ په لار کې تکل کوي، موږ به هرو مرو خپله لار وروښیو.) (د عنکبوت سوره د ۶۹ آیت مفهوم)
پاڅه او خپل پیاوړی هوډ وازمایه
تاسې همدا سږ کال دا وآزمایاست او بیا وګورئ چې څرنګه مو مخې ته د نیکمرغۍ دروازې پرانیستل کیږي. اې وروره چې تر اوسه دې د ریښتیني مؤمن په توګه د ایمان خوند ندی څکلی، اې ځوانه چې تر اوسه له ګناهونو څخه د نفس په راګرځولو نه یې برلاسی شوی.اې خورې چې د حجاب او اسلامي آدابو په پلي کولو کې پړه راغلې یې، اې پلاره چې لا دې له حرام مال څخه لاس ندی اخیستی، اې مورې چې د اولاد په روزنه کې دې ټنبلي کړې ده، اې واکمنه چې د الله د اوامرو له پلي کولو غافل یې، اې دعوتګره چې د حق د پیغام په رسولو کې دې لټی کړې! پاڅه، پاڅه او د دې ایماني فرصت څخه په ګټې اخیستې سره د خپلې ارادې پیاوړتیا وازمویه.
څرنګه له رمضان څخه غوره ګټه واخلو؟
۱. د الله شکرانه ادا کړو چې تر بل رمضان پورې یې د ژوند فرصت راکړ.
۲. په خالص نیت سره د دې میاشتې د روژې نیولو هوډ ولرو.
۳. د کتابونو د مطالعې یا هم د سي ډي او کستو د اوریدلو له لارې د روژې د احکامو په اړه معلومات ترلاسه او روحي تیاری ورته ونيسو.
۴. د روژې له پیله په رښتینې توبې او پوره جدیت سره د تېرو ګناهونو د لمنځه وړلو تکل وکړو او هوډمن اوسو چې نور د ګناهونو لمن ونه نیسو.
۵. په جماعت سره د پنځه ګونو لمونځونو اداء کولو ته پاملرنه وکړو.
۶. په خپل ذهن کې د آخرت او مرګ د یاد روحیه ژوندۍ کړو
۷. له الله څخه پدې میاشت کې د لا زیات طاعت او عبادت توان وغواړو.
۸.له مناسب پلان سره سم،خپل او د کورنۍ وخت په نیکو کړنو ډک کړو.
۹. د دې میاشتې له برکتناکو شیبو څخه د دین د اړینو مسائلو په زده کړه کې ګټه واخلو او په ځان کې د مطالعې او زده کړې دود غښتلی کړو.
۱۰. د روژې په لوږې او تندې سره باید هغه خلک را یاد شی چې د خوړلو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ نه لري او له هغو سره د مرستې لپاره ګام واخلو.
۱۱.د پیشمني پرمهال دتهجد په لمانځه سره دنفس په روزنه کې هڅه وکړو
۱۲. د روژې له باطلوونکو ځان وساتو: ډیری روژتیان د روژې له ماتوونکو (خوراک، څښاک او جماع) څخه ډډه کوي خو باطلوونکو ته یې چې د روژې اجر له منځه وړي هیڅ پاملرنه نه کوي. رسول الله فرمایي: (ډیر روژتیان داسې دي چې د روژې لاس ته راوړنه یې یواږې لوږه او تنده  او د لمانځه ونډه یې یوازې بې خوبي وی.) (ابن ماجه) اړینه خو دا ده چې زموږ ټول غړي روژه وي تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: (که څوک روژتي ته ښکنځلې وکړي، هغه دې متقابل عمل نه کوي بلکې ودې وایي چې ما روژه نیولې.) (صحیح مسلم)
۱۳.د تراویح لمونځ: رسول الله فرمایي: څوک چې د رمضان په شپو کې له ایمان او اخلاص سره لمونځ وکړي. تیر ګناهونه یې بښل کیږي. (متفق علیه)
۱۴. په رمضان کې صدقه ډیر زیات اجر لري، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: تر ټولو ښه صدقه هغه ده چې په رمضان کې ورکړل شي. (ترمذی)
۱۵. سخاوت: په روایت کې راځي چې په رمضان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخاوت له روان نسیم څخه هم زیات وو.
۱۶. د قرآن كريم تلاوت: رمضان د قرآن میاشت ده ځكه نو بايد پكې د قرآن د تلاوت او زده کړې زیاته هڅه وکړو. اړینه ده چې قرآن په پوره تدبر سره تلاوت کړو او هڅه وکړو چې په معنی او مفهوم یې پوه شو.
۱۶. رمضان د ذكر، دعاء او استغفار ښه وخت دی چې ترې ګټه واخلو.
۱۷. عمره: رسول الله فرمايي: په رمضان کې عمره د حج اجر لري. (بخاري)
۱۸. اعتکاف، په ځانګړې توګه په وروستۍ لسیزه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د نفس د روزنې ښه فرصت دی.
۱۹. د رمضان په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپې د ترلاسه كولو په نيت چې تر زرو مياشتو غوره ده، تر ډيره عبادت او طاعت ته ملا وتړو.
۲۰.روژتیانو ته په روژه ماتي ورکولو سره،وعده شوى ثواب لاس ته راوړو.
۲۱. په پوره نشاط سره ورځنیو چارو ته حاضر شو او د روژې معنویت په بې حوصلګۍ او له نورو سره په جنجالونو زیانمن نه كړو.
۲۲.له بې ګټې او عبث مجلسونو څخه ځان وساتو او خپل ارزښتمن وخت په قرآني درسونو او نورو دينې مجالسو كې په ګډون سره ولګوو.
۲۳. د فطر د زکات وركړه: دا چې بايد د اختر له لمانځه څخه وړاندې بې وزلو ته ورسيږي نو له اختر څخه څو ورځې وړاندې یې هم ورکول جائز دي څو پرې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
۲۴. د كوچني اختر په لمانځه کې په ګډون سره د خیر او برکت دا موسم پای ته ورسوو له رمضان وروسته له الله سره د تل لپاره دعبادت ژمنه وکړو.
د روژې فضایل
- د روژتي د خولې بوی، الله ته د مشکو له بوی څخه غوره دی.(متفق علیه)
- جنت د روژتیانو لپاره ریان په نامه ځانګړې دورازه لري. (بخاری)
- روژه د الله په وړاندې د روژتیانو شفاعت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: روژه او قرآن د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي. روژه وایي: ای زما ربه! ما هغه په ورځ كې له خوړلو او شهوتونو منع کړی وو، نو زما شفاعت يې په اړه ومنه. قرآن وایي: ای زما ربه! ما هغه د شپې له خوب څخه منع کړى وو، نو ما د ده لپاره شفیع وګرځوه. نو د دواړو شفاعت به قبول شي. (رواه احمد)
- روژه ځانګړی ثواب لري: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: د هر عمل ثواب دوه برابره، لس برابره او تر اوه سوو برابره پورې ورکول کیږي، خو الله تعالی فرمایي: روژه يوازې زما لپاره ده نو ثواب یې زه پخپله ټاكم. (ابن ماجه)
- د افطار پر وخت د روژتي دعا نه ردیږي. (ابن ماجه)
د روژې آداب
- په افطار كې بیړه كول: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: تر هغه چې خلک په روژه ماتي کې بیړه کوي په خیر کې دي. (متفق علیه)
- روژه په خرما او اوبو سره ماتول.
- د افطار وروسته دعاء:ذهب الظمأ وابتلت العروق ثبت الاجر انشاء الله
- د شپې په وروستۍ برخه کې پیشنمی کول.
- ډیر خوراک نکول چې د ناروغیو مور او د روژې د حکمت منافي ده.
سلف صالحو به د رمضان څه ډول استقبال كولو؟
- له رمضان سره ژوندون: معلی بن الفضل وايي: صحابه کرامو به شپږ میاشتې له الله څخه روژه غوښته او شپږ میاشتې به یې د قبولۍ دعاوې کولې.
- د قرآن تلاوت ته ځانګړې پاملرنه: صحابه به د قرآن له تلاوت څخه ډیر متأثر کیدل او زړونه به یې په ورسره نرمیدل. په ځانګړې توګه په رمضان کې به یې د قرآن زیات تلاوت كاوه او په هغه کې به یې زیات فکر کاوه او هغه به یې زیات زده كولو.
- عبادت ته ځان وزگارول: روایت دی چې کله به خلک کورونو ته لاړل نو ابن عمر رضي الله عنه به مسجد ته لاړ او تر سهاره به یې لمونځ کولو.
- سخاوت او انفاق: روایت دی چې ابن عمر رضی الله عنه له مسکینانو پرته
روژه نه ماتوله. که به کوم سوالګر ورغی نو خپله ډوډۍ به یې هغه ته ورکوله او چې په کور کې به یې د خوړلو لپاره نور څه ونه موندل نو د دویمې ورځې لپاره به ېې همداسې په لوږه روژه نیوله.
- له زیات خوراک څخه ډډه: پدې باور ول چې که څوک غواړي په روژه کې له لمانځه څخه خوند واخلي نو لږه ډوډۍ دې خوري، ځکه لوږه زړه نرموي، نفس کمزوری كوي او غوسه له منځه وړي.
- په وروستۍ لسیزه کې زیات زیاراېستل: د رمضان وروستۍ لسیزه به چې راورسیده نو په عبادت کې به یې حرص څو برابره زیات شو. ابن جریر فرمایي: ډيرى سلفو به د شپې غسل كاوه، عطر به یې لګول، ښې جامې به یې په تن كړې او په عبادت به لګیا شول. ځکه پدې باور ول چې د قدر شپه په همدې شپوکې ده.
- قیام اللیل او اوږدې تراویح.
- د ژبې ساتل او له زیاتو خبرو ډډه كول.
رمضان د قرآن، جهاد، تعاون، تغيير او تقوا مياشت
رمضان قرآن كريم ته ورگرځيدو مياشت ده، راځئ د هغه د پوهاوي تكل وكړو، احكام يې په فردي او كورني ژوند كې پلي كړو، خپل ملت ته يې پيغام ورسوو او د تنفيذ په لار كې يې لاسونه سره وركړو. رمضان د جهاد مياشت ده، راځئ د ټولو مفاسدو پر وړاندې د مبارزې توغ پورته كړو. رمضان د همكارۍ مياشت ده، راځئ اړو انسانانو ته د مينې لاس ور اوږد كړو، رمضان ځان ته د راګرځیدلو میاشت ده، راځئ د الله د خوښې وړ او نجات وركونكي بدلون په اړه سوچ وكړو. بالاخره رمضان د عاداتو له تنګې دایرې څخه د الله د عبادت پراخې نړۍ ته د ګام اخیستنې میاشت ده چې د عبادت میوه هم تقوا ده، نو څومره به ښه وي چي د تقوا سیوري او د ایمان په رڼا کې ډاډمن ژوند تجربه كړو.
په اکثره خلکو کې دا عادت وي چې د رمضان المبارک څخه يو ورځ يا دوی ورځي مخکې روژه نيسي که ور ته ووايي دا روژه ولی نيسی نو در ته وايي به که رمضان شو نو فرضي روژه به وشميرل شي او که نشو نو ثوابي روژه به وشميرل شي چې ددې ته شک روژه وايي .
او بغير له شک روژې هم داسې کول منع دي مګر هغه څوک چې دايم په روژه نيولو يا په مياشت کې دری ورځې په روژه نيولو عادت وي .
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخارى: 1914)
ژباړه :   ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د د تاسې څخه بايد هيڅ څوک هم د رمضان څخه يو يا دوې ورځي مخکی روژه ونه نيسي ، مګر هغه څوک چې په روژه نيولو مقيد وي ( مثلاً د دوشنبه ، پنجشنبه .. روژه )  نو داسې کس ته د روژي نيولو اجازت شتته .
بل حديث شريف کې راغلی دی : من صام اليوم يشک فيه الناس فقد عصی أبا القاسم ( نسايي او ابوداؤد )
يعنې څوک چې په داسې ورځ روژه ونيسي چې خلک په رمضان او نه رمضان کې شکمن وي نو داسې کس د ابو قاسم ) رسول الله صلی الله عليه وسلم ) له امر او فرمان څخه سر غړونه وکړه .





د اسلام مقدس دين چه سراسر د رحم خواخوږی په ښو کارونو د ترغيب او له بدو کارونو څخه د مخنوي پيغام لري . د همدې موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوي دوره ده .
ترڅو په دغه لنډه دوره کې د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بې ګټی زهرجنو شيطانې اعمالو منع شي .
دروژی فضيلت :
د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت ته د هری نيکی په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم زياته بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .
الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي, نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم (بخاري او مسلم )  .
بل حديث شريف  كې راغلياِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).
ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايې پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوی خطبی په آخره برخه کې وفرمايلوهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .
( ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يي مغفرت دی او آخري دريمه حصه يي د دوزخ څخه خلاصون دی ،ددينه پس يي وفرمايل کوم سړی چه په دی مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به د هغه مغفرت وکړي او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړي (شعب الايمان للبيهقی ).
عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )
له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .
يعنی ټول عمر روژه نيول د يوې ورځی د رمضان په اندازه ثواب نشي پوره کولای چې ددې څخه د رمضان المبارک غوره والی او فضيلت څرګنديږي .
عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه)
له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي .
عن عثمان سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول الصيام جنة من النار کجنة احدکم من القتال ( بخاری ،مسلم ، ابن ماجه )
حضرت عثمان رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې فرمايل يې : روژه د اور څخه داسې سپر او ډال دی لکه چې سپر او ډال وي ستاسې په جنګ کې .
لکل شی ءٍ زکاة و زکاة الجسد الصوم والصوم نصف الصبر ( ابن ماجه )
د هر شي د پاره زکات وي د بدن زکات روژه نيول دي او روژه نيول نيم صبر دی .
لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ( بخاری او مسلم )
د روژه لرونکی د خولې بوی الله تعالی تر عطرو او مشکو غوره دی .



د شعبان مياشت او برات شپه
https://images-blogger-opensocial.googleusercontent.com/gadgets/proxy?url=http%3A%2F%2Fafghanfoundation.net%2Fwp-content%2Fuploads%2F2013%2F06%2F%25D8%25B4%25D8%25B9%25D8%25A8%25D8%25A7%25D9%2586-1.jpg&container=blogger&gadget=a&rewriteMime=image%2F*





د شعبان مياشت
شعبان د اسلامي تاريخ له پلوه د کال آتمه مياشت ده  او دا د ومره د خيراو برکت مياشته ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به پدې مياشت کې د الله جل جلاله عبادت او په ځانګړي ډول روژو نيولو ته ډېره پاملرنه کوله،  دنوموړې مياشتې روژې يې د رمضان د مياشتې له روژو وروسته ترټولو غوره روژې  بللې دي لکه په حديث کې راځي :
عن أنس أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : أفضل الصيام بعد رمضان شعبان [1]
ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د رمضان له روژو وروسته تر ټولو غوره روژې د شعبان دمياشتې دي .
او په يو بل حديث کې د شعبان مياشتې د روژو د غوره والي لامل هم ښودل شوی دی چې دا روژې ولې او د څه له کبله دومره غوره او د زيات ثواب لامل دي، په حديث کې راځي :
عن أنس : قال سئل النبي صلى الله عليه و سلم ؟ أي الصوم أفضل بعد رمضان ؟ فقال شعبان لتعظيم رمضان قيل فأي الصدقة أفضل ؟ قال صدقة في رمضان [2]
ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه د رمضان له روژو وروسته تر ټولو غوره روژې کومې دي رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د شعبان د مياشتې روژې د رمضان د احترام او درنښت له امله، پوښتنه وشوه چې کوم خيرات ډېر غوره دی؟  رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل د رمضان په مياشت کې خيرات کول  .
معنا دا چې د رمضان د احترام او د هغه روژو ته د چمتو والي  او تيارۍ په موخه د شعبان په مياشت کې روژې نيول يوه ښه او غوره کار دی ځکه چې له شعبان وروسته سمدلاسه د روژې مياشت پيل کيږي او رسول الله . به په نوموړې مياشت کې تر ټولو زياتې روژې نيولې او دروژې میاشت سره به یې پیوسته کولې.
عن عائشة رضي الله عنها تقول: كان أحب الشهور إلى رسول الله صلى الله عليه و سلم أن يصومه شعبان ثم يصله برمضان . [3]
ژباړه : له عائشې رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تر ټولو خوښه مياشت دشعبان وه چې روژې پکې ونيسي او بيا به يې د روژو دا لړۍ تر رمضانه رسوله .
دغه راز رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان مياشتې ته تر ټولو مياشتو زيات ځير و او د رمضان له امله به يې ډېره پاملرنه  ورته کوله لکه په يو حديث کې  راځي :
عن عائشة قالت : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم يتحفظ من هلال شعبان مالا يتحفظ من غيره ثم يصوم رمضان لرؤيته فإن غم عليه عد ثلاثين يوما ثم صام[4].
ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم به د نورو مياشتو په پرتله د شعبان مياشتې ليدو ته ډېره پاملرنه کوله او بيا به يې د رمضان د مياشتې د ليدو سره د هغې روژې نيولې خو که مياشت به ونه ليدل شوه نو د شعبان مياشتې دېرش ورځې به يې پوره کړې بيا به يې د رمضان روژې نيولې .
له یولوري څه له دې حدیثه  د رسول الله صلى الله عليه وسلم شعبان مياشتې ته ځانګړې پاملرنه څرګندیږي او له بل لوري څخه  د رمضان مياشتې په اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له عمل څخه يوه مهمه مسئله هم معلومه شوه هغه دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د رمضان مياشتې روژې به د مياشتې له ليدو و روسته نيولې او که د مياشتې په ليدو کې به کومه ستونزه رامنځته شوه  لکه ورېځ يا ګرد او غبار چې د مياشتې ليدل به يې ستونزمن کړل؛ نو بيا به يې د شعبان مياشتې ورځو ته حساب کولو کله چې به دېرش ورځې پوره شوې نو درمضان مياشت روژې به يې پیل کړې څرنګه چې  دا مسئله  په يو بل حديث کې داسې بيان شوې ده :
عن أبي هريرة  قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته فإن غم عليكم الشهر فأكملوا العدة ثلاثين [5]
ژباړه : له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو د مياشتې له ليدو سره روژه ونيسئ او د بلې مياشتې په ليدو سره يې وخورئ خو که د مياشتې ليدل درباندې پټ شول نو بيا د شعبان مياشتې دېرش ورځې پوره کړئ .
معنا دا چې د رمضان روژه د مياشتې د ليدولو سره سمه ونيسئ او کله چې د اختر مياشت ووينئ نو روژه وخورئ او عيد يې کړئ خو که د رمضان مياشتې په ليدلو کې کومه ستونزه مخته راغله چې په آسمان کې دوړه او ګرد  له امله مو مياشت ونه شوای ليدلی؛  نو بيا د شعبان مياشتې دېرش ورځې وګڼئ، کله چې هغه پوره شوې د رمضان روژه ونيسئ
په شعبان کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم عادت
عن أم سلمة : قالت ما رأيت النبي صلى الله عليه و سلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان [6]
ژباړه : له ام سلمه رضي الله عنه روايت دی وايي : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم بل هيڅ وخت دوې مياشتې پر له پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی مګر د شعبان او رمضان په مياشتو کې .
حدیث په سرسري کتنې څخه  دا خبره څرګنديږي  چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به رمضان مياشتې غوندې د شعبان ټوله مياشت روژه نيوله ؛ خو که نورو احادیثو او درسول الله صلى الله عليه وسلم عمل ته ځيرشو، دا خبر به راته په ډاګه څرګنده شي چې له دې څخه زياتوالی د رروژو مراد دی نه ټوله مياشت روژه نيول ځکه په يو بل حديث کې همدې ټکي ته دا سې اشاره شوې ده :
عن عائشة أنها قالت ما رأيت النبي صلى الله عليه و سلم في شهر أكثر صياما منه في شعبان كان يصومه إلا قليلا بل كان يصومه كله .[7]
ژباړه : له عائشې  رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : ما رسول الله د شعبان مياشتې په پرتله په بل مياشت کې زيات په روژه نيولو نه دی ليدلی د شعبان مياشت کې به يې ډېرې روژې نيولې لږ ورځې به يې نه نيولې بلکې زياتې به يې نيولې .
لدې حديث څخه دا خبر معلومه شوه چې ټوله مياشت به نه بلکې د دې مياشتې ډېره برخه به يې د روژې په حالت کې تېروله او دا چې ټوله مياشت به يې روژه نه نيوله دا خبره په يو بل حديث کې په څرګندو ټکو بيان شوې ده :
عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : ما صام النبي صلى الله عليه و سلم شهرا كاملا قط غير رمضان ويصوم حتى يقول القائل لا والله لا يفطر ويفطر حتى يقول القائل لا والله لا يصوم [8]
ژباړه : له ابن عباس  رضي الله عنهما څخه روايت دی وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم د رمضان مياشتې څخه پرته بل هيڅ وخت هم بشپړه مياشت روژه نه ده نيولې او دا سې روژې به يې نيولې چې يو چا به ويل په الله قسم روژه به پرې نه ږدي اودا سې به يې پرېښودلې چې يوچا به ويل په الله قسم روژه به ونه نيسي .
معنا دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم يوازې د رمضان  بشپړه مياشت روژه نيوله  له رمضان پرته بل وخت يې بشپړه مياشت روژه نه نيوله او د روژو نيولو په اړه يې عادت دا و چې يو ځلې به يې پیل کړې نو دا ګمان به کېدو چې اوس به يې پرې نه ږدي او بيا به يې چې کله پرېښودلې نو چا به داسې خيال کولو چې بيابه روژه ونه نيسي
په شعبان کې د عائشې رضي الله عنها عادت
مخکې دا خبر څرګنده شوه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د شعبان په مياشت کې ډېرې روژې نيولې؛ نو له همدې امله دمومنانو مور عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند کې خپل عادت داسې جوړ کړی و چې د رمضان د مياشتې کومې روژې به چې د ماشتنۍ ناروغۍ ( حيض ) له کبله ورڅخه پاتې شوې  وې، د هغو قضا به يې د شعبان په مياشت کې را وړله؛ څو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د هغې دروژې له کبله کوم تکليف ونه رسيږي نو کله به چې ددواړو روژه وه؛  نو يو بل ته به د تکليف رسېدو وېره هم نه وه چې په دې سره يې د امت ټولو خويندو او ميندو ته يو لوی درس او پند ورکړ چې هغوی څنګه کولای شي د خپلو خاوندانو خيال وساتي او له هغوی سره دښه چلند بېلګه وړاندې کړي؛ ځکه کېدلای شي د مېرمن د روژې له امله خاوند ته تکليف ورسيږي؛  نوځکه  علماو ويلي  چې د مېرمن لپاره د خاوند له اجازې پرته نفلي روژه نيول پکار نه ده، کېدلای شي خاوند ته د ورځې په اوږدوکې د خپلې ښځې سره د انساني او فطري غوښتنې  یعنې کوروالي اړتيا پيدا شي نو د ښځې د روژې له امله به ستونزې سره مخ شي .او عائشه رضي الله عنها د خپل عادت په اړه وايي :
عن عائشة : قالت : ما كنت أقضي ما يكون علي من رمضان إلا في شعبان حتى توفي رسول الله صلى الله عليه و سلم [9]
ژباړه : له عائشې  رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : ترڅو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ژوندی و ما به د رمضان مياشتې د روژو قضايي په شعبان کې را ګرځوله .
د برات د شپې فضائل :
عن عائشة : قالت فقدت رسول الله صلى الله عليه و سلم ليلة فخرجت فإذا هو بالبقيع فقال أكنت تخافين أن يحيف الله عليك ورسوله ؟ قلت يا رسول الله إني ظننت أنك أتيت بعض نساءك فقال إن الله عز و جل ينزل ليلة النصف من شعبان إلى السماء الدنيا فيفغر لأكثر من عدد شعر غنم كلب [10]
ژباړه : له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی وايي : يوه شپه  رسول الله صلى الله عليه وسلم له ما څخه نا درکه شو زه پسې را ووتم ګورم چې په بقيع نومي هديره کې دی نو راته وې ويل : آيا ته وېرېږې چې الله جل جلاله او د هغه رسول به تا ظلم وکړي ؟ ما ورته وويل : ای د الله رسوله ما دا ګومان وکړ چې ته خپلو مېرمنو څخه کومې يوې ته راغلئ يې بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل الله جل جلاله د شعبان مياشتې په منځنۍ شپه کې د دنيا آسمان ته را ګوزيږي او دبنو کلب قبيلې د پسونو له وړيو څخه زياتو کسانو ته بخښنه کوي .
بنو کلب يوه قبيله وه چې تر ټولو قبيلو يې زياتې مېږې او پسونه لرل نو په پورتني حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله له لوري په نوموړې شپه کې د بخښل شويو کسانو زياتوالی د هغوی د پسونو د وړيو په شمېر سره بيان کړ چې د برات په شپه الله جل جلاله دومره زياتو کسانوته بخښنه کوي .
او په يو بل حديث کې له دوو کسانو پرته نورو ټولو ته د بخښنې اعلان شوی لکه په حديث کې راځي :
عن عبد الله بن عمرو ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : يطلع الله عز و جل إلى خلقه ليلة النصف من شعبان فيغفر لعباده الا لاثنين مشاحن وقاتل نفس [11]
ژباړه : له عبدالله بن عمرو څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : د شعبان مياشتې په منځنۍ شپه کې الله جل جلاله خپل مخلوق ته په ځير کيږي او له کينه کوونکي او ځان وژونکي پرته نورو خپلو بندګانو ته بخښنه کوي .
او په يو بل حديث کې بيا له  مخکېنيو دوو کسانو علاوه دوه نور کسان داسې ياد شوي چې هغوی به په نوموړې شپه کې د الله جل جلاله له بخښنې څخه بې برخې وي نوروټولو ته به بخښنه کوي لکه په حديث کې راځي :
عن عثمان بن أبي العاص : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : إذا كان ليلة النصف من شعبان فإذا مناد هل من مستغفر فاغفر له هل من سائل فأعطيه فلا يسأل أحد إلا أعطي إلا زانية بفرجها أو مشرك [12]
ژباړه : عثمان بن ابي عاص رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وې ويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه شي نو يو آواز کوونکی آواز کوي چې کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وکړم ؟ کوم د بل شي غوښتونکی شته چې زه يې غوښتنې  په ځای کړم نو د زنا کوونکې ښځې او الله سره شريک نيوونکي پرته نور هر څوک چې څه وغواړي الله جل جلاله يې ورکوي .
د برات  شپې عبادت
پورته بيان شوي احاديث او د برات شپې په اړه نور څومره احاديث چې راغلي که څه هم حديث پوهانو ضعيف بللي  لکه علامه بنوري رحمه الله وايي : چې د برات شپې د فضيلت په اړه کوم مسند تر رسول الله صلى الله عليه وسلم پورې رسېدلی صحيح حديث ماته پيدا نه شو خو بيا هم د رواياتو له ضعف او کمزورۍ سره سره پدې شپه عبادت کول بدعت نه دي لومړی لدې امله چې زياتوالی د رواياتو داښيي چې د برات شپې عبادت بې اصله نه دی دويم دا چې د امت د ټولو علماو عمل داسې راروان دی چې په نوموړې شپه  عبادت ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا خبر ه د حديث پوهانو تر منځ د يوآر او قاعدې په ډول منل شوې ده چې دضعيف احاديثوتاييد کله د امت په تعامل  سره وشي هغه د منلو وړ ګرځي نو د برات شپې غوره والی او عبادت ته ځانګړې پاملرنه ښه کار دی او نن سبا چې ځينې خلک يوازې د رواياتو په سندونو کې د کمزورۍ له امله د برات شپې له فضيلت څخه انکار کوي دا خبر ناسمه ده .
خو د سلو رکعتونو په اړه چې کوم حديث را غلی چې وايي ( من صلى مائة ركعة في ليلة النصف من شعبان …) ژباړه : چا چې سل رکعاته لمونځ د برات په شپه وکړه . دا  حديث پوهانو موضوع او د ځان څخه جوړ کړل شوی بللی [13]
علامه الوسي رحمه الله په خپل تفسير روح المعاني کې ليکي چې عکرمه او يوې ډلې علماو د( الدخان )سورت په درېيم آيت کې چې د کومې شپې يادونه شوې ده له هغې څخه د برات شپه مراد اخيستې ده  چې الله جل جلاله وايي  ( انا انزلناه في ليلة مبركة إنا كنا منذرين ) ژباړه :موږ هغه ( کتاب ) په مبارکه شپه کې نازل کړی دی .
خو نور ډېر شمېر علماء لکه ابن عباس ،قتاده ،ابن جبير ،مجاهد ،ابن زيد حسن او ډېر شمېر نور چې په هغو کې اهل ظواهر هم دي هغوی لدې څخه د قدر شپه مراد اخيستې ده [14]
د برات په شپه په جومات کې يو ځای نفل کول :
ځينې خلک د برات او قدر په شپه په جومات کې يو ځای په جمعه نفل لمونځ کوي د دې په اړه اصل او قاعده دا ده چې د فرض لمانځه او هغو لمځو پرته کوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په جمعه ثابت دي لکه د تراويح لمونځ ،لمر چې تندر ونیسي ،يادباران غوښتنې پرمهال لمونځ نور ټول سنت او نفل لمنځونوپه اړه  غوره داده چې په کور کې ادا شي خو کله چې علماو ته د خلکو په اړه په کورونو کې د سنتو پاتې کېدو  وېره پيدا شوه نوځکه هغوی وويل چې که له چا څخه په کور کې سنت د کوم کار يا بوختيا له امله پاتې کيږي نو هغه يې دې په جومات کې وکړي خو د نفلو په اړه ټول علماء په يوه خوله دي چې د نفلو کړل په کورونو کې غوره او ښه کار دی او نفل په جمعه سره ادا کول د احنافو په نزد مکروه تحريمي او ناروا دي نو په مکروه تحريمي او نارکار به ثواب له کومه تر لاسه شي بلکې سر چپه به په ګناه کې  اخته شي .
د شعبان د پنځلسم روژه :
دبرات له شپې وروسته د شعبان د پنځلسمې نېټې روژه هم يوه مسله ده د هغې په اړه د احاديثو په ټوله ذخيره کې يوازې يو حديث دی چې ډېر ضعيف بلکې  علامه الباني رحمه الله هغه په موضوع او له ځان څخه جوړ کړل شويو احاديثو کې شمېرلی دی چې هغه په لاندې ډول دی :
عن أبي طالب قال : قال رسول الله صلى الله عليه و إذا كان ليلة النصف من شعبان فقوموا ليلتها و صوموا يومها فإن الله تعالى يقول :  ألا من مستغفر فأغفر له ألا من مسترزق فأرزقه ألا من سأل فأعطيه ألا كذا حتى يطلع الفجر[15]
ژباړه : له ابوطالب څخه روايت دی وايي : چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه را ورسيږي نو د شپې نفل وکړئ او دورځې روژه ونيسئ ځکه الله جل جلاله وايي : څوک د بخښنې غوښتونکی شته چې زه بخښنه ورته وکړم ،څوک د روزۍ غوښتونکی شته چې زه روزي ورکړم خبر اوسئ چا چې څه وغوښتل زه به يې ورکړم داسې به وي آن تر دې چې سهار شي .
علامه الباني رحمه الله  ددې حديث په اړه وايي :دا حديث ډېر ضعيف دی يا خو موضوع له ځان څخه جوړ کړل شوی دی او د مشکات په تخريج کې وايي د دې حديث په سند کې لوی وهم دی ځکه د دې حديث په سند کې يوراوي ابن ابي سبرة دی چې ابوبکر بن عبدالله بن محمدبن ابي سبرة نوميږي امام احمد او امام ابن معين رحمهماالله د هغه په اړه وايي هغه له ځانه احاديث جوړوي [16]
له دې ټول بيان څخه څرګنده شوه چې د شعبان د پنځلسمې ورځې د روژې په اړه چې کوم حديث راغلی هغه د دې وړ نه دی چې دهغه څخه دې په نوموړې ورځ دروژې  سنيت يا استحباب  ثابت شي نو ځکه علماوچې چېرې مستحب روژې بيان کړې په هغو کې يې د محرم میاشتې د لسم روژه ،د عرفات د ورځې روژه  بيان کړې خو دشعبان د مياشتې د پنځلسمې نېټې روژه يې په ځانګړي ډول نه ده راوړې بلکې وايي د شعبان مياشتې  هره ورځ چې روژه ونيول شي  مستحب او غوره کار دی نو که څوک په دې نيت روژه ونيسي چې د شعبان په مياشت کې  د يوڅو ورځو پرته بل هر وخت  روژه نيول غوره کار دی نو ثواب به تر لاسه کړي .
زموږ استاذ محترم مفتی تقی عثماني صاحب وايي : په ټولو کې د شعبان مياشتې تر اوه ويشتمې نېټې پورې هر وخت روژه نيول غوره کار دی او بل دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به د هرې مياشتې درې ورځې ديارلسم څوارلسم او پنځلسم روژې نيولې کوموته چې ( ايام بيض ) ويل کيږي نو ددغو دوو لاملونو له کبله او په دې نيت که چېرې روژه ونيول شي چې دا د شعبان مياشتې يوه ورځ ده او يا د ( ايام بيض ) څخه ده نو بيا پروا نه کوي او د آته ويشتم او نه ويشتم ورځو څخه پرته نور هره ورځ دشعبان مياشت کې روژه نيول غوره کار دی خو د شعبان د آته ويشتمې او نه ويشتمې نېټې روژو څخه يې بيا هم منع کړې ده تر څو د رمضان مياشتې روژو ته ښه چمتو او تيار شي .[17]
د برات په شپه هدېرې ته تلل :
دبرات په شپه که څه هم له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه هدېرې ته يوځلې تګ ثابت دی لکه مخکې چې د عائشې رضي الله عنها په حديث کې بيان شو  چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د شپې زما له بسترې څخه نادرکه شو ګورم چې هغه بقيع نومې هدېرې ته تللی وخو علماء د دې په اړه وايي : چې يو شی څومره ثابت وي هغومره بايد تر سره کړل شي نه دا چې له هغه څخه يو رسم او رواج جوړ کړل شي نو که چېرې يو څوک يوازې يو ځل په خپل ژوند کې په دې نيت هدېرې ته ولاړ شي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم تللی دی نو دا کار به يې له ثواب څخه خالي نه وي خو که هر کال هره د برات شپه هدېرې ته روان وي او دا يو رسم او رواج وګڼي او د برات په شپه کې يې د مهمو کړنو څخه وبولي نو دا بيا له پولو اوښتل دي او دېته څوک د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيروۍ نوم نه شي ورکولی اصل خبر دا ده چې موږ په دين پوه شو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لارښوونې د خپل ژوند برخه وګرځووچې دا د اسلام اصلي موخه ده او دا د پوهې خبر ده چې يو شی په دين کې څومره ثابت وي هغومره تر سره شي له پولې اوښتلو څخه ځان وساتل شي .
د برات په شپه د ځانګړيو خوراکونو چمتو کول :
د برات په شپه ځانګړي خوراکونه تيارول ، خلکو ته مېلمستياوې کول او داسې نور کړه وړه کوم ثبوت نه لري او نه هم د برات شپې له کړنو څخه دي بلکې دا يوازې د عبادت  الله جل جلاله ته د نژدې کېدو شپه ده او په خپلو ګناهونو د پښېمانه کېدو شپه او د دوزخ له اور څخه د ځان د ازادېدو شپه ده نو مسلمان ته په کار دي چې دا يوه سپېڅلې شپه په هسې چټياتو ،بدعاتو ، دبې ځايه رسمونو اورواجونو پر ځای د الله جل جلاله په عبادت ،تلاوت ذکر او فکر کې تېره کړي او ددې مياشتې په راتلو سره د خپل ژوند په چارو کې دبدلون راوستلو هڅې پیل کړي او په هر څه کې يې د پخوا په پرتله بشپړه توپير راشي او د يوې بلې سپېڅلې مياشتې تياري پکې پيل کړي او دومره ښې کړنې تر سره کړي چې د خپلو نېکو اعمالو په کتابچه کې د زياتوالي لامل وګرځي ځکه  په دې مياشت کې د بنده اعمال اوکړنې الله جل جلاله ته وړاندې کيږي لکه په حديث کې راځي :
عن أسامة بن زيد قال قلت : يا رسول الله لم أرك تصوم شهرا من الشهور ما تصوم من شعبان قال ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم [18]
ژباړه : له اسامه بن زيدرضي الله عنه څخه روايت دی وايي : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل :زه تا د شعبان په پرتله په نورو مياشتو دومره زيات روژه نيوونکی نه وينم رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : دا د رجب او رمضان مياشتو تر منځ يوه دا سې مياشت ده  چې خلک ځنې بې خبره دي پدې مياشت کې  دبندګانو کړنې الله جل جلاله ته وړاندې کيږي نو زه هم دا خوښوم چې زما عمل او کړه په داسې حال کې پورته شي چې زما روژه وي .
معنا دا چې زما په نېک اعمالو کې روژه هم الله جل جلاله ته وړاندې شي  او رسول الله صلى الله عليه وسلم به دې مياشتې ته ځانګړې دبرکت دعا کوله لکه په حديث کې راځي :
عن أنس قال : كان النبي صلى الله عليه و سلم إذا دخل رجب قال : اللهم بارك لنا في رجب و شعبان و بلغنا رمضان [19]
ژباړه : له انس رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : کله به چې د رجب مياشت دا خله شوه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به ويل ای الله ! ته په رجب او شعبان کې موږته برکت واچوې او تر روژې پورې مو ورسوې .
د شعبان د پای پنځلس ورځو روژه :
په يو حديث کې  د شعبان د پای پنځلسو ورځو روژو نيولو څخه منع راغلې ده لکه په حديث کې  راځي :
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إذا كان النصف من شعبان فأمسكوا عن الصوم حتى يكون رمضان [20]
ژباړه : له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی وايي : رسول الله وفرمايل : کله چې د شعبان مياشت نيمايي شي نو روژ ې نيول پرېږدئ تر رمضان مياشت پورې .
معنا دا چې د شعبان له پنځلسمې نېټې وروسته بايد تر رمضان مياشت پورې روژه ونه نيول شي او امام ترمذی رحمه الله هم په دې اړه يو باب اېښی چې د شعبان مياشتې له پنځلسمې نېټې وروسته د روژې نيول مکروه پکې ښودل شوي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل : کله چې د شعبان میاشتې پنځلس ورځې پاتې شي نو روژې مه نيسئ .
خو يوه خبره ديادولو وړ ده هغه دا چې حديث پوهانو د دغه حديث په تشريح کې ويلي چې دا کراهت کوم د شرعي حکم له پلوه نه دی بلکې دا يوازې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل امت باندې د زړه خوږي له امله او په هغوی باندې د رحم کولوله کبله دا حکم کړی تر څو د رمضان مياشتې روژوته ډېر کمزوري نه شي .
او بل دا حکم هغه وخت دی چې يوڅوک يوازې د شعبان د پای پنځلس ورځې روژه نيسي له لومړي سره يې روژه نيول نه وي پیل کړي او نه يې په نورو مياشتو کې د دغو ورځو د روژې نيولو عادت وي او نه هم قضايي روژې را ګرځول وي .
خو که چېرې يو چا د مياشتې له سره روژې نيول را پيل کړي وي او بيا د شعبان مياشتې تر پنځلسو وروسته هم روژې ونيسي بيا پروا نه کوي .
يا يې په عامه توګه د هرې مياشتې په دغو ورځو کې د روژو نيولو عادت وي نو بيا هم پروا نه کوي .
او يا قضايي روژې په دغو ورځو کې را ګرځول غواړي نو بيا هم پروا نه کوي بلکې دا کراهت يوازې په هغه حالت کې دی چې يوازې د پنځلسم شعبان څخه وروسته نفلي روژې پیل کوي او هغه هم د خواخوږۍ او رحم له امله مسلمانان په دې ورځو کې د روژو نيولو څخه منع کړل شوي دي .[21]



[1] / شرح معانی الاثار رقم حديث ۳۰۸۳.
[2] / سنن الترمذی رقم حدیث ۶۶۳.
[3] / سنن ابی داود رقم حدیث ۲۴۳۳.
[4] / مسندامام احمد رقم حدیث ۲۵۱۶۱.
[5] / مسند احمد رقم حديث 9472.
[6] / سنن الترمذي رقم حديث 736.
[7] / سنن الترمذي رقم حديث 737.
[8] / صحيح البخاري رقم حديث 1971.
[9] / سنن الترمذي رقم حديث 783.ومسند احمد رقم حديث 24928.
[10] / سنن الترمذي رقم حديث 739.
[11] / مسند احمد رقم حديث 6643.
[12] / شعب الايمان رقم حديث 3836.
[13] / عمدة القاری /ج ۱۱/ص۱۱۷/ط: دارالکتب العلمیة بیروت.
[14] / روح المعانی /ج۲۵/ص۱۳۵/ط:داراحياءالتراث العربی.
[15] / شعب الايمان رقم حديث 3822.
[16] /احاديث السنن الاربعه الموضوعه /ص/۴۶/ط: دارابن عفان .
[17] /اصلاحي خطبات/ج/4/ ص/ 267.
[18] / سنن النسائي رقم حديث 2357.
[19] / شعب الايمان رقم حديث 3815.
[20] / مسند احمد رقم حديث 9707.
[21] / الترمذی مع درس تر مذی ج/۲/ص/۵۷۹.




درنو لوستونکو ! لکه څرنګه چی د روژی د مبارکی میاشتی  مبارکی شیبی را ورسېدې، نو دداسی یوی مبارکی میاشتی د راتګ پر مهال  څه ډول تیاری باید ولرو ؟ او د یوی مسلمانی کورنی په صفت  څرنګه د روژی  ګرم استقبال او دروند هرکلی وکړو؟
او د جلیل القدره صحابه کرامو په څیر کوم آداب باید په پام کی ونیسو ؟ او په دی میاشت کی د مسجد د امامانو مسؤلیت څه دی او په کورنی کی د مور او پلار مسؤلیتونه څه دی ؟
و اقعیت دادی چی د روژی مبارکه  میاشت د خیر او د برکاتو میاشت ده .هغه میاشت چی خوږ رسول کریم (علیه الصلاة والسلام) به ددی د راتګ خپل قدرمن صحابه او خواږه ملګری ترینه خبرول ، تر څو ورته ځانونه تیار او بشپړه أمادګی ونیسی.
قدرمنو لوستونکو ورونو او خویندو : لکه څرنګه چی د خپل یو قدرمن او ګران میلمه لپاره مونږ ه او تاسی آماده ګی  نیسو ، د راتګ شیبی یی شمارو اوپه راتلو یی ډیر زیات خوشحاله کیږو .نو یو مؤمن مسلمان ته هم ښایی چی ددی مبارکی میاشتی په راتګ همدومره خوشحالی ښکاره کړی .
جناب رسول کریم (صلی الله علیه وسلم ) په یوه مبارک حدیث شریف کی فرمایی:ــ  کان رسول الله   (صلی الله علیه وسلم )  یقول : قد اتاکم شهررمضان ،شهر مبارک،کتب الله علیکم صیامه ، فیه تفتح ابواب الجنان ، وتغلق ابواب الجحیم ، و تغل فیه الشیاطین ،فیه لیلة خیر من الف شهر ،من حرم خیرها فقد حرم ( رواه احمد ).
ترجمه :  رسول الله    (صلی الله علیه وسلم ) به خپلو دوستانو او صحابه کرامو ته داسی فرمایل: چی پر تاسی باندی د روژی مبارکه میاشت راغله، هغه چی د برکت میاشت ده ،او ددی میاشتی ټولی روژی پر تاسی باندی فرض دی . پر دی کی د جنت دروازی خلاصیږی  او د جهنم دروازی  پکی بندیږی (یا په حقیقی ډول یا پر مجازی ډول ) ، او شطان پکی تړل کیږی ( د ځینو روایتونو پر اساس غټ شیطانان هم پکی تړل کیږی .) په دی میاشت کی یوه داسی شپه ده چی د ۱۰۰۰(زرو ) میاشتو نه بهتره ده ،نو هر هغه څوک چی ددی د اجر او ثواب نه  بی برخی او محروم شی نو په  واقعی توګه تری بی برخی شو .
ابوبکر  البلخی  دروژی د مبارکی میاشتی مثال داسی بیانوی:ــــ د رجب میاشت د کرنی میاشت ، او د شعبان مبارکه میاشت د خپل پټی او د زرراعت د خړوبولو میاشت ده ، اما د روژی مبارکه میاشت د خپل کر د ریبلو میاشت ده. یعنی ددی مبارکی میاشتی نه باید درسته استفاده وکړو.
نو دداسی میاشتی د راتګ نه مخکی فکر کول په کاردی ، او ددی لپاره منضمه برنامه ریزی او پلان په کار واچول شی ، او په ډیرشوق، لیوالتیا او ورین تندی سره یی استقبال وکړو، تر څو ددی له برکاتو ، ایمانی فیوضاتو او او د ربانی مکرماتو څخه بی برخی نشو .
ډیرو درنو او خوږو ورونو او خویندو:ـــ اوس هم ستاسی پام راګرځوم خپلی اصلی موضوع ته  ، او هغه داچی:ـــ یوه مسلمانه کورنۍ باید څرنګه  د روژی ګرم استقبال وکړې ؟
د یوی مسلمانی کورنی په حیث د روژی د مبارکی میاشتی دګرم استقبال او تود هرکلی  لپاره لاندی آداب باید په پام کی ونیسو .
تر لومړی داچی د روژی د مبارکی په راتګ باندی خوښی ښکاره کول :
د یوی روژی نه تر بلی روژی پوری ژوندی پاتی کیدل ،دا په مسلمان باندی د الهی سترو نعمتونو څخه ګڼل کیږی، او دا ځکه چی روژه د خیر او د برکتونو موسم ګڼل کیږی ،هغه چی د جنت دروازی په کی خلاصیږی او د جهنم دروازی پکی بندیږی ،او دا ځکه چی دا د قرآن میاشت ده ، او بالآخره هغه میاشت ده چی صحابه کراموپکی په غزواتو کی ستری بریاوی او بریالیتوبونه تر لاسه کړیدی  نو مسلمان باید قلبا پکی د خوښۍ او خوشحالۍ احساس وکړی .
۱:ــــ د خپل ځان سره محاسبه کول  :
د خپل ځان سره د محاسبی نه مو هدف دادی چی هر مسلمان ورور او هره مسلمانه خور  باید مخکی د روژی نه خپل ځان محاسبه کړی ، اوپه خپلو ټولو هغو ګناهونو چی کړی یی دی د ندامت اوښکی توی کړی . او خپل ځان پر  دی باندی ملامته کړی چی ولی یی په الهی عباداتو کی د کسالت او تمبلۍ څخه کار اخستلی دی . او په دی اړه لوی څښتن تعالی داسی فرمایی:ـــ  (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 18 وَلاَ تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (19)) سورة الحشر .
نو هر مؤمن مسلمان ته ښایی چی تل له خپل ځان سره محاسبه  وکړی ،او خپل ځان پړ وګڼی ،او د محاسبی  لپاره ځانګړی وقت  په نښه کړی .امام حسن البصری په دی اړه داسی فرمایی : چی مؤمن تل د خپل ځان سره محاسبه کوی ، چی اوس زه څه کوم ؟ اوس زه څه  خورم ؟ او څه څکم ؟  خو فاجر انسان  د خپلو اعمالو په وړاندی ځان مکلف نه ګڼی ، او په بل ځای کی داسی فرمایی : ـــ نفس د هغه  خاین دوست  په  څیر دی چی ورسره په مال کی شریک یی ، که ټینګه محاسبه دی ورسره ونکړه ،ټول مال به دی لوټ کړی .
نو په کور کی پلار ته ښایی چی محاسبه له ځانه شروع کړی ، تر څو د نورو لپاره یوه ښه نمونه او ښه قدوه وی ، او بیا دی د کور ټول غړی د روژی نه د عظیمی ګټی  اخستلو ته را وبلی او  په کور کی دی ځانګړی تربیتی حلقات پیل کړی .
(۲)ــــ  استغفار اوتوبه :
د آدم (علیه السلام) له اولادی څخه ګناه سر وهی ، او په خطاکارانو کی غوره هغه دی چی توبی ته زر غاړه کیږدی، تر څو ددغسی مؤمن مسلمان په (account) کی ټولی نیکی وی او دلوی الله (جل جلاله) په وړاندی  له ګناهونو څخه پاک وی.که څه هم چی د ګناه څخه په هر وخت کی   توبه ویستل فرض دی او په ځانګړی توګه په دی مبارکه میاشت کی  مونږ او تاسی  باید د خپلو تیروتنو او خطاء ګانو په وړاندی که د بند ګانو حقوق مو  تر پښو لاندی کړی وی نو ورڅخه  د بښنی او استغفار غوښتنه وکړو  .لکه چی خالق تعالی په دی اړه داسی فرمایی:ــ ( وتوبوا الی الله جمیعا ایهاالمؤمنون لعلکم تفلحون ) ــــ  سورة النور ــ الآية ۳۱
(۳)ــ  د خپل  ځان او د خپل اولاد ښه روزنه کول:
مور او پلار ته ښایی چی  خپل اولاد او خپله کورنی د روژی په مبارکه میاشت کی په الهی اطاعاتو ،او عباداتو باندی وروزی ، لکه صدقه ورکړی ،د خلکو سره ښه تعامل وکړی، د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړی او تر څو د کمکیتوب څخه د نیکو اعمالو سره عادت وی .او مسلمان  باید دوه ډوله تلاوت وکړی ،یو ډول هغه تلاوت چی  له تدبر سره وی  ، یعنی هم تلاوت وکړی او هم په مبارکو آیاتونو کی فکر وکړی .او دویم ډول تلاوت  د اجر په  نیت سره لوستل وی ـ یعنی عادی لوستل ، همداراز په دی مبارکه میاشت کی   د خوږ نبی  کریم (صلی الله علیه وسلم ) مبارک سیرت لکه درحیق المختوم جیبی نسخه او داسی نور …او ورونه  د صحابه کرامو او خویندی د صحابیاتو مبارک سیرت مطالعه کړی ځکه دا هم ډیر تاثیر لری. همداراز  په خپله کورنۍ کی علمی مسابقات ترتیب شی ،او ښه به داوی چی دا مسابقی د روژی په  هکله وی .
(۴)ـــ د خپل ځان اصلاح کول :
هر مؤمن ته ښایی چی د روژی ددی مبارکی میاشتی نه استفاده پورته کړی اولومړ ی د خپل ځان اصلاح وکړی ، او په خپلو کړنچارو کی لازم سمون راولی  . لکه په خپلو چارو کی اخلاص پیداکړی ، ددغه الهی نعمت په اړه په ځان کی احساس پیداکړی .په دی اړ ه  د لوی څښتن تعالی داسی فرمایی:ـــ ( فاتقو الله و اصلحوا ذات بینکم و اطیعو الله و رسوله  ان کنتم مؤمنین ) سورة الانفال . نو دا میاشت داطاعت میاشت ده ، پلار که د خپلی کورنی اصلاح کوی ، د خپل اولاد سالمه روزنه او اصلاح کوی ، نو دا هم الهی طاعت او یو ستر عبادت دی .
(۵)ــــ  صله رحمې:
د اسلام  انسانسازه دین تل مسلمانانوته  د خپل مینځی اړیکو په ساتلو باندی امر کړیدی .نو د روژی  په مبارکه میاشت کی خو باید هر مسلمان دخیر دلاسته راوړلو لپاره د  خپل مسلمان ورور سره ښی  اړیکی ولری .او دا ځکه چی لوی څښتن تعالی خپل بندګان د خپلو خپلوانو سره د اړیکو دشلولو څخه  منع کړیدی . او په دی اړه فرمایی ــــ:( فهل عسیتم  ان تولیتم ان تفسدوا فی الارض و تقطعوا ارحامکم ـ اولیک الذین لعنهم الله فاصمهم و اعمی ابصارهم ).
(۶) ـــ  د کور اړتیاوی پوره کول :
په دی میاشت کی باید پخپل خوراک او پخپل څښاک کی د اقتصاد او منځ لاریتوب څخه کار واخلی .دا ځکه چی روژه د عبادت میاشت ده ،نه د شهواتو او نفس  پرستې .
(۷)ــ د کور ښایسته کول :ــ
داچی د روژی مبارکه میاشت د یو ډیر قدرمن میلمه په څیر ده ، او د میلمه لپاره خلک د کور د نطافت او پاکی خیال ساتی ، نو یو مسلمان ته هم ښایی چی ددغه قدرمن میلمه د راتګ لپاره خپل کور ښایسته کړی .او پخپل کور کی قرآنی أیات ، ماثوره د عاءګانی ،مبارک احادیث  را ځوړند کړی ،ځکه چی دا هم د لویانو او د کشرانو پر تربیه او روحیاتو باندی ښه اغیزه او تاثیر کوی .




د روژې مخينه
روژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې ګناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينګار شوی او وېل شوي چې {{

روژه
كتب عليكم الصيام كماكتب علي الذين من قبليكم لعلكم تتقون °

روژه

(
روژه په تاسو فرض کړل شوې لکه څنګه چې له تاسو څخه مخکې انسانانو باندې فرض کړل شوې وه). روژه په لغت كې مطلق بندوالي ته وايي، د هر هغه شي څخه چې انسانان يې په عامه ورځو کې ترسره کوي اوهر وخت چي وي. په قرآن کریم كې د بي بي مريمې د خبرو نه كولو تعبير هم په صومسره شوې دي.

روژه
فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا

روژه
سورة مريم, ۲۶آيت

ژباړه: "نو ووايه په تحقيق سره ما نذر كړى دي درحمن (الله ج) له پاره روژه (خبري نه كول) وروسته له دي به خبري ونكړم زه نن ورځ له هيڅ يو انسان سره"


او شريعت كې دنيت پر بنا د ټاكل سويو شيانو څخه په ټاكلي وخت كي د يو مكلف شخص له خوا په خپل نفس باندي بنديز لګول دي.
مكلف شخص عبارت دي له عاقل او بالغ مسلمان څخه، او كه ښځه وي د حيض او نفاس څخه بايد پاكه وي.
ټاكل سوي شيان عبارت دي له خوراك. څښاك او جماع (يوځايوالي) څخه.
ټاكل سوي وخت عبارت دی، له صبح صادق څخه تر لمر لويدو پوري (دشپي تر راختلو پوري).
څرنګه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي، همدارنګه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي (دزخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه ګرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي.
روژه
روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده
د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه ، نسوار، سګرېټ ، جوارګرۍ ته مخه کوي . همدارنګه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې . دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توګه ګوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينګار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي .


د خوړل شويو روژو د فديه مسائل


د روژو فديه څه ده
پوښتنه : د روژو فديه څه ده؟
ځواب : د هرې روژې په بدل کې دې دوه کيلو غنم يا دری نيم سيره وربشې يا د هغوی د قيمت په برابر دې کومه غله، لکه ورېژې، ږدن، باجره، جوار وغيره ورکړي!
او د هر فرض او واجب لمانځه فديه هم په همدې اندازه ده، مګر لمونځ تر څو پورې چې د سر په اشارې سره کولی شي تر هغه يې په اشارې سره کول فرض دي او که په اشارې سره يې هم نشي کولای او مړ شي، يا پرې د شپږو لمنځونو وخت تير شي نو په داسې حال کې بيا لمونځ کول پرې فرض نه دي، لنډه دا چې د لمانځه د فديه ورکولو هم همدا صورت دی، که چيرته د روغوالي په حالت کې ترينه لمنځونه قضاء شوي وي او د هغو له راګرځولو پرته مړ شي نو د همغو لمنځونو فديه به ورکوي.
که ناروغ ته د قضاء موقع پيدا نشي نو د هغه له لوري فديه ورکول ضروري نه دي
پوښتنه : يو ناروغ په رمضان المبارک کې د روژو په نيولو باندې قدرت نه درلود او د رمضان په آخير کې هغه وفات شو، نو آيا د هغه له لوري د قضاء شويو روژو فديه ورکول کيږي او که نه؟ همدا رنګه د نن صبا په مروج وزن (تول) سره که د فديه وضاحت وکړى شي؟.
ځواب : دا چې ناروغ په رمضان کې وفات شوى او هغه ته د صحت په حالت کې دومره موقع په لاس نه ده ورغلې چې هغه د روژو قضائي راوړي، لهذا په هغه باندې د فديه ورکولو وصيت لازم نه وو او اوس د فديه ورکول ضروري نه دي، که ورثه يې له خپل لوري اداء کړي نو مرحوم ته يې ثواب ور رسيږي، او د نن صبا د مروج وزن (تول) په اعتبار سره فديه پوره دوه سيره غنم يا د هغو د قيمت صدقه کول دي.
د ټول رمضان فديه تقريباً په انګريزي سير سره يو نيم من غنم دي
پوښتنه : يو کس د يوې معتبرې کورنۍ له ډاکټر څخه علاج کوي، او هغه د روژه او د لمانځه پابند او متشرع سړى دى، د همدغه ډاکټر د هدايت له مخې روژه نه ساتي او همدغه ناروغي يې مسلسله دى، اوس د ديرشو روژو فديه څومره اداء کړي؟.
ځواب : که چيرته همداسې ناروغ له روغيدو څخه نا اميده وي نو هغه دې د في روژه په انګريزي سير دوه سيره غنم ورکړي، په همدغه حساب سره د ټول رمضان فديه ٢ + ٣٠ = ٦٠ يعنې په انګريزي من سره يو نيم من جوړيږي.
که د سختې ناروغى له امله روژه نشي نيولى نو فديه دې ورکړي
پوښتنه : که يوه ښځه د شوګر په ناروغى اخته وي، په رمضان کې يوه دوه روژې په اسانى سره نيولاى شي، مګر د ډيرو روژو نيولو له امله يې شوګر لوړيږي او صحت يې ډير خرابيږي، او هغه د دوو دريو روژو له کبله لس پنځلس ورځې په پريشاني کې تيروي، نو په شريعت مطهره کې د هغې لپاره حکم څه دى؟.
ځواب : په مذکوره صورت کې د نوموړې ښځې لپاره د فديه ورکولو حکم دى، يعنې د هرې روژې په عوض کې دې کم له کمه يوه فطرانه (پوره دوه کيلوغنم) يا د هغو په حساب سره روپۍ غريبانو ته ورکړي.
د فديه له ورکولو عاجز بنده دې استغفار وکړي
پوښتنه : يو کس له لسو کلونو راهيسې ناروغ پروت دى، تقريباً د اتيا کلونو په عمر کې دى او ډير سخت غريب دى، د آمدن راتلو هيڅ ذريعه يې نشته، د هغه يواځنى زوى ورځ مزدوري کوي او د پلار په ګډون د خپل اهل عيال کفالت کوي، او ورسره دا چې همدغه کس قرضدارى هم دى، په داسې صورت کې د همداسې کس لپاره فديه څه شى دى؟.
ځواب : که چيرته همدغه ناروغ کوم چې د ډير عمر لرونکى او غريب دى له صحت څخه نا اميده وي نو د هغه لپاره د استغفار کول کافي دي.
د ناروغ لپاره فديه، د فديه اندازه او د فديه د وخت مسئله
پوښتنه : يو کس تقريباً له لسو کلونو راهيسې د جناتو ناروغي لري، لومړى طاقت موجود وو، اوس کمزورى شوى دی، د لوږې او تندې له امله پيوسته د جناتو دورې پرې راځي او صحت يې خرابيږي، له همدې امله يې دا ځل (٢٦) روژې خوړلې دي، بيا هم په کټ باندې پروت دی، اوس څه وکړي؟.
ځواب : همداسې کس دې له صحت موندو وروسته قضائي راوړى، او د قضائي نه راوړلو په صورت کې دې فديه ورکړي، د فديه اندازه په انګريزي سير سره دوه سيره غنم دي، يا د هغو قيمت دى، او د ورکولو وخت يې د شيخ فاني کيدو وخت دى، يا له ژوند څخه د مايوسه کيدو وخت دى، يا له مرګ وروسته دى.
د شيخ فاني پيژندنه
هغه سپين ږيرى يا سپين سرې چې په هغو کې د بيا طاقت پيدا کيدو هيڅ اميد نه وي، يا داسې ناروغ په کوم کې چې د صحت هيڅ ډول اثار نه ليدل کيږي، د شيخ فاني مطلب دا دى کوم چې د ژوند اخيرنى مرحلې ته رسيدلى وي، د فرضو له اداء کولو څخه بيخي مجبور او عاجز وي، او جسماني قوت او طاقت يې ورځ په ورځ مخ پر ځوړ روان وي، تر دې چې د ضعف له امله داسې اميد بيخي نه وي چې په راتلونکي وخت کې به روژه ونيولاى شي، يوازې د شيخ فاني لپاره روا دي چې د خپلو روژو فديه (مالي عوض) ورکړي.
هو ! د هغه کس لپاره هم د فديه ورکول روا دي کوم چې د ټول عمر لپاره روژه نذر منلې وي او اوس د هغو له نيولو څخه عاجز وي، يعنې د ژوند د اسبابو ترلاسه کولو يا د بل عذر له امله خپل نذر پوره کولاى نشي، نو د هغه لپاره روا دى چې هغه روژه ونه نيسي، او د روژو په عوض کې فديه ورکړي، او د فديه اندازه د يوې فطرې برابر دى، يا سهار او ماښام د هرې روژې په عوض کې يوه مسکين ته په مړه خيټه ډوډۍ ورکړي (فديه يعنې د روژو مالي عوض) له دې پرته د عذر مسئله دا دى چې د عذر له تلو (زايليدو) وروسته د روژو قضائي راوړل ضروري دي، فديه ورکول صحي نه دي، يعنې د فديه په ورکولو سره روژه نه معاف کيږي.
که چيرته کوم معذور د خپل عذر په حالت کې مړ شي نو په هغه باندې د هغو روژو په عوض کې د فديه ورکولو وصيت واجب نه دى، کومې چې د همدغه عذر له امله فوت شوې دي، او نه د هغو په وارثانو باندې دا واجب دى چې هغوى يې فديه ورکړي، برابره دى که عذر د ناروغي وي، که د سفر وي او که بل کوم شرعي عذر وي .
هو ! که چيرته يو کس په داسې حالت کې مړ شي چې د هغه عذر له منځه تللى وو او هغه قضاء شوې روژې نيولاى شوې، مګر هغه د روژو قضائي را ونه ګرځوله نو د هغه لپاره ضروري دي چې هغه د همدغو روژو د فديه ورکولو وصيت وکړي، په کومو کې چې له ناروغي څخه روغ شوى وو، يا يې سفر پوره شوې او مقيم شوى وو، يا يې بل کوم عذر درلود او هغه له منځه تللى وو.
او که چيرته يو کس د شيخ فاني په حالت کې مړ شي نو د هغه له لوري د هغو روژو فديه ورکول ضروري نه دي په کومو کې چې هغه په سفر کې وو، ځکه لکه څرنګه چې بل کس د سفر په حالت کې مړ شي نو د همدغه سفر د ورځو روژې ورته معاف دي، او د ده لپاره هم د همدغو ورځو روژې معاف دي.
د فتاوى دارالعلوم (٦) ټوک په (٤٧٠) مخ کې د شيخ فاني تعريف داسې شوى چې : دومره بوډا شوى وي چې په هغه کې بيخي قوت باقي پاتې نه وي او مرګ ته نږدې ور رسيدلى وي، د عمر هيڅ اندازه نشته دى، په قوت او عدم قوت باندې مدار دى، تر څو چې روژه نيولاى شي ولو که په تکلف وي نو روژه دې ونيسي، د قضائي روژو پيوسته نيول ضروري نه دي، متفرق دې ونيسي، فديه ورکول تر هغه وخته کافي دي تر څو چې د روژه نيولو طاقت بيخي پاتې نه وي او په هيڅ ډول هم روژه نشي نيولاى.
يوه مسکين ته د ډيرو روژو فديه ورکول
پوښتنه : د يوې روژه فديه ډيرو مسکينانو ته همدا رنګه د ډيرو روژو فديه يوه مسکين ته ورکول صحي دي او که نه؟.
ځواب : د يوې فديه غنم لږ لږ ډيرو مسکينانو ته يې ورکول صحي دي، همدا رنګه د هغو قيمت هم، علي هذا د ډيرو روژو فديه يوه مسکين ته يې ورکول هم صحي دي، په شامي کې راغلي چې د يوې فديه په ډيرو مسکينانو باندې د ويشلو متعلق د امام ابو يوسف رحمه الله قول د جواز منقول دى، له دې څخه معلومه شوه چې د فديه حکم د کفاره د حکم په څير نه دى، بلکې د صدقة الفطر په څير دى، لهذا د ډيرو روژو فديه ورکول ډيرو مسکينانو ته صحي دى، او په دې کې له مشقت څخه حفاظت او آساني دى، که نه نو په ډيرو روپيو کې به له ډيرو پريشانيو سره مخامخ کيدل وي.
د لمانځه او روژه فديه
پوښتنه : له يوه کس نه د ناروغي په حالت کې دوه وخته لمونځ قضاء شوى او د شپږو رمضانونو روژې قضاء شوې او همدغه کس وفات شو، اوس د همدغو لمنځونو او روژو فديه په څه حساب سره ورکړي، يعنې د في لمانځه فديه څومره ورکړي او کفاره يوه محتاج ته ورکړي او که ډيرو ته؟.
ځواب : (يعطي لکل صلوة نصف صاع من بر کالفطرة، وکذا حکم الوتر والصوم (درمختار، ج : ١، ص : ١٠١، وفي الشامي : ١، ٧٦٦، اى او من دقيق او سويق او صاع تمر او زبيب او شعير او قيمته، وهي افضل عندنا لاسراعها بسد حاجة الفقير) له دې څخه معلومه شوه چې د هر لمانځه او هرې روژه په فديه کې هغه اندازه ورکول کيدلاى شي کومه چې په صدقة الفطر کې ورکول کيږي، او د وترو لمونځ د جلا لمانځه په حکم کې دى، همدا ټوله فديه يوه ته يې ورکول هم روا دي او ډيرو ته هم، مګر له يوې فديه څخه کم ورکول يې روا نه دي (ولو ادى الي الفقير اقل من نصف صاع لم يجز، ولو اعطاه الکل جاز).
د روژه فديه په کوم وخت کې ورکول کيدلاى شي
پوښتنه : د روژه فديه څه ډول کسان اداء کولاى شي؟.
ځواب : کوم چې د روژه نيولو طاقت نلري، نه في الحال او نه په اينده کې، نو هغوى دې فديه ورکړي.
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : د روژه فديه په کوم وخت کې ورکول کيدلاى شي؟.
ځواب : کوم کس چې دومره سپين ږيرى وي چې د روژه نيولو طاقت يې نه وي، او دا اميد يې هم نه وي چې په اينده کې د روژه قضائي راوړلاى شي، يا کوم داسې ناورغ وي چې د روژه نيولو طاقت نلري او دا وخت يې د ښه کيدلو اميد هم نه وي، نو په داسې حالت کې دې د روژه فديه ورکړى شي، يعنې د هرې روژې په عوض کې دې دوه کيلو غنم، يا د هغو قيمت، يا د قيمت په اندازه جامه (کپړه) يا ديني کتابونه دې کوم مستحق ته ورکړى شي، که چيرته د فديه له ورکولو وروسته له مرګ دمخه د روژه ساتلو طاقت پکې پيدا شي نو د روژو قضائي پرې ضروري ده.
شيخ فاني که از روزه عاجز باشد افطار کند وعوض هر روزه بقدر صدقه فطر اطعام کند پستر از قدرت روزه بهم رسيد قضا بر وى واجب شود.
په ناروغ باندې د روژه فديه
پوښتنه : که چيرته يو کس په اختلاطي دوره کې مبتلاء وي، کيفيت يې داسې وي چې له دواء پرته روغ نه وي، او په لمانځه کې يې کله نا کله کيفيت داسې وي چې د څلورو پر ځاى پنځه او د دوو سجدو پر ځاى درې سجدې، يا څلور سجدې کوي، او د رمضان په روژو کې يې حالت له دې څخه بدل وي، تر دې چې هوش او حواس يې هم بدليږي، په همدغه صورت کې داسې کس ته د رمضان په روژو کې څه کول پکار دي؟ د روژه ساتلو طاقت بيخي نشته پکې نو داسې کس ته د روژو اداء کولو څه ډول صورت پکار دى؟ همدا رنګه د کفاره تفصيل څه دى؟.
ځواب : په کوم کس کې چې د ناروغي له امله د روژه نيولو طاقت نه وي، او که چيرته روژه ونيسي نو په ناروغي کې يې د زياتوالي راتلو ويره وي نو د هغه لپاره شرعاً اجازه شته دى چې په رمضان شريف کې روژه ونه نيسي، بلکې له ښه کيدو وروسته قضائي راوړي.
او که چيرته د ناروغي په حالت کې مړ شي، روغ نشي نو په هغه باندې قضاء او فديه هيڅ واجب نه دي، او که چيرته روغ شي او قضائي را نه وړي او مړ شي نو د مړينې په وخت کې په هغه باندې وصيت کول واجب دي، که وصيت يې کړی وه نو د هغه په ثلث ترکه کې دې د هغه د روژو فديه ورکړى شي، د هرې روژه په عوض کې د يوې صدقة الفطر په اندازه غله، يا د هغې قيمت دې کوم مسکين، يا غريب ته ورکړي، يا دې په مړه خيټه ډوډۍ ورکړي، او که چيرته يې وصيت نه وي کړى نو د ورثه ؤ په ذمه باندې هيڅ واجب نه دي.
او کوم کس چې دومره سپين ږيرى شي چې په هغه کې د روژه نيولو هيڅ طاقت نه وي، او دا توقع او اميد هم نه وي چې په اينده کې دې هغه ته دومره طاقت بيرته راشي، بلکې ورځ په ورځ يې حالت کمزورى کيږي، معلوميږي چې د مړينې وخت يې را نږدې شوى نو د همداسې کس لپاره شرعي حکم دى چې هغه په خپل ژوند کې د روژو فديه ورکړي، د دې ضرورت نشته چې د مړينې پر مهال وصيت وکړي او وروسته د هغه ورثه فديه ورکړي، او که چيرته يې په خپل ژوند کې فديه ورنکړه او وصيت يې وکړ نو د ذکر شوې طريقې مطابق دې فديه ورکړى شي.
د روژه د فديه حکم
پوښتنه : يو کس په رمضان کې ناروغ شو، له هغه څخه يو شمير روژې پاتې شوې، د کومو چې هغه فديه ورکړه، وروسته له ناروغي ښه شو، او د روژو نيولو طاقت هم پکې پيدا شو، آيا اوس په هغه باندې د قضاء شويو روژو قضائي لازمه ده او که ورکړى شوې فديه کافي ده؟.
ځواب : نوموړي چې د کومو روژو په عوض کې فديه ورکړې د ناروغى په حالت کې د هغو لپاره ورکړى شوې فديه کافي نه ده، نو له همدې امله اوس په ده باندې د هغو قضائي راوړل ضروري دي، ځکه چې د روژه په عوض کې د فديه ورکولو حکم له شيخ فاني پرته يوازې داسې ناروغ لره دى کوم چې له روغيدو څخه بيخي مايوسه شوى وي، لهذا د نوموړي کس فديه د روژو قايم مقامه نشي جوړيدلاى، بلکې په هغه باندې قضاء واجب دى.
آيا له رمضان دمخه د فديه ورکول روا دي
پوښتنه : د رمضان روژو د فديه روپۍ که چيرته د رمضان له راتلو دمخه په پيشګي کې ورکړى شي نو آيا دا صحي دي او که نه؟ يعنې تر اوسه روژه لا راغلې نه ده او د روژو فديه وار دمخه ورکول کيږي؟.
ځواب : فديه د روژو بدل (عوض) دى او د رمضان په راتلو واجبيږي، لهذا د رمضان له راتلو دمخه د فديه ورکول د (قبل وجود السبب) له امله صحي نه دي، البته د رمضان له شروع کيدو سره د راتلونکو ورځو فديه هم يو دم ورکولاى شي، د دې بر عکس د صدقه فطر وجوب په افرادو دى، د کومې چې له رمضان دمخه ورکول صحي دي، بلکې د څو کلونو پيشګي هم ورکولاى شي.
د فديه په روپيو د کوم مفلس قرض اداء کول
پوښتنه : د فديه په روپيو باندې د کوم مفلس قرضدار روا قرض اداء کيدلاى شي او که نه؟ هغه قرض په خپله اداء کړي او که هغه ته د روپيو په ورکولو سره يې اداء کړي؟.
ځواب : په همدغو روپيو سره په خپله د کوم مقروض مفلس قرض اداء کول صحي نه دي، البته هغه مفلس مقروض ته يې ورکول صحي دي چې هغه خپل قرض پرې اداء کړي.
يتيم خانه ته د فديه روپيو ورکول
پوښتنه : د فديه روپۍ د کومې يتيم خانه په مصارفو کې ورکول کيدلاى شي او که نه؟ او د کوم نابالغ يتيم ولي ته د همدغه نابالغ د مصرف لپاره يې ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : د نابالغ مفلس يتيم په مصارفو کې يې د صرف کولو لپاره د هغه ولي ته يې ورکول صحي دي.
کافر ته د فديه او کفاره ورکول ناروا دي
پوښتنه : کافر ته د فديه او کفاره ورکول روا دي او که ناروا؟.
ځواب : حربي کافر ته يې ورکول بالاتفاق ناروا دي، او ذمي ته يې په ورکولو کې اختلاف دى، عدم جواز يې راجح دى.


عن ابي هريرة رضی الله تعالی عنه  قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  من صام رمضان ايما نًا واحتسابًا غفر له ماتقدم من ذنبه : الحديث . متفق عليه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخرجه البخاري في کتاب الصوم ، ومسلم ايضافي کتاب الصوم .مشكوة\۱۷۳ ومرقات ۴\ ۳۸۸ وايضا اخرجه الحميدي في صحيحه برقم ۹۵۰ والنسائې ۲۲۰۱ واحمد ۷۲۸۴ وابوداود ۱۳۷۲ وابن خزيمة ۱۸۹۴ وابن ابي الدنیافي فضائل رمضان ص\۳۶ واتحاف للهيتمي ص\۳۸
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه :ابوهریرة رضی الله تعالی عنه  وایې چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چاچې په پوره ایمانداري اوخالص دالله تعالی لپاره روژه ونیوه نوټول وړاندیني ګناهونه   به ور وبخښل شې .

تشریح : یعني چاچې په ښه نیت اوایمانداري سره   خالص دالله تعالی لپاره روژه ونیوه دچادویري یاشرم یاپیغور له امله نه وه نودغه روژه به یې دټولو ګناهونو     کفاره شې   ؛
اوځینوعلماوبیاویلي دي : چې داحتسابامعنی داده چې په ښه صبر اوزغم سره روژه ونیسې اوله ټولوناوړو خبرواواعمالوڅخه ځان وساتي اودغه روژه په ځان درنه اوتکلیف نه ګڼې نووړاندینی ټول ګناهونه به یې معاف شې ؛
يا داچې څوك خالص د الله تعالى درضا لپاره  په  خوښي  روژه ونيسي  دورځي  داوږد والي  يا ديخنۍ  اوګرمۍ ،لوږي اوتندي ،څخه  شكايت    ونه کړي ،نو لوى خداى به ترټولو ګناهونوورتيرشي .
الترغيب والترهيب للامام المنذري رحمه الله تعالی   ۱\ ۲۵۲

په دي اړه نورحديثونه

[الف ] وفي رواية النسائي ان النبي صلي الله عليه وسلم   قال من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ... وفي حديث قتيبة ( وما تاخر )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخرجه النسائې ۲۲۰۱ والترغيب ۱\ ۲۵۲وفضائل رمضان لابن ابي الدنيا ص\۳۶
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړه : دسنن نسائې په روایت کې راغلي څوک چې په ایمانداري اواخلاص سره روژه ونیسې نوهغه ته به وړاندینې ټول ګناهونه وبخښل شې ،اودقتیبه په روایت کې د[وماتاخر ] توري   زیات راغلي ،ددي روایت په بناء دحدیث معنی داده : څوک چې په ایمانداري اواخلاص سره روژه ونیسې نوهغه ته به وړاندینې     اوورستني ټول ګناهونه وبخښل شې ؛
قال الحا فظ انفرد بهذه الزيادة قتيبة بن سعيد عن سفيان وهوثقة ثبت واسناده على شرط الصحيحين ور واه احمد بالزيادة الخ الترغيب ۱\۲۵۲

[ب ] واخرج الدارقطني عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه : من صام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه وماتأخر . الاتحاف لاهل الاسلام بخصوصيات الصیام لابن الحجر الهيتمي رحمه الله ص\۴۱
علامه ابن حجر هيتمي رح لیکلي : چې دوړانديني ګناهونودبښلوخبره خوښکاره ده ، اودوورستني ګناهونودبخښلو معنی داده چې الله تعالی له بنده سره وعده کوي چې که په صحيح ډول روژه ونیسې نوبیاکه په راتلونکي کې ګناه هم ورځيني وشې نوبخښنه به ورته وکړي ، الاتحاف ص\۴۱


[ ج ] وفي رواية عن ابي سعيد الخدري رضی الله تعالی عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم   قال من صام رمضان وعرف حدوده ، وتحفظ مما ينبغي له ان يتحفظ كفر ماقبله .
رواه ابن حبان في صحيحه والبيهقي .وقدمر الترغيب \ ۲۵۲ واخرجه احمد برقم ۱۱۵۲۴ وابويعلی في مسنده برقم ۱۰۵۸ وابن حبان في صحيحه برقم ۳۴۳۳ وابونعيم في الحلية ۸\۱۸۰ والبيهقي في الشعب ۳۶۲۳ الخ وابن عساکر في فضاېل رمضان ص\ ۶۲ وابن المبارک في الزهد ۹۸ وابن ابي الدنيا في فضاېل رمضان ۱۱ فوسیجئ هذالحدیث مع التفصیل

دحدیث متعلق ځیني مسائل

مسئله : ددي حديثو څخه معلومه شوه  چې هغه څوك چې روژه یې خالص دالله تعالى لپاره نه وي بلكه دچا دويري . ياشرم  ، ياد ځان ښو وني   لپار ه  وي  يا په روژه کې د  يخنې ،ګرمي، لوږي اوتندي څخه شكايت  كوي : نو دي سړي ته په دي روژه وړانديني  ذكر شوى ثوابونه نه وركول كيږي .
ردالمحتار۹\۷۰۱
والدرالمختاروردالمحتار۹\۷۰۲

همدارازددي حديث څخه داهم معلومه شوه ،چې په ايمانداري سره د روژي دنيولوله امله واړه اولوى ګناهونه ټول بخښل كيږي .  اوځيني علما وايې :چې واړه ګناهونه خوټول معاف كيږي ،البته لوى ګناهونه لكه  وژنه  قتل . زنا،غيبت ،غلا،اوداسي نورولویوګناهونوسزاوي كميږي  ، مګر يو مخ له مينځه نه ځي . دهغوى لپاره  په ځانګړي ډول توبه  ايستل  ضروري ده  . كذا في المرقات .


مسئله : دروژي دفضائلو څخه داهم ده چې که يوتن په روژه کې مړشې نوترقيامته به روژه نيونکی ګڼل کيږي ، یعني ترقيامته پوري به هر ه ورځ ديوي مقبولي روژي ثواب ورته ليکل کيږي ، اوپه دغه تن دحکمي شهيد اطلاق کيدلی شې ،
البته : که نارينه ياښځه دلوږي یاتندي یابيماري څخه داسې حالت ته ورسيږي چې دمرګ ويره ياظن غالب یې شې اوبياهم روژه ماته نه کړي اومړشي نوګنهګار دی اودغه وړاندينی ثواب يې نشته ،

الفتاوی الواحدية ص\۳۱۴- ۳۱۵

مسئله :دروژي له فضائلوڅخه داهم ده چې که څوک په روژه کې مړشې نو دقبرله عذاب څخه به ترقیامته پوري محفوظ وي ،بلکه دروژي مبارکي د برکت له امله په دغه مياشت کې له کافرانوڅخه هم عذاب پورته کيږي ؟

الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۹ و احسن الفتاوی ۴\۲۰۷ – ۲۰۸




هغه عذرونه چي دروژي ماتول مباح ګرزوي پنځه ډوله دي   چي دلته يې له لنډيز سره نقلوو .


لمړى : سفر

هغه سفر چي په اته څلويښت ميله يا ۷۸ كيلومتره يا له هغه نه   په زياته مسافه پيل شي   (يعني هغه سفر چي لمونځ ورباندي قصر كيږي ) دروژي خوراك روا كوي يعني دي ډول مسافر ته دروژي ماته ول روا دي .


مسئله : كه يو تن په پشليمي دروژي نيت كړى وو بيا يې سهار سفر پيل كړ نو دي تن ته په همدي ورځ دروژي ماتول نه دي روا .

التاتارخانيه ۲\۳۸۳

مسئله : هغه مسافر چي په يوه ښار ياكلي كښي داقامت نيت وكړي   هغه ته دروژي ماتول مكروه دي .

التاتارخانيه ۲\ ۳۸۳   مسافر دخل مصرا   واقام به   يكره   له ان   يفـــطر الخ

مسئله : مسافر ته كه دروژي دنيولو څخه تكليف رسيده نوبيا روژه نيول ورته مكروه ده اوكه دروژي له نيولو سره نه په تكليف كيده اودنورو ملګرو يې هم روژه وه   نوبيا مسافر ته دروژي نيول غوره ده اوكه يې ملګرو روژه ماتوله نوبيا دده لپاره هم روژه ماتول غوره ده .

خلاصة الفتاوىتاتارخانيه ۲\۳۸۳ ومثله في الهنديه ۱\ ۲۰۷

مسئله : كه يوه سړي   سفر پيل كړ له ښاره ووت   خوبيرته په سامان يا بل څه پسي كورته راغى نو په كور كښي روژه ماتول   نه دي ورته روا كه يې ماته كړه نو له قضاسره كفاره هم باندي لازميږي

الهنديه ۱\۲۰۶۷

مسئله : كه يو مسافر په ورځ كښي كورته راشي نو پاته ورځ   دي امساك وكړي يعني خورك اوڅښاك دي نه كوي .

الكامليه ص\۱۶

دوهم     بيماري ، مرض

كه مريض په دي پوه شي [ يعني غالب ګمان يې وي يا كوم مسلمان پوه طبيب ياډاكټر ورته ووايې ] چي كه روژه كړي نو ژوند به دلاسه وركړي ، يابه يي دتن كوم اندام له كاره ولويږي ، يابه يې بيماري پسي زياته شي ، يابه يې بيماري اوږده شي . نو په دي ټولو صورتونو كښي دي بيمار ته جائز[ روا ] ده چي روژه ماته كړي .

الهنديه ۱\۲۰۷ المريض اذا خاف على نفسه التلف ، اوذهاب عضو يفطر بالاجماع وان خاف زيادة العلة وامتداده فكذلك عندنا وعليه القضاء اذا فطر ثم يعرف ذلك باجتهاد المريض والاجتهاد غير مجرد الوهم بل هوغلبة الظن عن امارة اوتجربة اوباخبار طبيب مسلم غير ظاهر الفسق الخ

مسئله : هغه نارينه   ياميرمن چي په ظاهره (ښكاره ) روغ وي خو دى ويريږي كه روژه كړي نوسخت بيمار به شي   هغه دبيمار په حكم كښي ده يعني روژه خوړل ورته رواده .

لمافي الهنديه ۱\ ۲۰۷ والصحيح الذي يخشي ان يمرض بالصوم فهوكالمريض هكذا في التبيين الخ

مسئله : هغه سړى كه   دتبي نښي ورباندي ښكاره شوي يايې دتبي نوبت وو نوله تبي وړاندي يې روژه ماته كړه يعني دوا يې وخوړه   نو داكوم باك نه لري يعني داسي كول ورته روا دي   . خوبيا به ددي روژي قضا راوړي .

كمافي الهنديه ۱\۲۰۷ ولوكان له نوبة الحمى فاكل قبل ان تظهر الحمى لاباس به كذا في فتح القدير الخ
دريم بډا توب [ كبرالسن ]

هغه بډا يابډۍ [ سپيږيرى او سپينسري ] چي دډير عمر شي اودروژي نيولو قدرت اوطاقت نه لري   هغوۍ ته رواده چي روژه ونه نيسي اوپه ځاى يې فديه وركړي (دفديې تفصيل به ان شاءا لله دفديي په مسائلو كښي راشي )

الهنديه ۱\ ۲۰۷ و التاتارخانيه ۲\ ۳۸۷

څلورم : دميرمنو ځانګړي بيمارۍ    [ حيض اونفاس ]

كه دروژي   په ورځ كښي ميرمنو ته له حيض يانفاس څخه كومه يوه بيماري ورپيښه شي نوروژه دي ماته كړي .

مسئله : كه يوي ميرمني په دي نيت روژه ماته كړه چي داورځ يې دحيض موده ده يا يې دماشوم دږيدو نيټه ده خوبيا له د ي بيماريو څخه يوه هم ورپيښه نشوه نو په داسي ميرمني قضااوكفاره دواړه شته .

الهنديه ۱\ ۲۰۷

مسئله :   كه يوه ميرمن له خپلي بيمارۍ څخه په داسي مهال   (يعني دسپيدو نه څومنټه وړاندي په دومره موده كښي چي ددي غسل نه پكښي ځاييده ) پاكه شوه چي دي غسل كاوه نوسپيدي شوي نوپه داسي ميرمن روژه نيول فرض نه ده ځكه دغسل وخت   په حيض كښي شمارل كيږي . خوداهله كه يې خپله موده ترلسو ورځو كمه وه   .

الهنديه ۱\۲۰۷ و التاتارخانية ۲\۳۸۷

مسئله : همداراز كه ديوي ميرمني   ترلسو ورځو عادة كم وو نو كه يې له شپي څخه دومره وخت ووت چي غسل يې پكښي وكړ اوليږ وخت نور هم تير شو( يعني څومنټه زيات ووتل )   نوبيا دي روژه نيسي . روژه ورباندي فرض ده .

الهنديه ۱\ ۲۰۷ و التاتارخانيه ۲\ ۳۸۷

مسئله : هر هغه ميرمن چي له حيض يانفاس څخه دروژي په ورځ كښي پاكه شي نو پاته ورځ دي   امساك كوي يعني خوراك اوڅښاك دي نه كوي

الكامليه ص\۱۶
څلورم حمل اورضعة :
مسئله : هغه ميرمن چي په نس كښي ماشوم ولري ، يا زوكړى ماشوم   ولري   نو كه دروژي له امله يې   دځان دمرګ يا دماشوم دمرګ ويره وه   روژه ماتول ورته روا دي .

الحامل والمرضع اذا خافتا على انفسهما اوولدهما افطرتا وقضتا ولاكفارة عليهما كذا في الخلاصه . هنديه ۱\۲۰۷

پنځم لوږه او تنده -   ( الجوع والعطش )

كه دتندي يا دلوږي څخه داسي حالت ته ورسيده چي نږدي وه خپل ژوند دلاسه وركړي   يايې دما غ ته څه تاوان رسيږي نو روژه   ماته ول ورته     روادي .

التاتارخانيه ۲\۳۸۷ اذا خيف من العطش والجوع الهلاك اونقصان العقل كالامة اذا ضعفت عن العمل وخشيت الهلاك بالصوم ( يفطر) كذا في الهنديه ۱\۲۰۷

مسئله : كه بزګر يا لوګرى دكروندي دريبلوسره روژه نشي نيولاى او دغه ريبل وروسته كولاى [ځنډولى ] هم نشي نوداسي سړي ته رواده چي روژه وخوري اوبيا يې قضا راوړي

الكامليه ص\ ۱۶

د رجب دمیاشتي په راختوبه پيغمبر صلی الله علیه وسلم دروژي درانږدي کیدو  خوښې ښوده اودعابه یې کوله

عن انس  رضی الله تعالی عنه : ان رسول الله صلی الله علیه وسلم   كا ن  يدعو ذا دخل  رجب : اللهم  بارك  لنا في رجب  وشعبان  وبلغنا رمضان : رواه البيهقي  في شعب الايمان . ــــــــــ
مرقات۳۹۴\ ۳ ومجمع الزوائد ۲\۱۶۵ واخرجه احمدبرقم ۲۳۴۶ والبزار ۹۶۱ کشف ،والطبراني في الدعاء ۹۱۱ وفي الاوسط ۱\ ۲۳۴ ب وابونعيم في الحلية ۶\۲۶۹والبيهقي في فضائل الاوقات ۱۴ بزيادة . وابن ابي الدنيا في فضائل رمضان  ص\۲۴
ژباړه : انس  رضي الله تعالى عنه  روايت كوي  چې كله  به درجب مياشت  [دخداى تعالى مياشت ] داخله شوه  نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم    به  دا دُعا كوله : لويه خدايه  په رجب اوشعبان كي  موبركت واچوه  اوتر رمضان پوري  موپه خیر ورسوه  .
تشريح  :   يعني  پيغمبر صلى الله عليه وسلم    به دوه مياشتي  وړاندي  لا دروژي  په  رانږ دي  كيدو خوښې  ښكاره كوله  ، دروژي  دراتلو تلوسه  به  يې  درلوده  ، او دادعا به يې  ډيره  كوله  :
اللهم سّلِمني لرمضان وسلّم رمضان لي وسلـــمه لي متقبلا . كنزالعمال
اخرجه ابن ابی الدنيا في فضا ئل رمضان  ص\۴۷ واخرجه الطبراني في الدعاء  رقم ۹۱۲
لويه خدايه  تر روژي موسالم  ورسوه   او روژه  ترموږ ه  سالمه راورسوه   او په  راتلونكي  كښي  یې هم راته   سالمه  ولري   ؛ یعني  په راتلونکي کښې موهم ډيري  دروژي مياشتي په نصيب کړي .






ثوابي روژې : د کال د ورځو يو څو نورې ثوابي روژې به هم دلته مسلمانانو ته وليکو ، کيدای شي څوک عمل پرې وکړي ، او زمونږ لپاره هم د خدای د رضا او له دوزخ څخه د خلاصون سبب شي .
د شوال شپږ روژې :
له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې د مياشتې روژه ونيسي بيا په شوال   ( د واړه اختر په مياشت کې ) شپږ ( نورې ) روژې هم ورپسې ونيسې نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو . ( الطبراني )
د شوال د روژو وخت :
مستحب او مسنون طريقه داده چې يواځې د واړه اختر يوه ورځ روژه ماته کړي او له دوهمې ورځې څخه دا روژې پيل کړي ، شپږ واړه يو ځای هم نيولی شي او بېلې بېلې هم ، په اسلام کې وړوکی اختر يوه ورځ ده ، لمونځ چې په دوهمه ورځ جائز دی هغه قضا ده نه چې ادا ، لکه وړاندې به راشي .
( و ندب تفريق صوم الست من شوال ) و لا يكره التتابع على المختار خلافا للثاني
حاوي . و الاتباع المكروه أن يصوم الفطر و خمسة بعده فلو أفطر لم يكره بل يستحب و يسن .  ابن كمال . ( الدر المختار : 2 / 435 , ط ايچ ايم سعيد کراتشي )
د عرفات د ورځې روژه :
عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايي چې : مونږه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم وو ، نو د عرفات د ورځې روژه به مو داسې   ګڼله لکه د دوه کلونو روژه . ( الطبراني )
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د عرفات د ورځې روژه   د مخکني او راتلونکي کال ( ګناهونه ) بخښي . ( مسلم )
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د عرفات د ورځې روژه ونيسي نو ( د دوه ګلونو ګناهونه ورته بخښل کېږي ) يو د راتلونکي کال ګناهونه ورته بخښل کېږي ، او بل د تېر شوي کال ، او څوک چې د عاشورا د ورځې روژه ونيسي نو د يو کال ګناهونه به يې وبخښل شي .( رواه ابو یعلی )
عاشورا : د مُحَرَّم د مياشتې لسم .
د مُحَرّم د مياشتې روژې :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : د روژې له مياشتې نه وروسته غوره روژې د محرم د مياشتې روژې دي ، او له فرض لمانځه نه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی . ( مسلم )
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَ أَفْضَلُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلاَةُ اللَّيْلِ .   ( رواه مسلم )
د محرم د لسم او نهم روژه :
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مُحرم د لسمې د روژې په هکله پوښتنه وشوه ، نو فرمايل يې چې : ( د محرم د لسم روژه ) د تېر کال ګناهونه بخښي .  ( يعنې د دې روژې په ثواب کې الله جل جلاله د تېر کال ګناهونه بخښي ) ( مسلم )
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي : کله چې رسول الله صلی الله د محرم د لسم روژه ونيوله نو صحابه کرامو ورته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دا خو داسې ورځ ده چې يهودان او مسيحيان يې درناوی   ( قدر ) کوي ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا اوويل : چې راتلونکی کال راشي – إن شاء اللهُ - نو د نهمې ورځې روژهبه هم ورسره ونيسو ، خو راتلونکی کال لا نه وو راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو . ( مسلم )
عَنْ أَبِى قَتَادَةَ الأَنْصَارِىِّ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم سُئِلَ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ فَقَالَ : يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ . ( رواه مسلم )
عن عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَبَّاسٍ - رضى الله عنهما - يَقُولُ : حِينَ صَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَ أَمَرَ بِصِيَامِهِ ، قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ ! إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَ النَّصَارَى . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ - صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ . قَالَ فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ حَتَّى تُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم. ( رواه مسلم )
مسئله : بايد د محرم د لسم له روژې سره د نهم روژه هم ونيول شي ، يعنې له نهم څخه پيل وشي ، ځکه چې يواځې د لسم روژه نيول مکروه ده ، در مختار کې راغلي چې : و المكروه تحريما كالعيدين و تنزيها كعاشوراء وحده و سبت وحده . ( الدر المختار :اول کتاب الصوم : ۲/ 375 )
د شعبان د مياشتې روژې :
اسامه بن زيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې اوويل چې : ای د خدای رسوله ! د نورو مياشتو په روژه مې تاسو دومره نه ياست ليدلي لکه د شعبان د مياشتې ؟   هغه اوفرمايل : دا يوه مياشت ده چې خلک پکې غافله وي ، پدې مياشت کې عملونه الله جل جلاله ته ور پورته کېږي ، نو زه خوښوم چې زما عمل پورته کېږي او زه دې روژه يم  . ( نسائي )
عائشه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به   د شعبان ټوله مياشت روژه نيوله .  ( مسند أبويعلی )
أسامة بن زيد قال :قلت : يا رسول الله ! لم أرك تصوم من شهر من الشهور ما تصوم من شعبان ؟ قال : ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب و رمضان ، و هو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين، فأحب أن يرفع عملي و أنا صائم.  ( السنن الکبری للنسائي )
د شعبان د پنځلسمې شپې عبادت :
د دې شپې عبادت هم د سعادت خبره ده .
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : د شعبان د پنځلسم په شپه الله جل جلاله خپلو ټولو مخلوقاتو ته ( د رحمت په نظر ) ګوري ، نو ټولو ته بخښنه کوي ، يواځي مشرک ته بخښنه نه کوي ، او بل هغه کس ته چې له مسلمان سره دښمني کوي . ( طبراني ، ابن حبان )
عن معاذ بن جبل عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : يطلع الله إلى خلقه في ليلة النصف من شعبان ، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن . (صحیح ابن حبان ، و قال شعيب الأرنؤوط في تعليقه : حديث صحيح بشواهده )
د هرې مياشتې د ۱۳ ، ۱۴ ، او ۱۵ روژه :
له جرير بن عبد الله البَجَلِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : په هره مياشت کې درې ورځې روژه نيول داسې ده لکه د ټول عمر روژه . ( يعنې ) د رڼا د شپو روژه ، د ديارلسم او څوارلسم او پنځلسم . ( نسائي )
فائده : د ې درې ورځو ته ځکه د رڼا ورځې أيام البِيْض وايي چې د دې ورځو په شپو کې د سپوږمۍ رڼا زياته وي .
عن جرير بن عبد الله البجلي عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : صيام ثلاثة أيام من كل شهر صيام الدهر ، أيام البيض : صبيحة ثلاثة عشرة و أربع عشرة و خمس عشرة ( رواه النسائي بإسناد صحيح , المتجر الرابح ص 243 )
هر ه مياشت کې درې ورځې روژې نيول :
له عبد الله بن عَمرو بن العاص رضي الله عنه   څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : هره مياشت کې درې ورځې  روژه نيسه – دا داسې ده لکه د ټول عمر روژه   . ( بخاري )
عن عبد الله بن عمرو بن العاص قال: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم: صُمْ من كل شهر ثلاثة أيام فذلك صوم الدهر أو كصوم الدهر .(رواه البخاري )
د دوشنبې او پنجشنبې روژه :
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د دوشنبې او   پنجشنبې په   ورځ   باندې ( د بندګانو ) عملونه الله تعالی ته وړاندې کېږي ، نو زه دا خوښوم چې زما عمل وړاندې کېږي او زه روژه يم . ( ترمذي )
په يو بل حديث کې راغلي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوشنبې او پنجشنبې روژه نيوله ، نو چا ورڅخه پوښتنه وکړه چې : تاسو د دوشنبې او پنجشنبې روژې نيسئ ( څه وجه ده ) ؟   هغه مبارک اوفرمايل چې : پدې ورځو کې الله جل جلاله هر مسلمان ته بخښنه کوي يواځې هغو دوه کسانو ته بخښنه نه کوي چې يو بل سره يې دښمني وي ( خبرې نه کوي ) الله تعالی وايي چې : دواړه تر هغې پرېږدئ تر څو چې صلح کوي . ( ابن ماجه )
عن أبي هريرة : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : تعرض الأعمال يوم الإثنين و الخميس فأحب أن يعرض عملي و أنا صائم ( رواه الترمذي )
د چهار شنبې پنجشنبې او جُمُعِې روژه :
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل :   څوک چې د چهار شنبې ، پنجشنبې او جُمُعِې روژه ونيسي ، د ده لپاره به الله تعالی په جنت کې يوه ماڼۍ جوړه کړي ، دا ماڼۍ به د ملغلرو ، ياقوتو او زمرودو وي او( د جهنم ) له اور څخه به خلاصون هم ورته وليکل شي . ( طبراني )
له ابن عمر رضي الله عنه څخه   روایت   دی     چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د چهار شنبې پنجشنبې او جُمُعِې روژه ونيسي او بیا د جُمُعِې په ورځ لږ يا ډېر خيرات وکړي ، ټول   ګناهونه به ورته وبخښل شي چې   دې کس کړي دي   ،   تر دې   چې   داسې   به شي لکه په کومه ورځ چې مور يې زېږولی وو ( له ) ګناهونو ( څخه پاک ) ( طبراني ، بيهقي )
عن أنس بن مالك أنه سمع النبي يقول : من صام الأربعاء و الخميس و الجمعة بنى الله له قصرا في الجنة من لؤلؤ و ياقوت و زبرجد ، و كتب له براءة من النار . ( الطبراني في الأوسط )
عن ابن عمر : يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : من صام يوم الأربعاء و يوم الخميس و يوم الجمعة ثم تصدق يوم الجمعة بما قَلّ او کثُر من ماله غفر له ذنب عمله حتى يصير كيوم و لدته أمه من الخطايا .  ( الطبراني في الکبير ، و البيهقي )

يوه ورځ وروسته روژه نيول :
له عبد الله بن عَمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او فرمايل : الله تعالی ته تر ټولو روژو څخه د داود ( عليه السلام ) روژه خوښه ده ، هغه به يوه   ورځ   روژه نيوله او يوه ورځ به يې ماتوله ، او الله تعالی ته په   ټولو لمونځونو کې د داؤد ( عليه السلام ) لمونځ خوښ دی ، هغه به د شپې په اوله نيمه برخه کې ويده کېدو ، د شپې په درېمه برخه کې به يې لمونځ کولو بيا به په   شپږمه برخه کې ويده کېدو .   ( بخاري ، مسلم )
عن عبد الله بن عمرو قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم : أحب الصيام إلى الله صيام داود كان يصوم يوما و يفطر يوما و أحب الصلاة إلى الله صلاة داود كان ينام نصف الليل و يقوم ثلثه وينام سدسه . ( بخاري و مسلم )


شعبان درمضان المبارک دمیاشتې یوه مقدمه ده درجب په میاشت کې به پیغمبرصلی الله علیه وسلم دشعبان دمیاشتې دبرکت سوال کاوه اودروژي درانږدي کیدو دعابه یې کوله :لکه دانس رض په روایت کې چې راغلي :

عن انس رضی الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلم كا ن  يدعو ذا دخل  رجب : اللهم  بارك  لنا في رجب  وشعبان  وبلغنا رمضان : رواه البيهقي  في شعب الايمان  . مرقات394\3  ومجمع الزوائد


دشعبان په مياشت کې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ځان ته دعبادت اعمال لرل په يوه روايت کې پیغمبرصلی الله عليه وسلم شعبان مبارکه میاشت بي خې دځان بللي :

قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : رجب شهرالله ، وشعبان شهري ، ورمضان شهرا متي .   مكاشفة القلوب ص\ ۴۵۱ : رواه الدیلمي عن انس رضی الله تعالی عنه وان ضعفه البعض .

موږبه دلته دشعبان المبارک دروژوپه مختلفوصورتونواواړخونوخبره وکړو ، اودغه ټول اړخونه یې په لنډ ډول په لاندي ترتیب ذکرکوو

۱- دشعبان المعظم دټولي میاشتې دروژي دنیولو حکم

۲- دشعبان المعظم د۱۵ شپو څخه وروسته دروژودنیولوحکم   :

۳-   دشعبان دپنځلسم دورځي دروژي دنیولوحکم

۴- دشعبان دوروستیوورځودروژي دنیولوحکم



دلمړي صورت حکم


يعني  دشعبان المعظم دټولي مياشتې دروژي دنيولو حکم
پیغمبر صلی الله عليه وسلم  به په خپل ژوندکې ډیروقت دشعبان المعظم دټولي میاشتي روژه نیوله ، لکه دعائشې رضی الله تعالی عنهاپه روایت کې راغلي :

قالت کان [النبي صلی الله عليه وسلم ] يصوم الشعبان کله متفق عليه ،مرقات ۴\۴۶۵ مشکوة ص\ ۱۷۴

وعن ام سلمة رضی الله تعالی عنها قالت مارئيت رسول الله صلی الله عليه وسلم يصوم شهرين متتابعين الاشعبان ورمضان .رواه ابوداودوالترمذي والنسائی مشکوة

اوپه يوه بل روایت کې راغلي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم [که به دکوم عذرله امله دشعبان ټوله میاشت روژه نه کړه نوبیابه یې هم ] دشعبان په میاشت کې ډیري روژي نیولي :

لکه دعائشې رضی الله تعالی عنهایوبل روایت کې راغلي :

عن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت وکان يصوم شعبان الاقليلا .متفق عليه .

خودغه ټولي روژي پیغمبرصلی الله علیه وسلم نفلي نیولي ،دغه روژي درمضان لپاره مقدمه هم وه ، اودروژي دسترعبادت سرته رسول هم ؤ ،له همدي امله دغه روژي نیول له نورونه زیات ثواب لري ،

قال رسول الله صلی الله عليه وسلم لما سئل عن ذلك ( ذاك [ای الشعبان ] شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان ، وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين ، وأحب أن يرفع عملي وأنا صائم ) رواه أبو داود

قال ابن رجب رحمه الله في قوله [ ذاك شهر يغفل الناس عنه ] قال :فيه استحباب عمارة أوقات غفلة الناس بالطاعة ، وأن ذلك محبوب لله عز وجل فيستحب للمسلم أن يكثر الصيام في شعبان على حسب استطاعته .


اوددغه روژو تعدادمعلوم نه ده اونه یې ورځ معلومه ده البته دټولي میاشتې روژي نیول ډیرثواب لري که یې دضعف حالت ته نه رسول :

کمافي المرقات ۴\۴۰۹امامن قدر[ای علی صوم شعبان ] فلانهی عنه کماولذلک جمع النبي صلی الله عليه وسلم بين الشهرين في الصوم .



عائشه رضی الله تعالی عنها وایې : چې موږبه قضایې روژي هم په شعبان کې نیولي :

کماتقول قالت وکان يکون علی الصوم من رمضان فمااستطيع ان اقضی الافي شعبان .قال يحی تعني الشغل من النبي صلی الله عليه وسلم اوبالنبي صلي الله عليه وسلم متفق عليه .

یعني څرنګه چې به پیغمبرe به په دغه میاشت کې روژي نیولي نودامهات المؤمنین لپاره به هم اساني وه کمافي المرقات ۴\۴۶۰



ددوهم صورت حکم :

یعني دشعبان د۱۵ څخه وروسته روژه نیولوحکم   په دي هکله پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه حدیث نقل شوی :

عن ابي هريرة  رضی الله تعالی عنه  قال قال النبي صلی الله علیه وسلم اذاانتصف شعبان فلاتصوموا .رواه ابوداود والترمذي وابن ماجه وغيرهم

وفي المرقات ۴\۴۰۹قوله فلاتصوموا ای بلاانضمام شیء من النصف الاول اوبلاسبب من الاسباب المذکورة وفي رواية فلاصيام حتی يکون رمضان والنهی للتنـزيه رحمة علی الامة ان يضعفوا عن حق القيام بصيام رمضان علی وجه النشاط وامامن صام الشعبان کله فيتعود بالصوم ويزول عنه الکلفة   ولذاقيده بالانتصاف ، اونهی عنه لانه نوع من التقدم ،

ژباړه : ابوهریرة رض وایې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې کله دشعبان میاشت نیمایې شې نوروژي مه نیسۍ .

علامه علي القاري رحمه الله وایې : چې دامنعه هغه مهال دی   چې که یې په ځانګړي ډول له پنځلسمي څخه روژي نیول پیل کول   ، اوکه له پنځلس ورځووړاندي هم یوڅوروژي ونیسې یادشعبان له پیل سره روژي پیل کړي وي   نوبیا پروانه لري ،

اویاله دي امله دشعبان له پنځلس ورځووروسته دروژي نیولومنعه شوي لکه په یوه بل روایت کې چې هم راغلي نوداله دي امله چې دفرضې روژي نیولوته کمزوری نشې

یاهم له دي امله کیدی شې چې منعه راغلي وي چې داله خپل لوري څخه دالله تعالی په فرضې روژي زیاته ول اواضافه کول دي ،
دروژي  اقسام

روژه  اوه قسمونه لري  :
۱ فرض
۲ واجب
۳ سنة
۴ مستحب
۵ نفل
۶ مكروه  تنزيهي
۷- اومكروه تحريمي  .
فرض  :
لكه ۱- د رمضان المبارك  روژي  ۲- قضاء راوړل یې ، ۳-   دكفارې  روژي ،
اوواجب روژه : لكه دنذر روژي ،
اومسنون روژه : لكه دعاشورا روژه چې دنهم دورځي روژه هم ورسره ونیول شې،دشوال روژي ،
اومستحب روژه : لکه دايام البيض روژي [یعني  دهري مياشتي د13 ،14 ،15 دري روژي ]
اونفل روژه : لكه   له دي نه ماسوا چې منعه ياكراهة یې نه وي نقل شوى،لکه ددوشنبي اوپنجشنبي دورځې روژي ، یادشعبان دمیاشتي روژي ، اوداسي نوري ...
اومكروه تنزيهي روژه  : لكه  دعاشورا روژه  چې دنهم  روژه ورسره نه وي،يا يواځي دجمعي دورځي روژه نيول ، يا لكه دمهرجان دورځي روژه نيول اوداسي نور.......
اومكروه تحريمي روژه :  لكه  دايام تشريق  يعني  داختر دورځو روژي . الخ  بحر الرائق 449\2 ،

ملاحظه  :  په درالمختاراوردالمحتار 388\3 كي  یې دغه قسمونه په ليږتغيرسره اته ښودلي .چې عبارت یې په دي ډول دي :

وهواقسام ثمانية : فرض  وهو نوعان معين كصوم رمضان  اداءً،وغيرمعين كقضاء وصوم الكفارات ..وواجب،وهونوعان  الخ ،وفي ردالمحتار تحته قوله وهو اقسام ثمانية :اى فرض  معين ،وغيرمعين ،وواجب ،كذلك [ اى معين وغيرمعين ]  ونفل  ،ومسنون ،  ومستحب ، ومكروه تنزيها،  أوتحريما .

ژباړه :یعني روژه ټول اته قسمونه لري اوترتیب یې په دي ډول ده :
لمړی :فرض روژه .اوهغه بیاپه دوه قسمه ده ۱- فرض معین : لکه درمضان المبارک روژه ۲- فرض غیرمعین : لکه درمضان المبارک دروژي قضاء راوړل ؛
دوهم : واجب روژه : واجب هم په دوه قسمه ده ۱- واجب معین : لکه نذر معلوم یعني دجمعي دورځې روژه یادکومي بلي خاصي ورځي روژه چي یوسړی یاښځه يې په ځان باندي نذر کړي ۲ – واجب غیرمعین ،لکه نذر مطلق چې ووایې په ماباندي یوه روژه نذرده اووقت یې معلوم نه کړي ،داټول څلور قسمونه شوو ،
پنځم :  نفل روژه ده ،
شپږم : مسنونه روژه ده ،
اوم : مستحب روژه ده ،
اتم : مکروه تحریمي اوتنزیهي روژي دي ؛
ددغه څلوراقسامومثالونه وړاندي ذکر شوو ؛

دروژي مراتب اودرجات

روژه لکه اقسام چې یې درلودو همداډول یې ځینوعلماو درجات اومراتب هم ذکرکړي دي دجوهرة النیره مصنف رحمه الله دغه مراتب په دي ډول ذکرکړي دي .
روژه دري درجات لري :
۱- دعوامو روژه ،
۲ - دخواصو روژه ،
۳- دخواص الخاص روژه .
دعوامو روژه داده چي نس له خوراک اوڅښاک څخه منعه کړي ،اونفس له جماع څخه ،اودخواصو روژه داده چې سترګې ،غوږونه ،ژبه ، لاسونه ، پښې ، اونور اندامونه هم له ګناهونوڅخه منعه کړي ،
اودخواص الخاص روژه داده چې زړه هم ددنیاله هرډول فکرونو اوغمونوڅخه وساتي بلکه په زړه کې دالله تعالی دمحبت څخه پرته نورڅه نه لري .
الجوهرة ۲\۱۴
دروژي  شرائط :

روژه  دري ډوله شرطونه لري  ۱- لمړى يې دوجوب شرطونه ،۲- دوهم يې دأدآء دوجوب شرطونه ،۳- دريم  یې دأدآء دصحت شرطونه  .
لمړې شرطونه  :  يعني  دوجوب اوفرضیت شرطونه یې دري دي   1 – اسلام .  ۲ – عقل . ۳-  بلوغ    ؛ دغه دري واړه داسې شرطونه دي چې که چیري دغه شرطونه په کوم تن کې نه وي نو روژه ورباندي نه فرض کیږي ؛
دوهم :  يعني دوجوب  داداء شرطونه یې  دوه  دي  1 - صحة    ۲- اقامة  ؛ که دغه شرطونه په کوم تن کې نه وي یعني داسې بیماروي چې دروژي دنیولو طاقت نه لري نو روژه ماته ول ورته جائز اورواده ، همداراز که یوتن مقیم نه وي بلکه مسافروي نوکه په شرعې مسافه باندي یې سفرپیل کړی ؤ نوروژه ماته ول ورته رواده ؛
دريم  : يعني دصحة دأدآء شرطونه :  یې  دوه د ي  1 النیة ۲-  له  حيض اونفاس  څخه پاكوالى ده .
البحر ۲\ ۴۴۸
فائده :
نبي صلی الله علیه وسلم په خپل مبارک ژوندکې نه کاله درمضان المبارک دمياشتي روژه نيولي وه ؛ معارف السنن   ۵\۵۲۳


ددرېيم صورت حکم

یعني د شعبان دمیاشتي د ۱۵ دورځي دروژي حکم

البته د۱۵ دروژي په هکله هم حدیثونه راغلي مثلا

عن علی رضی الله تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم اذاکانت ليلة النصف من الشعبان فقوموا ليلها وصوموايومها الحديث

ژباړه :   چې کله دشعبان دمیاشتې دپنځلسمي شپه شې   نوشپه یې په عبادت ویښه کړئ اوورځ یې په روژه تیره کړئ     .

وفي القرطبي ۱۶\۱۱۰ قال الله تعالی اناانزلناه في ليلة مبارکة الآية الی قوله وروي عن النبي صلی الله علیه وسلم قال اذاکانت ليلة النصف من الشعبان فقوموا ليلتها وصوموانهارها فان الله تعالی ينزل لغروب الشمس الی سماء الدنيا يقول الامستغفر فاغفرله الا مبتلی فاعافيه الامسترزق فارزقه الا کذا الاکذا حتی يطلع الفجر ذکره الشعبي وخرج الترمذي بمعناه عن عائشة الخ

خوځیني علماوایې دشعبان دپنځلسم دورځي دروژي په اړه چې کوم حدیثونه راغلی هغه ضعیف دي البته که وړاندي اووروسته روژي ورسره ونیول شې نوبیاصحیح دي دوړاندینیوحدیثونوله امله . په هرصورت دپنځلسم دورځې دروژي نیول هم   ثواب اواجرلري ؛[ دلته دا هم باید وپیژنو چې زموږ داحنافو په نزد په فضائل داعمالوکې په ضعیف حدیث باندي عمل جائز دی ]

کمافي ردالمحتار ۲\۶۳ علی انه في فضائل الاعمال يجوز العمل بالحديث الضعيف کمامر اول الکتاب .

ملاحظه : اودشعبان دمیاشتې ددیارلسم څوارلسم اوپنځلسم روژي یعني آیام البیض روژيٍ   نیول   دآیام البیض په نیت هم اجرضرورلري     والله تعالی اعلم
دڅلورم صورت حکم

چې دشعبان دمیاشتې په پای کې یوه یادوي ورځې وړاندي روژه نیول څه حکم لري   ؟

عن عمران بن حصین رضی الله عنه انه سأله اوسأل رجلا وعمران يسمع فقال ياابافلان اماصمت من سررشعبان قال لا قال فاذا افطرت فصم يومين . متفق عليه

سرر دشعبان دآخري یوي یاددووشپویعني نه ویشتم یادیرشم دشعبان روژونیولوته ویل کیږي خودلته مرادځيني مطلقا درمضان المبارک له روژو نه وړاندي روژي نیول مراد دي

کمايقول في المرقات ۴\۴۶۶ وعندناهذايفيداستحباب صومه لاوجوبه لانه معارض بنهی التقدم بصيام يوم اويومين فيحمل [الحديث ] علی کون المراد التقدم بصوم رمضان جمعا بين الادلة الخ

لهذا دروژي څخه یوه ورځ یادوه ورځي وړاندي روژه نیول مکروه دي یوه وجه یې داده چې انسان دفرضې روژي راتلل په نشاط سره وکړي ،اودوهمه وجه یې داده چې ځرنکه چې ددین معنی ده داسلام ددین اتباع کول   بلکه دین دالله تعالی دقانون دپیروي نوم دی ، اودشریعت داحکم دی چې یو دوه ورځی وړاندي روژه پريږده څودالله تعالی دلوري فرض شوي روژه له خپله ځانګړتیاوسره ونیسې اوکه یوه دوه ورځي نوري ورسره ګډي شي نودالله تعالی په فرض روژو چې دیرش یانویشت روژی دي له ځانه څخه نوري اضافه وکړل شې ؛

ځکه زموږفقهاوویلي :  چې په پشلیمي کې بالکل اخری وقت زیات مستحب ده څکه چې که وړاندي یې وکړی نودځان لخوادي په روژه کې چې له سپیدوڅخه ترلمرلویدوپوري ده اضافه والی وکړ .

همداراز افطارکې هم تلواره مستحب ده ځکه الله تعالی چې ترکوم ځایه روژه نیول ضروري کړي نوله هغه حده تیریدل مناسب نه دي .

ددي خبري نورزیات تفصیل به دشک روژي په بحث کې تیرشوی چې مستقل بحث پري شوی :

البته : دشعبان دمیاشتي په اخيره کي دري یاله درووڅخه زیاتي روژي نیول مکروه نه دي ، همدارازځیني خلګ دشعبان په وورستیوکې دقسم دکفاري دري روژي نیسي نوداهم صحیح دي لکه په هدایة اونورو کتابونوکي په دي خبره باندي تصریح موجوده ده . علامه کشمیري رحمه الله په فیض الباري ۳\۱۵۵ کې دلايتقدم رمضان بصوم يوم اويومين په تشريح کې ويلي دي :

انماافرزه من حديث نصف شعبان لکونه کثير الوقوع فأن أکثر مايتقدمه الناس لحال رمضان يوم اويومان فکأنه خصصه لمزيد الاعتناء به ولذا قال صاحب الهداية ان تقدمه بثلاثة أيام لايکره فقصر النهي علی اليومين ، ثم ذکر الشيخ سعدالله في حاشية العناية ان الالتباس في غرة رمضان لايزيد علي يوم أويومين يقصدون به ان لايفوت عنهم من رمضان شيئ ولماکان هذا الاحتياط لغوا الاانهم امروا ان يصوموا لرؤيته ويفطروا لرؤيته نهاهم عنه .الخ

د رمضان المبارک روژې له تحويل قبله (د قبلې له ګرځيدا) وروسته د هجرت په دويم کال د شعبان په مياشت کې فرض شوې دي ([1]).
بيا په دې کې اختلاف دی چې آيا له دې دمخه روژې فرض وې او که نه؟ نو احناف په دې کې دا وايي چې د رمضان له روژو دمخه د عاشوراء د ورځې روژه او د ايام بيض روژې فرض وې، په وروسته کې د همدغو ورځو د روژو فرضيت د رمضان المبارک په روژو سره منسوخ کړی شو، دا مهال يوازې د هغوی استحباب باقي پاتې دی ([2]).
او شوافع حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض شوې نه وه ([3]).

په دې هکله په مظاهر حق کې داسې ليکل شوي : د رمضان المبارک مياشتې روژې له هجرت څخه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د قبلې له تحويل (ګرځيدا) لس ورځې وروسته فرض شوې دي، يو شمير حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض نه وه، او د يو شمير حضراتو قول دا دى چې له دې دمخه هم د يو شمېرورځو روژې فرض وې ، کومې چې د همدغې مياشتې د روژو له فرضيت وروسته منسوخې شوې، لکه د يو شمير حضراتو په نزد د عاشوراء (د محرم د لسمې) نيټې روژه فرض وه او د يو شمير حضراتو قول دا دى چې د ايام بيض (د قمري مياشتې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم شپو د ورځو) روژې فرض وې، د رمضان المبارک روژو د فرضيت يو شمير احکام په اولنيو (ابتدائي) ورځو کې ډير سخت وو، د بيلګې په توګه : د لمر له لويدو وروسته د خوراک څښاک اجازه وه، خو له ويده کيدلو وروسته د هيڅ شي د خوړلو يا څښلو اجازه نه وه، که څه همکوم کس به د کوم شي له خوړلو او څښلو پرته ويده شوى وو، همدا رنګه جماع په هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې هم روا نه وه، خو کله چې په مسلمانانو باندې دغه يو شمير احکام سخت تمام شول او د همدغو احکامو له امله يو شمير پيښې هم مخته راغلې نو دغه احکام منسوخ کړى شول او هيڅ سختي پاتې نشوه ([4]).
د روژې اهميت او فضيلت دا دى چې د اسلام پنځه ارکان دي او په هغو کې د روژې دريمه درجه دى، ګوا که چې روژه د اسلام دريم رکن دى، د دغه اهم رکن چې کوم تاکيد او اهميت دى هغه د شريعت ماهرين ډيره ښه پيژني، له روژې څخه منکر کافر او د هغې پريښودونکى فاسق او سخت ګنهګار دى، لکه د درمختار په (باب ما يفسد الصوم) کې دغه مسئله او حکم نقل شوى دى :
کوم سړى چې په رمضان کې له عذر پرته په ښکاره خوراک کونکى په نظر درشي نو هغه ووژنئ.
د روژه د فضيلت په باره کې يوازې دومره ويل پکار دي چې يو شمير علماء کرامو د همدغه مهم او لوى رکن ډير زيات فضايل بيان کړي او د لمانځه په څير په يوه لوى عبادت باندې يې هم ورته فضيلت ورکړى، که څه هم دا د بعضې علماؤ قول دى، مګر د اکثره علماؤ مسلک دا دى چې لمونځ له ټولو عملونو څخه بهتر دى او لمانځه ته په روژه باندې فضيلت حاصل دى، مګر د ويلو خبر يوازې دا دى چې کله په دې کې د علماؤ اختلاف دى چې لمونځ بهتر دى او که روژه؟ نو اوس ښکاره دى چې له لمانځه پرته بل کوم عمل او رکن له روژه سره سيالي نشي کولاى ([5]).
د فضايلو په کتابونو کې د دې مفصل بيان راغلى، خو دلته د روژه د فضيلت په هکله درى حديثونه د نمونې په ډول راوړل کيږي :
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ارشاد مفهوم ده : چا چې د رمضان المبارک روژې يوازې د الله تعالي جل جلاله لپاره ونيولې نو د هغه ټول پخواني واړه ګناهونه بخښل کيږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دى چې : د روژه دار د خولې بد بويي د الله تعالى جل جلاله په نزد له مشکو څخه هم خوږه ده، د قيامت په ورځ د روژه ثواب بې حده ډير دى.
په بخاري شريف کې روايت دى چې د روژه دارو لپاره به د قيامت په ورځ د عرش لاندې دسترخوان وغوړول شي او همدغه خلک به په هغه باندې کيني او خوراک به کوي، او نور ټول خلک به په حساب کې اخته وي، د دې کار په ليدو سره به هغه خلک ووايي : دا څرنګه خلک دي چې خوراک څښاک کوي او مونږ په حساب کې لا اخته يو؟ هغوى ته به ځواب ورکړل شي چې همدغو خلکو روژې ساتلې وې او تاسو روژې نه دي ساتلې.
روژه د الله تعالى جل جلاله د قانون له مخې له ټولو عبادتونو څخه يو جلا عبادت دى، ځکه چې د ټولو عبادتونو ثواب د فرښتو په ذريعه تر اوه سوه چنده پورې ورکول کيږي، مګر روژه يو داسې عبادت دى د کوم په باره کې چې راغلي (د روژه بدله (عوض) زه په خپله ورکوم) د فرښتو په واسطه نه، نو د روژه دارو لپاره له دې څخه بله لويه (غټه) خوشحالي کومه کيدلاى شي چې هغوى د خپلو عبادتونو بدله (عوض) د خپل مالک په بلا کيفه لاسونو سره پيدا کړي، بل چا لره مداخله هم نه وي پکې، مونږ پوهيږو چې په دنيوي ژوند کې کله چې کوم شى د حکومت له لوري ويشل کيږي نو په هغه کې د يوه عام حکومتي چارواکي په لاس په ورکړى شوي شي کې او د بادشاه په لاس په ورکړى شوي شي کې څومره فرق (توپير) وي.
د همدغو احاديثو له لوستلو او آوريدلو وروسته خداى مکړه که بيا هم د يو چا په زړه کې د روژه نيولو شوق او جذبه پيدا نشي نو يقينا د هغه زړه له ډبرې څخه سخت او د ګناهونو د کثرت له امله بالکل زنګ شوى دى او هغه ته په رښتوني زړه توبه ويستل پکار دي ([6]).
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چې رمضان المبارک داخل شي نو د آسمان دروازې خلاصې شي، او په يوه روايت کې راغلي چې د جنت دروازې، او په يوه بل روايت کې راغلي چې د رحمت دروازې، او د جهنم دروازې بندې کړى شي او شيطانان د سلاسل پابند کړى شي (په ځنځيرونو وتړل شي) (بخاري او مسلم).
او په يوه روايت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : کله چې د رمضان المبارک لومړى شپه شي نو شيطانان او سرکشه پيريان قيد کړى شي، او د دوزخ دروازې بندې کړى شي، پس د هغه هيڅ دروازه خلاصه نه وي، او د جنت دروازې خلاصې کړى شي، پس د هغه هيڅ دروازه بنده نه وي، او يوه آواز کونکې فرښته اعلان کوي چې : اې د خير طلب کونکيو ! وړاندې راشى، او اې د شر طلب کونکيو ! ودريږى، او د الله تعالى جل جلاله له لوري به ډير خلک له دوزخ څخه آزاد کړى شي، او دا د رمضان المبارک په هره شپه کې کيږي ([7]).
د روژه په ساتلو کې څه حکمتونه او ګټې دي؟.
د روژه بې شميره حکمتونه او ګټې دي، له هغو ځينې يو خاص حکمت او ګټه دا ده چې نفس اماره د هغه له غوښتنو او خواهشاتو څخه د را ګرځيدو عادتي جوړيږي او د نفس اصلاح يعنې انساني نفس په واک کې راځي، په کوم سره چې هغه شرعي احکام کوم چې په نفس باندې سخت دي هغه نهايت آسانه کيږي، او د ګناهونو د پريښودو، تقوى او د پرهيزګاري صلاحيت په روژه دار کې پيدا کيږي، الله تعالى جل جلاله فرمايي )يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيۡكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ ١٨٣ (.
ژباړه : اې د ايمان خاوندانو ! په تاسو باندې روژې فرض کړى شوې دي لکه څرنګه چې له تاسو څخه په مخکنيو خلکو باندې فرض کړى شوې وې، د دې لپاره چې تاسو متقيان او پرهيزګار جوړ شئ (البقرة).
روژه د روح غذاء دى : په روژه سره روح طاقتور جوړيږي، د نفساني خواهشاتو ټکولو او د روح د صفائي لپاره له روژه څخه زيات بل کوم شى ګټور نشته، په روژه سره د روحانيت دروازه خلاصيږي، په عبادت کې خوند او چالاکي حاصليږي، له همدې امله د دين خلک فرمائي :
اندر را از طعام خالي دار                                 تا در آن نور معرفت بيني
په روژه سره الهي قرب (نزديکت) حاصليږي، په معتبرو کتابونو کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالى جل جلاله په دربار کې عرض وکړ : يا اله العلمين ! بنده تا ته په څه وخت کې ډير نږدې کيدلاى شي؟ وې فرمايل : کله چې بنده وږى وي او کله چې بنده په سجده کې وي، د روژه يو حکمت دا هم دى چې روژه دار د خداوندي صفاتو په جلوه سره منور کيږي، لکه څرنګه چې د الله تعالى جل جلاله ذات له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه پاک دى، روژه دار هم له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه بې نيازه وي، د حق تعالى جل جلاله له صفاتو سره له مشابهت پرته يو حکمت دا هم دى چې روژه دار له فرښتو سره هم مشابهت لري، د فرښتو غذاء د الله تعالى ذکر دى او په روژه سره د خداى تعالى د شکر موقع پيدا کيږي، په روژه سره د اوږي د قدر او د انساني همدردي جذبه پيدا کيږي، په روژه سره جسماني ناروغي ختميږي، په ځانګړې توګه د بلغمي مزاج لپاره يوه ډيره ښه نسخه دى ([8]).
په مظاهر حق کې ليکل شوي :
د روژې ګټې (فايدې) ډيرې زياتې دي، يو شمير يې دلته ذکر کيدلاى شي:
(١) د روژه له امله خاطر جمعي او زړه ته سکون حاصليدلاى شي، د نفس اماره تيزي او تند والى له منځه ځي، جسماني اعضاء په ځانکړې توګه هغه اعضاء د کومو چې له نيکي او بدي سره براه راست تعلق وي لکه لاس، سترګې، ژبه، غوږونه، عورت او داسې نور سستيږي، د کوم له امله چې د ګناه کولو خواهش کميږي او د معصيت لوري ته ورتګ کمزورى کيږي، لکه چې ويل کيږي : کله چې نفس وږى وي نو ټول اعضاء ماړه کيږي، يعنې هغوى بيا خپل کار ته شوق نلري، او کله چې نفس موړ وي نو ټول اعضاء وږي کيږي او هغوى خپل کار ته ډير شوق لري، له دې خبرې څخه داسې معلوميږي چې د بدن څومره اعضاء دي نو هغه خالق تعالى جل جلاله د خپلو خپلو کارونو لپاره پيدا کړي دي، د بيلګې په توګه د سترګو پيدايښت د ليدو لپاره دى، ګوا که د سترګو کار ليدل دي، لهذا د لوږې په حالت کې د هيڅ شي لوري ته هم د ليدلو شوق نوي، هو ! کله چې خيټه ډکه وي نو سترګې خپل کار په ډير شوق سره کوي، او د هر روا او ناروا شي ليدلو ته شوق لري، په همدې باندې نور اعضاء هم قياس کيدلاى شي.
(٢) د روژه له امله زړه له کدورتونو څخه پاکيږي، ځکه چې د زړه کدورت د سترګو، ژبې او د نورو اعضاؤ د بيکاره کړنو له امله وي، يعنې د ژبې له ضرورت او حاجت نه زياتې خبرې کول، د سترګو له ضرورت پرته کتل، همدا رنګه د نورو اعضاؤ له ضرورت پرته په خپلو کارونو کې مشغوليدل د زړه د کدورتونو باعث کيږي، او ښکاره خبره دى چې روژه دار له بې فايدې خبرو او بې ګټې کارونو څخه ځان ساتي، نو له همدې امله د هغه زړه صاف او مطمئن وي، همدا رنګه د زړه پاکوالى او د زړه اطمينان د نيکو (ښو) کارونو لور ته د ميلان (رغبت) پيدا کيږي او د لوړو درجو د حاصلولو ذريعه جوړيږي.
(٣) روژه له مسکينانو او غريبانو سره د نيک چلند کولو سبب وي، ځکه کله چې يو څوک د لوږې په حالت کې وويني نو د خپلې لوږې حالت ور په ياد کيږي، د کوم له امله چې بيا د هغه د ترحم جذبه په جوش راځي.
(٤) روژه دار د روژه په حالت کې ګوا که له فقيرانو او مسکينانو سره مطابقت کوي، په دې ډول لکه څرنګه چې هغوى په کوم اذيت او تکليف کې مبتلاء وي نو همدغه تکليف او مشقت روژه دار هم برداشت کوي، له همدې امله د الله تعالى جل جلاله په نزد د هغه مرتبه ډيره لوړيږي، لکه چې د يوه بزرګ بشر حافي په باره کې نقل شوي چې : يو کس د سختې يخنى په موسم کې د هغه په خدمت کې حاضر شو، ګوري چې هغه ناست دى او پړيږي، سره له دې چې له هغه سره دومره جامو شتون درلود چې هغه له يخني څخه بچ وساتي، مګر هغه دا جامې جلا ايښې وې، دغه کس چې دا صورتحال وليد نو له هغه څخه يې په ډير تعجب سره وپوښتل : تا د يخني په دې حالت کې جامې جلا ايښې دي؟ هغه ورته وويل : زما وروره ! د فقيرانو او مسکينانو شمير ډير زيات دى، زه دومره وس نلرم چې هغوى ته د جامو ورکولو انتظام وکړم، لهذا کوم شى چې زما په واک کې دى نو دا غنيمت ګڼم لکه څرنګه چې هغوى د يخني په حالت کې کوم تکليف برداشت کوي هماغسې زه هم د يخني تکليف برداشت کړم، په همدې توګه زه له هغوى سره مطابقت کوم.
همدغه جذبه زمونږ د هغو اولياؤ او عارفانو په ژوند کې هم پيدا کيږي د کومو په باره کې چې نقل شوي چې هغوى به د هرې ګولې په خوړلو سره دا کلمات ويل :
اللهم لا تواحذني بحق الجائعين
د حضرت يوسف علیه السلام په باره کې منقول دي چې کوم وخت ټول ملک قحط سالي په خپل سيوري کې ونيولو نو سره له دې چې له هغه سره ډيره زياته د غله خزانه وه مګر يوازې د دې لپاره يې په مړه خيټه ډوډۍ نه خوړله چې هسې نه د وږيو خلکو خيال يې له زړه څخه ونه ووځي، بل دا چې په همدې ډول يې له قحط وهليو عوامو سره په تکليف او مصيبت کې مطابقت او مشابهت راشي ([9]).
که چيرته په دنيوي او جسماني اعتبار سره وکتل شي نو معلوميږي چې روژه د مسلمان لپاره د چشت، چالاک، صابر، شاکر، د يوه او بل لپاره مرسته کونکې، غمخوره د يوه مضبوط او منظم قوم په جوړيدلو کې يوه بهترينه ذريعه دى، که چيرته د روژه حقيقت مد نظر وساتل شي او د زړه په اخلاص سره روژه ونيول شي نو د حرص، طمع او د خيټې ډکولو ماده له هغه څخه بالکل ځي او په انساني لباس کې فرښته تر سترګو کيږي، همدا رنګه د دې په ذريعه د نظم او ضبط هغه قوت ترلاسه کيدلاى شي کوم ته چې د دنيا ټولو طاقتونو سر ښکته نيولى دى.
د طبي اصولو له مخې روژه د جسماني صحت حاصلولو لپاره يوه بهترينه ذريعه دى، ځکه تر يوولسو مياشتو پورې چې کوم خراب او فاسد رطوبتونه په بدن کې جمع شوي وي، نو د يوې مياشتې په روژه سره هغه ټول وچ کړى شي، په صحت او توان کې ښکاره ترقي راشي، له دې پرته په روژه کې نورې ډيرې جسماني او مادي ګټې دي، تر کومه ځايه چې د روحاني ګټو تعلق دى هغه هم ډيرې زياتې او بې شماره دي، د بيلګې په توګه فرښتې له خوراک، څښاک او جماع کولو څخه پاکې دي، همدا رنګه الله تعالى جل جلاله هم له همدې خواهشاتو څخه پاک دى، له همدې امله انسان د روژه ساتلو له امله د کم وخت لپاره په همدغه ملکوتي صفت کې تر سترګو کيږي او په همدغه وخت کې د )تخلقوا باخلاق الله( هم يوه مظاهره کيږي.
په روژه سره اخلاقي او روحاني قوتونه پيدا کيږي، زړه او دماغ پرې روښانه کيږي، لوږه او تنده د ګناهونو کفاره کيږي او انسان د ضبط نفس له امله مکمل انسان جوړيږي، د روژه له امله په مزاج کې عجز او خاکساري راځي، د لوږې او تندې د مصيبت او تکليف په وخت کې کله چې د همدغه تکليف اندازه ورته وشي نو له نورو انسانانو سره يې د تکليف او مصيبت په وخت د مرستې جذبه پيدا کيږي.
روژه دار هر وخت د الله تعالى جل جلاله په عبادت کې شمارل کيږي، ځکه کوم وخت چې روژه دار ته لوږه او تنده ورسيږي او د هغه نفس د خوراک او څښاک غوښتنه کوي نو د هغه زړه تر ماښامه پورې برابر داسې وايي نه دا وخت د خوراک او څښاک کولو اجازه الله تعالى نکوي، د هغه زړه له همت او استقلال سره د الله تعالى جل جلاله لوري ته متوجه اوسي او د الله تعالى جل جلاله لوري ته د زړه متوجه کول د ټولو عبادتونو روح دى، لنډه دا چې روژه د يوې لويې درجې عبادت دى ([10]).




([1]) مرقات، ج : ۴، ص : ۲۲۹.
([2]) معارف السنن، ج : ۵، ص : ۳۲۳.
([3]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۲، ص : ۲۳۶، بحواله : فتح الباري، ج : ۴، ص : ۱۰۳.
([4]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.
([5]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.
([6]) مسايل رفعت قاسمي، ٤ : ٢٥ – ٢٦.
([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤، ٤٩٧، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الاول، ص : ١٧٣، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الثاني، ص : ١٧٣.
([8]) فتاوى رحيميه، ٧ : ٢٠٣ – ٢٠٤.
([9]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨٢ – ٢٨٣.
([10]) مسايل روژه، ص : ٢٥ – ٢٦، تاليف : مولنا رفعت قاسمي صاحب.

قصدًا روژه ماتول


قصدًا روژه ماتول : عن أبي هريرة : قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من أفطر يوما من رمضان من غير رخصة و لا مرض - لم يقض عنه صوم الدهر و إن صامه ( رواه الترمذي و قال : لانعرفه إلا من هذا الوجه )
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : څوک چې د روژې د مياشتې يوه روځ روژه هم بې ( د سفر له ) رخصت او مرض څخه ماته کړي نو د ټول عمر روژه به يې هم بدل پوره نکړي ، که څه هم ټول عمر روژه وه نيسي . ( ترمذي )

ځينې عالمان فرمايي چې څوک قصدًا روژه ماته کړي نو د دې قضا بيا نشي پوره کولی ، خو نور ټول عالمان فرمايي چې : د يوې روژې په بدل کې به دوه مياشتې روژې نيسي .
څوک چې له کوم عذر او سفر نه بې غير روژه ماته کړي نو دې سړي ډېره سخته ګنا وکړه
عبد الله بن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : ( د هر سړي ) اسلام په درې شيانو باندې ولاړ وي ، کلمه ، لمونځ او روژه ، څوک چې پدې کې يو هم پرېږدي هغه کافر دی .
فُقَهاء کرامو ويلي چې : څوک په روژه کې د خلکو په مخکې روژه ماتوي نو هغه قتل کړئ ، خو که د اسلامي حکومت د نشتون له امله يې چا د وژلو توان نه در لودلو نو دا خو هر څوک کولی شي چې له دې ( خبيث ) سره دې نفرت کوي . ( فضائل رمضان للشيخ زکريا )

ــتني: 1038
بسم الله الرحمن الرحیم
د روژې ثوابــــــــــــــــــــــــــــــــــــونه :
۱ - رسول الله   صلی الله عليه و آله و سلم فرمايلي   چې  : الله جل جلاله فرمایي : روژه زما ده ، او زه به په خپله روژه نيوونکي ته ثواب ورکوم .
او روژه ډال دی ( مسلمان له اُور څخه ساتي ) ، چې کله تاسو روژه یاست نو بيا بدې خبرې مه کوئ ، ( لکه ښکنځل ، او نورې بې ځایه او سپکې خبرې ) که   روژه دار ته څوک ښکنځل وکړي ، يا جګړه ورسره کوي ، نو ( دی دې ځواب نه ورکوي بلکه ) ورته وايي دې چې زه روژه یم . ( او غلی دې شي ) .
او په خدای قسم چې د روژه دار د خولې بوی   الله جل جلاله ته   د مشکو له ( ښکلي ) بوی څخه هم غوره دی   ، د روژه نيوونکي لپاره دوه خوښۍ دي : يوه هغه وخت چې روژه ماته کړي ( نو خوښ شي ) بله بيا هغه وخت چې کله له الله جل جلاله سره مخامخ شي ( او هلته د خپلې روژې ثواب او ويني ) نو په روژه به خوښ شي .   ( بخاري او مسلم )
۲ - رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي چې : غزا ته ځئ نو د خدای په ضمانت کې به ياست ، او روژه نيسئ نو صحتمند به ياست ، او سفر کوئ نو غنيان به ياست . ( طبراني )
۳ - له حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې يوه ورځ هم د خدای د رضا لپاره روژه ونيسي بيا له ایمان سره مړ شي نو جنت ته به ځي . ( مسند احمد )
د روژې د مياشتې ثوابونه :
۴ - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي   : څوک   چې په داسې حال کې د روژې د مياشتې   روژې   ونيسي چې د روژې په فرض کېدلو يې ايمان وي او د ثواب اراده ولري ( يعنې د خلکو لپاره نه ، بلکه د خدای لپاره روژه ونيسي ) نو ټول مخکني ګناهونه به يې وبخښل   شي .    ( بخاري )
د روژې د مياشتې برکت :
۵ - له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اورېدلي چې فرمايل يې : جنت د کال له اول نه تر آخره پورې د روژې د راتللو لپاره ښايسته کېږي ، چې کله د روژې د مياشتې اوله شپه شي نو د عرش له لاندې نه يو باد را والوځي ، دې باد ته مُثِيْره وايي ، د دې له امله د جنت پاڼې پړکېږي ، او د دروازو حلقې هم سره لګېږي چې له امله يې يو آواز اورېدل کېږي ، دومره ښايسته آواز چې د دې په څېر ښايسته   آواز چا نه وي اورېدلی ، نو حورې را اوځي تر دې چې د جنت په برنډو کې ودرېږي ، او دا آواز کوي چې : څوک شته چې له خدای نه مونږه اوغواړي چې مونږ نکاح ورسره وکړو ؟ بيا دا ټولې حورې د جنت څارونکې ملايکې ته چې نوم يې رضوان دی غږ وکړي چې : ای رضوانه ! دا کومه شپه ده ؟ هغه ورته وايي چې دا د روژې د مياشتې اوله شپه ده ، د جنت دروازې د محمد د امت لپاره خلاصې کړی شوې .
الله تعالی فرمايي چې : ای رضوان ! د جنتونو دروازې خلاصې کړه ،   ( او د دوزخ څارونکې ملايکې ته وايي چې نوم يې مالک دی ) ای مالک ! د دوزخ دروازې بندې کړه .
او ای جبريل ! ځمکې ته کوز شه ، او سرکشه شيطانان وتړه ، او ځنځيرونه پکې واچوه ، بيا يې په سمندر کې وغورځوه ، څو زما د ګران ( محبوب ) د امت روژه خرابه نکړي .
او فرمايي چې : او الله تعالی د روژې د مياشتې په هره شپه کې يو آواز کوونکي ته امر کوي چې درې وارې دا آواز وکړي چې : آيا کوم سوالګر شته چې زه يې ضرورت ورته پوره کړم ؟ آيا کوم توبه کوونکی شته چې زه يې توبه قبوله کړم ؟ آيا کوم مغفرت ( بخښنه ) غوښتونکی شته چې زه يې ګناهونه ورته وبخښم ؟ څوک قرض ورکوي داسې ذات ته چې غني دی فقير نه دی ؟ او داسې ذات ته چې وفا دار دی ظالم ندی ؟ ( البيهقي في شعب الإيمان )
او فرمايي چې : کله د ليلة القدر شپه شي نو الله جل جلاله جرئيل عليه السلام ته امر کوي ، هغه بيا د ملايکو له يوه لښکر سره ځمکې ته کوزېږي ، له دوی سره يو شين بيرغ وي ، هغه بيرغ د کعبې د پاسه ودروي ، د جبريل عليه السلام سل وزرونه دي ، دوه داسې وزرونه دي چې يواځې په دې شپه يې غوړوي چې له مشرقه تر مغربه پورې رسېږي ، جبريل عليه السلام ملايکې هڅوي هغوی بيا په هر ولاړ او ناست ، لمونځ کوونکي او ذکر کوونکي باندې سلامونه اچوي او لاس ورکوي ( يعنې مصافحه ، په لاس باندې روغبړ ورسره کوي ) او په دعاګانو باندې يې آمين وايي ، تر دې چې سهار کېږي ، چې کله سهار شي جبريل عليه السلام آواز وکړي چې : ای ملايکو ! ( بېرته ) روانېږو ، روانېږو !   هغوی ورته وايي چې ای جبريل ! زمونږ رب د احمد صلی الله عليه وسلم د امت حاجتونه سره څه وکړل ؟ هغه ورته وايي چې : نن شپه الله تعالی ټولو ته د رحمت نظر وکړو او ټول يې وبخښل .
يواځې څلور کسان يې ندي بخښلي : ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : مونږ اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دوی څوک دي ؟ هغه اوفرمايل چې : يو هغه سړی چې شراب څښي ، او د مور او پلار له لوري عاق شوی ، او هغه چې له خپلوانو سره يې دوستي پرې کړې وي ، او بل مُشاحِنْ ، مونږ پوښتنه وکړه چې مشاحن څوک دی ؟ هغه اوفرمايل چې : هغه چې له مسلمانانو سره دښمني کوي    .     ( البيهقي في شعب الإيمان )
فائده : حسيني په تاج العروس کې ليکلي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې بدعتي وي او د مسلمانانو له ډلې څخه جدا شوی وي ، امام اوزاعي فرمايي چې : مشاحِنْ : هغه کس ته وايي چې : په زړه کې يې له اصحابو سره دښمني وي . ابن ثوبان فرمايي چې : مشاحن : هغه کس ته وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت يې پريښي وي ، او د رسول الله د امت په هکله بدې ارادې لري ، يا د مسلمانانو وينې تويوي .
۶ - ابوهُرَيرَه رضي الله عنه وايي چې   رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : د روژې مياشت درته راغله ، دا مبارکه مياشت ده ، الله تعالی پر تاسو باندې د دې روژه فرض کړې دی ، پدې مياشت کې ( د الله تعالی د رحمتونو د نازلېدلو لپاره ) د اسمانونو دروازې خلاصېږي ، او د جهنم دروازې بندېږي ، او سرکشه شيطانان پکې په زنځيرونو تړل کېږي ، پدې مياشت کې د الله تعالی يوه شپه ده چې له زرو کلونو څخه غوره ده ، څوک چې د دې شپې له خير څخه بې برخې شو ، هغه يقينًا بې برخې او محروم دی . ( نسائي او بيهقي )
۷ - او ( د الله تعالی له لوري څخه ) يو څوک آواز کوي چې : ای د خير پلټونکيه وړاندې شه ، او ای د شر پلټونکيه ! بس کړه ، او الله تعالی ډېر خلک له جهنم څخه آزادوي ، او دا هره شپه وي . ( ترمذي )
۸ - عُباده بن صامت رضي الله عنه فرمايي چې : روژه را نږدې شوه ،   نو   يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : تاسو ته د روژې مياشت راغله ، دا د برکت مياشت ده ، پدې مياشت کې الله جل جلاله تاسو ته خاص د رحمت نظر کوي نو رحمتونه را نازولي ، او ګناهونه بخښي ، او پدې مياشت کې دعا قبلوي ، الله تعالی ستاسو د خير سياليو ته ګوري ، او د ملايکو مخکې پر تاسو باندې فخر کوي ، نو الله تعالی ته ښه کارونه وړاندې کړئ ، ځکه هغه څوک بدبخته دی چې پدې مياشت کې د الله تعالی له رحمت (پېرزوينو ) څخه بې برخې پاتې شي . ( الطبراني )
۹ - له جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : د روژې د مياشتې په اوله شپه الله جل جلاله ټول اسلامي امت ته د رحمت نظر کوي ، او چاته چې الله جل جلاله د رحمت نظر وكړي - هغه ته بيا کله هم عذاب نه ورکوي ، او الله جل جلاله خپل جنت ته امر کوي چې ځان تيار کړه او ښايسته شه زما د بندګانو لپاره ، ځر ده چې هغوی به د دنيا له ستړيا وو څخه زما کور او پېرزوينې ته راشي .
او     چې کله د روژې د مياشتې آخري شپه شي نو   ټولو ته به بخښنه   ( مغفرت ) وشي .
یو کس پوښتنه وکړه چې : دا د ليلة القدر شپه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې : نه ، ته نه ګورې چې کله کاريګر کار وکړي او فارغه شي نو پوره مزدوري ورکول کېږي . ( يعنې دا خو د روژې آخري شپه ده ، او مسلمانانو دا ټوله مياشت خواري کښلې ده ، نو د همدې تندې او لوږې په بدل کې به الله جل جلاله دوی بخښي ، او د ليلة القدر شپه خو بېله ده ) ( البيهقي في شعب الإيمان )




د روژې يو څو آداب :

عالمانو د روژې يو څو آداب بيان کړي دي چې بايد روژه نيوونکی يې خيال وساتي . اول - د سترګو ساتل چې په کوم ناروا څيز باندې ونه لګېږي ، تر دې چې عالمان وايې چې خپلې ښځې ته دې هم د شهوت په نظر نه ګوري نور خو لا لرې خبره ده ، همداسې په کوم بل بې ځايه ځای کې هم ونه لګېږي ( لکه تلوېزون او انټرنېټ ، ځکه چې په شريعت کې محض د انسان يا حيوان انځور ته کتل ګنا لري ، دا خو بيا ډېره ګنا ده چې د ښځې يا پردي سړي وي .

* رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : نظر د شيطان له غشو څخه يو غشی دی ، څوک چې خپل نظر د الله له وېرې له حرامو څخه وساتي نو الله تعالی به هغه ته د ايمان داسې رڼا ( نُور ) ورکړي چې د هغې خوند به په زړه کې محسوسوي ، صوفياء کرامو ويلي چې : د هر هغه شي کتل پدې کې داخل دي چې زړه له الله جل جلاله څخه بل لور ته اړوي .

دوهم - د ژبې ساتنه ، دروغ ، د دوه کسانو تر منځ خبرې ، غيبت ، سپکې خبرې او ښکنځلې دا ټول پکې راځي ، د بخاري شريف په روايت کې راغلي چې روژه د سړي لپاره ډال دی ، له همدې امله روژه نيونکي ته پکار دي چې په ژبه کومه بده خبره ونکړي ، که څوک جګړه ورسره کوي ، نو دی دې ورته وايي چې زه روژه يم ، او که هغه مخامخ سړی يې ډېر بې عقل وي نو بيا دې خپل زړه ته اووايي چې زما خو روژه ده ، او هغه ته دې ځواب نه ورکوي .

په ځانګړي توګه بیا له غيبت څخه ځان ژغورل ډېره ضروري خبره ده ، ځکه چې د ځينو عالمانو په اند پدې باندې روژه ماتېږي .

*د رسول الله صلی الله عليه و سلم په زمانه کې د دوه ښځو روژه وه ، هغوی دواړه دومره وږې شوې وې ، چې نږدې وې چې له لوږې نه مړې شي ، اصحابو کرامو رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر کړو ، هغه مبارک يوه پياله ور ولېږله ، او دا امر يې ورته وکړو چې دواړه دې پدې کې قَیْ وکړي ، هغوی چې قَیْ پکې وکړو نو په هغې کې د غوښې ټوټې او تازه خوړل شوې وينه را او وتله ، خلک حيران شول ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : دې دواړو په حلال رزق باندې روژه نيولې وه ، او بيا يې حرام څيز اوخوړلو ، ( يعنې غيبت يې وکړو او غيبت داسې دی لکه د خپل ورور خوښه چې خورې ) .

له دې حديث شريف څخه دا هم معلومېږي چې د غيبت له امله روژه اوږدېږي ، تر دې چې هغه دواړه ښځې مرګ ته نږدې شوې وې ، همداسې نور ګناهونه هم دي ، ( چې له امله يې روژه اوږدېږي او درندېږي ) ډېر ځلې داسې وي چې پرهېزګاره خلکو باندې د روژې هېڅ اثر هم نه وي ، او بد کاره فاسقان چې وينې نو بد حال يې وي ، له همدې امله په روژه کې له ټولوګناهونو څخه ځان ساتل پکار دي ، خصوصًا بيا له غيبت څخه .

الله جل جلاله په قرآن کريم کې د غيبت تعبير د مړه شوی ورور د غوښې په خوړلو سره کړی دی ، يعنې څوک چې غيبت کوي دا دومره بد کار او ګنا ده لکه د خپل مړه شوي ورور غوښه چې خوري .

له ډېرو حديثونو څخه دا معلومېږي چې : څوک چې د چا غيبت کوي نو دوی په رښتيا د هغه غوښه خوري .

*يو وارې رسول الله صلی الله عليه وسلم څو کسان ولیدل ، له ليدو سره يې ورته اوفرمايل چې : په غاښونو کې مو خلال وکړئ ( يعنې غاښونه مو پاک کړئ ) هغوی ويل چې : نن خو مونږه غوښه څکلې هم نه ده ! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل چې : د فلاني سړي غوښه ستاسو په غاښونو کې ښکاري . معلومه شوه چې هغوی غيبت کړی وو ، الله تعالی مو دې په خپل فضل سره وساتي ، مونږ ټول لدې څخه ډېر زيات غافل يو ، عوام خو لرې پرېږده خاص خلک هم پدې کې اخته دي ، دا دنيا داره خلک خو لا پرېږده د دينداره خلکو مجلسونه هم لدې څخه خالي ندي ، لدې نه سخته ګنا لا داده چې : ډېر خلک يې غيبت هم نه ګڼي .

*له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې : غيبت څه شی دی ؟ هغوی ځواب ورکړو چې : په چا پسې داسې خبره کول چې هغه يې بده ګڼي ، هغه بيا پوښتنه وکړه چې : که په هغه کې هغه خبره موجوده وي نو بیا ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ځواب ورکړ چې همدا خو غيبت دی ، او که هغه خبره په هغه کس کې نه وي – هغه خو بيا بُهتان دی .

*يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوه قبرونو باندې تېرېدلو ، هغوی دواړو ته عذاب ورکول کېدو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : دې يوه ته د خلکو د غيبت کولو له امله عذاب ورکول کېږي ، او دې بل ته له متيازو څخه د ځان نه ساتلو له امله .

*رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې : سود له ۷۰ اوياوو نه ډېر قِسمونه لري ، تر ټولو د کم او سپک سود ګنا دومره ده لکه څوک چې له خپلې مور سره زِنا کوي ( العياذ بالله ) ، او د يوه درهم د سود ګنا له پنځه دېرش وارې زِنا کولو څخه زياته ده ، او تر ټولو بد سود او مردار سود د بل مسلمان عزت پامالول دي . الله تعالی دې مونږ ټول لدې بلا څخه وساتي .

درېم – د بدو خبرو له اورېدلو څخه د غوږونو ساتل ، ځکه چې :

* رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې د غيبت کوونکی او اورېدونکی دواړه په ګنا کې شريک دي .

څلورم ـ د روژه ماتي په وخت کې حلاله ډوډۍ هم دومره خوړل چې نس پرې ډک نشي ، ځکه چې په ډېرې ډوډۍ سره د روژې مقصد له منځه ځي ، دا دولس مياشتې مو په ماړه نس ډوډۍ خوړلې که دا يوه مياشت مو ونه خوړله نو څه به وشي ؟

خو زمونږ حال دادی چې په روژه کې دومره خوراک کوو چې په نورو ورځو کې يې نشو کولای ، علامه غزالي فرمايي چې : د روژې مقصد دادی چې د انسان شهوت او ابليس مات شي ،خو که يو څوک په روژه ماتي کې دومره ډوډۍ اوخوري چې د ورځې د لوږې له امله چې کوم شهوت مات شوی وو هغه بېرته قوي کړي نو هغه مقصد به تر لاسه نشي .

د خلکو عادت دا وي چې ښه ښه شيان د روژه ماتي لپاره ساتي ، د ورځې له يو څه لوږې وروسته بيا په همدې شيانو ور پرېووځي ، او دومره اوخوري چې د شهوت د ماتولو په ځای د هغې د زياتېدو سبب شي .

د روژې يو مقصد دادی چې مسلمانان د غريبانو له حالت څخه خبر شي ، دا دولس مياشتې يې په مړه ګېډه خوراک کړی نو دا يوه مياشت لږ ځان وږی کړي ، څو له نورو مقاصدو سره د غريبانو حالت هم ورته معلوم شي .

*او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : شيطان د انسان په بدن کې د وينې په څېر ګرځي ، د ده لارې د لوږې په سبب سره بندې کړئ ، د ټولو اندامونو مړېدل د نفس په لوږه پورې تړلي دي ، چې نفس وږی وي نو ټول اندامونه ماړه وي ، او چې نفس موړ وي نو ټول اندامونه وږي وي .

د تصوف مشايخو او عالمانو دا خبره کړېده ، د مراقي الفلاح مصنف ليکلي دي چې : په پېشلمي کې ډېر خوراک مه کوئ ، لکه څنګه چې د مالداره خلکو عادت د ی ، ځکه چې د دې له امله د روژې مقصد له لاسه ځي ، علامه طحطاوي د دې په شرحه کې ليکلي چې : مقصد دادی چې د لوږې يو څه تريخوالی محسوس کړي ، ځکه چې د دې له امله ثواب زياتېږي ، او په مسکينانو او فقيرانو باندې يې زړه سوځېږي ، په خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم د نس ډکول بد ګڼل .

* رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : الله تعالی ته د يوه لوښي ډکول هم دومره بد نه ښکاري لکه د نس ډکول ، د انسان لپاره يو څو مړۍ (ګولې ) بس دي چې مَلا يې پرې سيده وي ، خو که بيا هم يو څوک ډېره خوري نو داسې دې وکړي چې د نس په درې برخو کې دې يوه برخه ډکه کړي يوه برخه دې د اوبو او بله د هوا ( سا ) لپاره پرېږدي . ( فضائل رمضان )


2 comments:

  1. زما نوم مس بورا دی ، ما د میړه سره د 5 کلونو لپاره واده کړی و ، موږ سږکال په خوښۍ سره ژوند کوو او نه کله چې هغه آسټرالیا ته په سوداګریزه سفر تللی چیرې چې هغه له دې نجلۍ سره لیدلي او له هغه وخته وروسته هغه ما ، ماشومانو او یوازې هغه سره مینه لري. نو کله چې زما میړه له سفر څخه بیرته راستون شو ، هغه وویل چې هغه نور نه غواړي چې زه او زما ماشومان یوځل بیا وګورو ، نو هغه موږ له کوره وایست او اوس آسټرالیا ته ځي چې د هغې بلې ښځې لیدو لپاره. نو زما ماشومان او زه اوس ډیر مایوسه وم او زه یوازې د خپلې مور سره وم ، ما ښه سلوک نه کاوه ځکه چې مور مې د پلار تر مرګ وروسته له بل سړي سره واده کړې ، نو هغه سړی چې هغې ورسره واده کړی نه و هغه ښه سلوک کوي ، زه. او زما ماشومان ډیر مغشوش شوي وو او زه د یوې لارې په لټه کې وم چې خپل میړه کور ته ورسوم ځکه چې زه ورسره ډیره مینه او احترام لرم چې یوه ورځ د خپل کمپیوټر په لټه کې کولو پرمهال ما د دې سپیل څرخۍ ډاکټر پییلر شاهدونه ولیدل. یوه آنلاین میرمنه شریکه کړه او دا یې ما ډیر متاثر کړ ، زه هم فکر کوم چې هڅه به وکړم. زه په لومړي سر کې ویریدم ، مګر کله چې زه د هغه څه په اړه فکر کوم چې زما ماشومان او زما ماشومان تیریږي ، ما ورسره اړیکه ونیوله او هغه راته وویل چې یوازې د 24 ساعتونو لپاره خاموش کار وکړم ترڅو زما میړه بیرته راشي او زما حیرانتیا ته ، په دوهمه ورځ زه د خپل میړه څخه زنګ راغلم چې له ماشومانو یې وغوښتل او ما ډاکټر پییلر ته زنګ ووهه او هغه وویل چې ستاسو ستونزې زما د ماشوم لپاره حل شوې دي. نو دا څنګه دی چې زه د یوې کورنۍ لخوا د اوږدې مودې فشار وروسته د کورنۍ ښځې بیرته راوګرځیدم ، نو د ډاکټر پیلر ټولې مرستې سره ، زه تاسو څخه غواړم چې تاسو ټول په دې فاریوم کې زما سره ګډون وکړئ ترڅو تاسو ته د ډاکټر پییلر څخه مننه ووایم. همدارنګه هر هغه چا ته مشورې چې ورته یا ورته ستونزې یا کومې ستونزې سره مخ وي ، تاسو باید د هغه ، بریښنالیک سره هم اړیکه ونیسئ. بریښنالیک پتې ده drpellar@gmail.com
    دا ځانګړي تعقیبوي - تعقیب کړئ.
    {1) که تاسو خپل پخوانی شاته غواړئ.
    (2) که تاسو تل بد خوبونه ولرئ.
    (3) که تاسو غواړئ په دفتر کې تشویق شي.
    (4) که تاسو غواړئ چې میرمنې / سړي ستاسو څخه وروسته وځي.
    ()) که تاسو ماشوم غواړئ.
    (6) که تاسو غواړئ شتمن شئ.
    (7) که تاسو غواړئ خپل میړه / میرمن د تل لپاره ستاسو وي.
    (8) که تاسو مالي مرستې ته اړتیا لرئ.
    (9) تاسو څنګه یوه غلا یاست او غواړئ خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړئ.
    (10) که تاسو غواړئ خپل طلاق پای ته ورسئ.
    (11) که تاسو غواړئ یو سړی طلاق کړئ.
    (12) که تاسو غواړئ ستاسو هیلې پوره شي.
    (13) د ماشوم زیږون پرمهال حمل
    (14) ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د اندیښنې وړ قضایې او طلاقونه ګټئ ، پرته له کوم مرحلې
    () 15) طلاق یا اړیکه.
    (16) که تاسو ناروغي ولرئ لکه (H I V) ، (سرطان) ، یا کوم ناروغي.
    (17) که تاسو لمونځونو ته اړتیا لرئ خپل ماشوم یا خپل ځان آزاد کړئ.
    (18) تاسو غواړئ د شکر ناروغۍ درملنه وکړئ ، د بوټو درملنه وکړئ ، د HIV او AIDS درملنه وکړئ ، د سینې سرطان درملنه وکړئ ، او سرطان درملنه وکړئ ،
    بیا ډاډ ترلاسه کړئ چې د هغه سره اړیکه ونیسئ که تاسو کومه ستونزه لرئ هغه به تاسو سره مرسته وکړي. د هغه بریښنالیک آدرس drpellar@gmail.com دی

    ReplyDelete
  2. څنګه چې زه د ډاکټر سنګو لیکوال په مرسته د خپل میړه سره حسابونه تنظیم کولی شم ، زه 47 کلن یم چې د درې ماشومانو سره یم ، یو سهار شاوخوا 8 میاشتې دمخه زما میړه یوازې د بستر څخه راویښ شو او بل یې وویل چې موږ باید دا مات کړو هغه نور زموږ د واده سره علاقه نلري ، دا ټکي ما ته توازن راکړ او زه تقریبا بې هوښه شوم ، ما هغه ته دروغ وویل او پوښتنه مې وکړه چې څه پیښ شوي ، مګر هغه له څه ویلو ډډه وکړه ، په همغه میاشت کې هغه له کوره وتلی او زه یې د ماشومانو سره یوځای پریږدم او ریښتینی اوسئ چې دا زما لپاره اسانه نده ، حتی خپلو خویندو ته یې هم وویل چې له ما څخه د مرستې غوښتنه وکړئ که زه په ناپوهه توګه غلط وم او ټول خوندونه په غوږ کې غوږ ونیسم. زه د بل پلیټفارم څخه د مرستې په لټه کې وم ، مګر هرڅه پاتې و کله چې ما د روحاني سړي په اړه مقاله لوستل - د لیکوال ډاکټر سنګو په نوم یو لیکوال ، ما هغه ته هغه ستونزه تشریح کړه او هغه راته وویل چې ما ته هغه څه معلومات راکړي چې زه یې ورکوم. هغه ماته وویل چې سړی سم ذهنیت نه لري چې هغه د بلې ښځې لخوا په جنسي تیریو بوخت دی نو هغه د طلاق په لټه کې دی مګر هغه راته وویل چې اندیښنه مه کوئ چې درې ورځې وروسته به زما ټولې اندیښنې پای ته ورسیږي او زه به یې په اړه ډیر حیران شوم. املا د لوی ډاکټر سنګو لخوا واورول شوه زما میړه هغه بیرته کور ته ستون کړ او حتی یې له ما څخه وپوښتل چې هغه له کور څخه څومره لرې و ، زه واقعیا خوشحاله وم چې زما واده د ډاکټر سنګو په نوم د لوی لیکوال لخوا ژغورل شوی و ، طلاق هیڅکله نه پیښ کیږي ، زه د کار ځای کې تشویق ترلاسه کړ ، زما په ژوند کې هرڅه یو ښه او لوی لیکوال بدل شو ډاکټر سنګو باید د دې ټولو لپاره مننه وشي. که تاسو د واده ستونزو سره مخ یاست ، که تاسو د رحم لرونکي جنینونو په لټه کې یاست ، که تاسو غواړئ یو پخوانی عاشق بیرته ترلاسه کړئ ، که تاسو د لاټري خوښۍ شمیره غواړئ ، که تاسو د محافظت املا ته اړتیا لرئ ، د شتمنۍ لپاره املا ، او داسې نور. د هر املا کار لپاره د ډاکټر سینګو سره اړیکه وړیا احساس وکړئ او تاسو به د تل لپاره خوښ یاست ځکه چې ستاسو د زړه ټولې غوښتنې به مطمین وي. تاسو کولی شئ د بریښنالیک له لارې ورسره اړیکه ونیسئ. بریښنالیک: spellsp خصوصیistcaster937@gmail.com

    ReplyDelete